ایران کې د حجاب قانون: ښځې د 'نامناسب لباس' له امله لس کاله بندي کېدای شي

ایران

د عکس سرچینه، REUTERS

د ایران پارلمان هغه لانجمن قانون تصویب کړ چې ښځې او نجونې حجاب اغوستو ته اړباسي او که څوک ترې سرغړونه وکړي نو د تېر پرتله اوږدې مودي لپاره زنداني او نغدي جرمانه کېږي.

دغه راز هغو کسانو ته هم د تېر پرتله لوړې جرمانې ټاکل شوي چې پر حجاب ملنډې وهي.

دا قانون داسې مهال تصویب شو چې په دې وروستیو کې ایراني چارواکو په عامه ځایونو پر ښځو د څار لپاره کامرې هم لګولې او د اخلاقي پولیسو لخوا ګزمې هم کېږي.

په ایران کې له کوره بهر په عامه ځایونو کې د حجاب اغوستلو نوی قانون د ایران د پارلمان لخوا د دریو کالو لپاره په ازمایښتي ډول تصویب شو.

دې نوي قانون ته ۱۵۲ موافقې، ۳۴ مخالفې او ۷ ممتنع رایې ورکړل شوې.

دا قانون به اوس د ایران نګهبان شورا ته د تصویب لپاره استول کېږي.

ایران

د عکس سرچینه، EPA

له دې وړاندې هم په ایران کې د قانون له مخې هغه نجونې چې بالغې وي او ښځې اړې وې چې له کوره بهر او په عامه ځایونو کې حجاب واغوندي او که چا ترې سرغړونه کوله نو له لسو ورځو نه تر دوو میاشتو پورې زنداني کېدل او له پنځو زرو نه تر پنځو سوو زرو ایراني تومن پورې جرمانه هم باید پرې کړای واي.

خو د نوي تصویب شوي قانون له مخې د نقدي جرمانې کچه له ۱۸۰ میلیونو تومنو نه نیولې ۳۶۰ میلیونو تومانو بورې لوړه کړای شوې ده او سرغړونکې به لس کاله زنداني کېږي.

دغه راز هغو کسانو ته هم نقدي جرمانې ټاکل شوي چې پر خواله رسنیو پر عجاب ملنډې وهي.

د نوي قانون له مخې ښځینه موټر چلوونکې هم اړې دي چې حجاب واغوندي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ایراني چارواکو په عامه ځایونو کې پر ښځو د څار لپاره کامرې هم ځاي پرځای کړي او د اخلاقي پولیسو ډلې ګزمې کوي، خو له دې سره سره د هغو ښځو شمېر ډېر شوی و چې عجاب نه مراعتاوه.

ایران

د عکس سرچینه، ABEDIN TAHERKENAREH/EPA

د روانې سپتمبر میاشتې په لومړیو کې د ملګرو ملتونو اتو خپلواکو کارپوهانو خبرداری ورکړی و چې ایران کې دا نوی قانون کېدای شي د جنسیتي تبعیض په توګه تشریح شي.

دوی ویلي و چې د حجاب په اړه دا قانون د ښځو له بنستیزو حقونو سره په ټکر دی او له ښځو د ټولنیز ژوند ازادي، په ازاده توګه د تګ راتګ، د خپل نظر د څرګندولو او په سوله ییز ډول د احتجاج کولو حقونه هم اخلي.

د یادونې ده چې په ایران کې د حجاب په اړه قانون داسې مهال د پارلمان لخوا تصویب شوی چې تېرکال د مهسا امیني په نامه یوه ښځه د ایراني پولیسو لخوا د حجاب نه مراعتولو په تور ونیول شوه چې بیا وروسته د پولیسو په توقیف کې مړه شوه او مړینې یې په ایران کې د حکومت ضد پراخې مظاهرې وپارولې او ګڼو ښځو د احتجاج په ډول خپل پړونې لېري کړې او ویې سوځول.

د رپوټونو له مخې ایران کې د حکومت ضد مظاهرو پرمهال سلګونه کسان د امنیتي ځواکونو لخوا وژل شوي دي.