د ملاریا په اړه نوې څېړنه: ښايي تر ۷۰ سلنې ناروغي او له امله یې مړینه کمه شي

د عکس سرچینه، Getty Images
له ملاریا وژونکي ناروغۍ د افریقايي ماشومانو د ژغورنې لپاره د یوې نوې څېړنې پایلې ښيي چې ښايي د دې ناروغۍ او له امله د مړینې کچه تر ۷۰ سلنې کمه شي.
په لندن کې څېړونکي وايي چې د ملاریا تر ټولو ناوړه موسم وړاندې واکسین او درملو ډېرې د پام وړپایلې لرلي دي.
په څېړنه کې په بورکینافاسو او مالي کې له ۱۷ کلونو د کم عمر ۶۰۰۰ ماشومانو درملنه شوې ده.
په کال کې د ملاریا له امله د مړینې ۴۰۰ زره پېښو کې اکثره یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي. او د افریقا د لویې صحرا په سویل کې په ډېرو سیمو کې دا ناروغي لا هم تر ټولو لویه روغتیايي مسله ده.
د دې څېړنې پایلې د انګلستان طبي ژورنال NEW ENGLAND JOURNAL OF MEDICAL خپرې کړي. د څېړنې پرمهال ماشومانو ته د ملاریا هغه واکسین ورکړل شوی چې اوس کارول کیږي خو تر څنګ د ملاریا ضد درمل هم ورکړل شوي. دا تجربه د ملاریا په تر ټولو سخت موسم کې شوې ده چې غالبا باراني موسم دی.
د څېړن ډلې غړی پروفیسر براین ګرینووډ وايي دې تجربې له هغې هم ښې پایلې لرلې چې دوی یې تمه لرله. دی زیاتوي د تجربې پرمهال په دواړو هېوادونو کې روغتون ته د ناروغانو ورتګ کم وو او د مړینې کچه هم ټیټه وه او دا "هغه څه وو چې موږ یې په رښتیا هم تمه نه لرله. "
څېړونکي وايي د ملاریا ناروغانو دا ډول درملنه په افریقايی ساحل کې ښايي د ملیونونو کسانو زوند وژغوري.
تر څېړنې لاندې ماشومانو په ډله چې د ملاریا واکسین او درمل ورکړل شوي وو ۶۲۴ تنه پر دې ناروغۍ اخته شوي وو، ۱۱ تنه روغتون ته وړل شوي وو او درې تنه مړه شوي وو، خو په همدې شمېر د ماشومانو بله ډله چې یوازې درمل ورکړل شوي وو، ۱۶۶۱ تنه ناروغان شوي وو، ۳۷ تنه روغتون ته وړل شوي وو او ۱۱ تنه مړه شوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د نړیوال روغتیايي سازمان د ملاریا نړیوال پروګرام مشر ډاکټر پېډرو الانسو ویلي د ملاریا واکسین په کارولو سره په افریقا کې د ملاریا ناروغۍ او له امله یې د مړینې د مخنیوي لپاره د دې نوښت هرکلی کوي.
د روان پروګرام لړ کې دا واکسین په ګانا، کینیا او ملاوي کې ۷۴۰ زره ماشومانو ته ورکړل شوی دی. په مالي کې بیا چارواکو ویلي د نړیوال روغتیايی سازمان له خوا په کړنلارو کې د چټک بدلون تمه لري چې له مخې یې وکولی شي د دې درملنې نه ګټه واخلي.
څېړونکي ویلي په نوي بڼه د ملاریا ناروغۍ د درملنې منفي اغیزې یې نه دي موندلي . دوی ویلي هغه ماشومان چې دې څېړنه کې شامل دي تر پنځه کلنۍ به واکسین، درمل او یا دواړه ورکول کیږي، د همدې په رڼا کې دوی تمه لري چې د دې څېړنې نورې پایلې راتلونکی کال تر لاسه کړي.
ملاریا په افغانستان کې هم یوه له هغو ناروغیو ده چې د پام وړ شمېر پرې اخته کیږي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په ۲۰۲۰ کال ۱۵۰ زره تنه پر دې ناروغۍ اخته شوي وو، خو د تېرو کلونو پر تله چارواکو ویلي افغانستان کې د دې ناروغۍ کچه کمه شوي ده.
د دوی په وینا په ۲۰۲۰ کال کې د ملاریا ناروغۍ پېښې له پنځه سلنې دوه سلنې ته کمې شوي دي او د رسمي شمېرو له مخې له ۲۰۱۹ کال راهیسې د دې ناروغۍ له امله څوک نه دي مړه شوي.









