اندونیزیا کې د ټوخي شربت له کبله د ۲۰۰ ماشومان مړینه؛ کورنیو ته یې د دعوا اجازه ورکړ شوې

د عکس سرچینه، HANDOUT
اندونیزیا کې له ۲۰۲۲ راهیسې له ۲۰۰ ډېر ماشومان د ټوخي یوه شربت له کبله د دوی پښتورګو ته د سخت زیان اوښتلو له کبله مړه شوي دي.
اوس د دغه هېواد سترې محکمې د دوی کورنیو ته اجازه وکړې، چې له کبله حقوقي دعوا وکړي.
د محکمې دې پرېکړې د دغو کورنیو د غم او کړاو کمېدو سره مرسته کړې.
نور آسيه چې څلور کلنه لور يې تېر کال د دغه زهرجن شربت له امله مړه شوه وايي "اوس احساس کوم هغه کړاو چې لور مې تېر کړ پایله ورکړه."
د هغې کورنۍ او د ۲۴ نورو قربانیانو خپلوانو د اندونیزیا پر حکومت او پر اتو درمل جوړوونکو شرکتونو باندې دعوا کړې.
اندونیزیا یوازینی هېواد نه دی چې دا ډول پېښې پکې راپور شوې. ګمبیا او ازبکستان کې هم د ۱۰۰ تنو د مړینې خبرونه خپاره شوي دي.
په اندونیزیا کې څېړنې روانې دي، خو سیمه ییز چارواکي وايي تر اوسه داسې شواهد نشته چې د نورو هېوادونو له ورته قضیو سره دې تړاو ولري.
په ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان د هند او اندونیزیا د ۶ درمل جوړوونکو شرکتونو له خوا د ټوخي د تولید شوي شربت په اړه خبرداری ورکړی دی.
نور د محکمې له پرېکړې مخکې آسيه بي بي سي ته وويل "نه پوهېدم کوم درمل چې مې خپل ماشوم ته ورکړي، هغه زهر و."

د عکس سرچینه، Getty Images
اسیه خپلې لور ته دا شربت تېر کال تر هغې وروسته ورکړی و چې تبه یې درلوده.
خو هغه د دې شربت له څښلو وروسته سخته او درې اونۍ وروسته بیا روغتون کې مړه شوه.
دغو کورنیو د دې شربت له کبله هر وژل شوي ماشوم لپاره د ۱۹۵ زره او هر اغېزمن شوي ماشوم ته د ۱۳۰ زره ډالرو تاوان غوښتی.
د دوی وکیل ویلي د دغو درملو له کبله د مړو شویو او اغېزمنو شویو ماشومانو میندو او پلرونو ته به حقوقي پروسه کې د برخې اخیستو اجازه ورکړل شي.
خو نور اسیه په داسې حال کې چې ژړل یې وویل "هېڅ اندازه پیسې به دا پېښه جبران نه کړای شي. پیسې به زما لور بېرته راژوندۍ نه کړي."
د 'پي ټي آفي فرما' شرکت وکیل چې ډېر شمېر دغو ماشومانو یې د ټوخي شربت کارولی و، وايي "انصاف نه دی چې یوازې د درمل جوړولو صنعت مسئول وګڼل شي. حکومت هم باید دې تړاو ځواب ووايي."
د "پي ټي یونیورسل" په نوم یو بل درمل جوړونکی شرکت چې دې قضیه کې ښکېل دی، وايي "له ۳۰ کلونو راهیسې د دې شربت لپاره خام مواد له هغه عرضه کوونکي اخلي چې د اندونیزیا د خوړو او درملو ادارې لخوا تائید شوی دی."
د دغه شرکت وکیل وايي "حقیقت دا دی چې درمل جوړوونکي شرکتونه هم د هغو جنایتونو قرباني دي چې د خامو موادو عرضه کوونکو له خوا کېږي."

د عکس سرچینه، Getty Images
د اندونیزیا روغتیا وزارت ویاند بیا دې ته په اشارې سره چې د زیانمنو شویو کورنیو ته د ګرمې ورکولو پر پلان غور کوي، وویل "موږ د نورو هېوادونو او د روغتیا نړیوال سازمان سره د مالوماتو په تبادله کولو سره د دې قضیو د لامل موندلو، د دغه شربت د بدیل جوړولو او همدا راز د زهرجنې اغېزې درملنې ته یې د لارو چارو موندلو هڅه کوو."
د اندونیزیا چارواکو د څېړنو لړ کې موندلې چې ځینې درمل جوړوونکي شرکتونه د درملو د محلولو د نشتوالي له امله په خپلو درملو کې د "ایتیلین ګلایکول" او "ډایټیلین ګلایکول" په نوم حلال مواد کاروي.
دا دوه مادې معمولا د یخچالونو او ایئرکنډېشنرونو د کنګل ضد یا انټي فریز محلولونو کې کارول کېږي.











