ملريا ښایي د انسان د بدن بوی بدل کړي

د عکس سرچینه، science photo library
په امریکا کې یوه څېړنه ښیي چې هغه کسان چې په ملریا اخته وي ښایي د بدن بوی یې بدل شي.
ساینس پوهانو د اوس لپاره پر موږکانو یو لړ تجربې ترسره کړي دي.
دوی هغه موږکان چې د ملریا ناروغي یې درلوده، او هغه چې له دې ناروغۍ پاک وو، د ۴۵ ورځو لپاره تر څېړلو لاندې نیولي وو.
په پای کې څرګنده شوه چې په ملریا د اخته موږکانو د بدن بوی بدل شوی دی.
ساینس پوهان اوس هوډ لري چې پر انسانانو هم ورته تجربې ترسره کړي، او وګوري چې ایا دا ناروغي په انسانانو کې هم ورته بدلون راولي او که نه.
د څېړنې په ترڅ کې دا هم ولیدل شول چې هغو موږکانو، چې په ملریا اخته وو، ډېر میاشي یا مګس ځانته را جذبول.
د ملریا پراسایټ پېچلې ژوند لري، چې پر څو پړاوونو ویشل شوی.
دوی د انسانانو او میاشو په بدن کې وده کوي.
ساینس پوهان وایي دغه پراسایټ د خپل ژوند د اوږدولو لپاره د کوربه، یعنی د انسان یا د میاشي د بدن بوی ور بدلوي.
د څېړونکې ډلې یو ډاکټر بي بي سي ته وویل چې دا پایلې ښایي د ملریا په مخنیوي کې مرسته وکړي.
ځیني وخت خلک په ملریا اخته وي خو لا یې په بدن کې د دې ناروغۍ نښې نښانۍ نه وي را ښکاره شوې.
د بېلګې په توګه ویلی شو چې تبه یې نه کېږي.
خو که ثابته شي چې د ملریا پراسایټ د انسانانو د بدن بوی هم بدلوي نو پر وخت تشخیص او درملنه به یې اسانه شي.








