د څلورو ماشومانو له مړینې وروسته د یو هندي شرکت د ټوخي شربت په اړه نړیوال خبرداری

د عکس سرچینه، Getty Images
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) د ټوخي درمل (شربت) په هکله په نړیواله کچه خبرداری خپور کړی او په وینا یې دا ښايي په ګمبیا کې د ۶۶ ماشومانو له مړینې سره تړاو لري.
ډبلیو ایچ او مسوولین وايي، دغه شربت د پښتورګو له سخت ټپي کېدو او د ماشومانو له ۶۶ مړینو سره اړیکه لري.
د یاد سازمان چارواکو په خبره دا شربت د مایدین فارماسوټیکل په نامه هندي شرکت چمتو کړي دي او د خوندیتوب په هکله یې هېڅ تضمین نه دی ورکړی.
یاد شرکت تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي. بي بي سي له مایدین فارماسوټیکل سره په دې هکله د نظر څرګندولو لپاره اړیکه نیولې.
د روغتیا نړیوال سازمان دغه درمل د ''Promethazine Oral Solution, Kofexmalin Baby Cough Syrup, Makoff Baby Cough Syrup and Magrip N Cold Syrup ''په نومونو یاد کړي دي.
د ډبلیو ایچ او مسوولینو پر خپله وېبپاڼه د دې خبردراي خپرولو تر څنګ ویلي، دغه څلور ډوله تولید په ګمبیا کې پېژندل شوي دي، خو کېدای شي د غیر رسمي سوداګرۍ له لارې د نړۍ په نورو سیمو کې هم پلورل شوي وي.
په خبرداري کې ویل شوي، د دې درملو کارول د پښتورګو سخت زخم او مړینې سبب کېدای شي.
ډبلیو ایچ او له هغه وروسته په دې هکله پلټنه پیل کړه، چې د ګمبیا عامې روغتیا چارواکو په جولای میاشت کې د پښتورګو زخم له کبله د مړینې ډېرېدو رپوټ ورکړ.
ګمبیا حکومت له هغه وروسته د پاراسیټامول ټولو شربتونو کارول لغوه کړي او پر ځای یې له خلکو غوښتي چې ټابلیټ وکاروي.










