د عامې روغتیا وزارت: له تېر کال راهیسې د ملاریا له کبله افغانستان کې څوک نه دي مړه شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ابراهیم ساپی
- دنده, بي بي سي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي له ۲۰۱۹ کال راهیسې په دغه هېواد کې د ملاریا ناروغۍ له امله څوک نه دي مړه شوي.
د چارواکو په وینا په افغانستان کې د ملاریا ناروغۍ پېښې له پنځه سلنې دوه سلنې ته کمې شوې، خو له دې سره سره تېر کال په دغه هېواد کې په ملاریا د ۱۵۰ زره کسانو د اخته کېدو پېښې ثبت شوي دي.
له ملاریا ناروغۍ سره د مبارزې د نړیوالې ورځې (اپریل ۲۵) په موخه د روغتیا نړیوال سازمان سږنی شعار" له ملاریا پرته نړۍ" غوره شوی دی.
دغه سازمان ویلي سږ کال په دې ورځو کې د هغو هېوادونو په تړاو چې د ملاریا ناروغي په کې ختمېدو ته ورنږدې شوې جشن نمانځي.
په افغانستان کې هم روغتیايي مسولان وايي په دې هېواد کې پر دغه وژونکی ناروغۍ د اخته کسانو شمېر مخ په کمېدو دی.

د عکس سرچینه، Science Photo Library
د عامې روغتیا وزارت د ملاریا کنټرول د پروګرام مسول محمد نعیم حبیب وايي، په افغانستان کې په ملاریا د اخته کسانو ۹۱ سلنه پېښې په ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې ثبتې شوې دي.
په افغانستان کې هر کال د هوا له ګرمېدو سره ناروغۍ لېږدونکي حشرات هم پیدا کېږي چې د ملاریا ماشي هم په کې شامل دي.
ملاریا معمولاً له سر درد، سړې یا تودې تبې سره پیلېږي او که درملنه یې و نه شي د مړینې لامل هم کېدای شي.
د روغتیا نړیوال سازمان د موندنو له مخې په ۲۰۱۹ کال نړۍ پر دې ناروغۍ د ۲۲۹ میلیونه کسانو د اخته کېدو شاهده وه چې له ډلې یې ۴۰۹ زره د ملاریا له امله مړه شوي دي.









