د ملاریا نوی واکسین: ساینسپوهان یې لوی پرمختګ بولي

ملاریا

د عکس سرچینه، Getty Images

د بریتانیا اکسفورډ پوهنتون ماهرینو یوې ډلې چې د ملاریا واکسین یې چمتو کړي وايي، ثابته شوې چې واکسین ۷۷ سلنه اغېزمن دي او د ناروغۍ مخنیوي لړ کې خورا مهم پرمختګ کېدای شي.

ملریا د افریقا په ساراي سیمو کې هر کال تر ۴۰۰ زره پورې کسان وژني چې ډېری یې ماشومان دي.

که څه هم له کلونو راهیسې د ملاریا مخنیوي لپاره څو ډوله واکسین ازمویل شوي، خو د ا یې لومړني هغه دي چې ټاکل شوي هدف ته رسېدلي دي.

څېړونکي وايي، کېدای شي دا واکسین د عامې روغتیا برخه کې خورا اغېزمن ثابت شي.

په بورکینافاسو کې پر ۴۵۰ ماشومانو له ازمویل کېدو وروسته ثابته شوه، چې دا واکسین خوندي دي او له ۱۲ میاشتې څار وروسته یې 'د لوړ کچ ګټورتیا ' ولیدل شوه.

واکسین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ګهانا کې د دې واکسین په څېر مخکې هم د ملاریا واکسینونه ورکړل شوي

په پام کې ده چې له دې وروسته به د څلورو افریقايي هېوادونو پر نژدې ۵۰۰۰ داسې ماشومانو واکسین وازمویل شي چې عمرونه یې د پنځو میاشتو او دریو کلونو تر منځ دي، چې پایلې تایید شي.

ملاریا یوه وژونکې ناروغي ده، چې مخنیوی او درملنه یې شوني دي او د میاشتو چیچلو له کبله د پارازټ له لارې د انسانانو بدن ته ننوځي.

د روغتیا نړیوال سازمان د اټکل له مخې وايي، ۲۰۱۹ کال کې په ټوله نړۍ کې ۲۲۹ میلیونه کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي، چې ۴۰۹ زره یې له همدې کبله مړه شوي دي.

ملاریا معمولاً له سر درد، سړې یا تودې تبې سره پیلېږي او که درملنه یې و نه شي، کېدای شي ډېر ژر پر سخته ناروغي بدله شي او ان د مړینې لامل کېدای شي.

د اکسفورډ پوهنتون واکسینالوژۍ څانګې پروفیسر ادریان هیل چې دغه څېړنه یې لیکلې وايي، د ده له نظره دا لومړنی واکسین دی چې د روغتیا نړیوال سازمان له لوري ټاکل شوي ۷۷ سلنې اغېزمنتیا هدف ته رسېدلی دی.

له دې مخکې ډېری واکسین چې پر افریقايي ماشومانو یې درملنه شوې، تر ۵۵ سلنې اغېزمنتیا پورې رسېدلي دي.

پروفیسر هیل وايي، د دغه واکسین ازموینه ۲۰۱۹ کال کې د کورونا وېروس له خپرېدو ډېر مخکې پیل شوې وه او په دې موده کې اکسفورډ ماهرینو 'له استرازینیکا سره ' د کورونا مخنیوي واکسین هم تولید کړل.

د نوموړي په وینا ملاریا واکسین اغېزمنتیا معلومول ځکه د کورونا ضد واکسین پرتله ډېر وخت غواړي، چې په خبره یې د کورونا وېروس نژدې ۱۲ ژوڼکو پرتله مالاریا وېروس زرګونه ژوڼکې لري او له دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره انساني بدن خورا پیاوړي دفاعي نظام ته اړتیا لري.