ګامبیا کې د څلورو ماشومانو له مړیني وروسته هند کې د ټوخي شربت تولید بند شو

د عکس سرچینه، Getty Images
هند کې روغتیايي چارواکو وروسته له هغې د ټوخي شربت د تولید بندولو امر کړی چې له امله یې ګامبیا کې څلور ماشومان مړه شوي وو.
هند کې د درملو تنظیموونکو موندلې چې مایدین په نامه درمل جوړوونکي شرکت "د خپل تولید او ازمایښت فعالیتونو په اوږدو کې" قوانین مات کړي و.
روغتیا نړیوال سازمان هم د مایدین ټوخي څلورو شربتونو په اړه نړیوال خبرداری خپور کوی و چې د نږدې ۷۰ ماشومانو د مړینې لامل شوی وو.
اوس هند او او ګمبیا کې په دې اړه څېړنې روانې دي.
د درملو تنظیموونکو ویلي چې په نوي ډیلي کې یې د دغه شرکت ټول تولیدي فعالیتونه وروسته له هغې وځنډول چې وموندل شوه د خوندیتوب له یو شمېر قوانینو یې سر غړولی و.
دوی زیاته کړې چې " دا پرېکړه د څېړنو پر مهال د سرغړونو پر وړاندې د جدیت او د تولید شویو درملو کیفیت، خوندیتوب او اغېزمنتیا ته د احتمالي ګواښ په پام کې نیولو سره وه."
مایدین شرکت تر دې مهاله په دې اړه د بي بي سي پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

د عکس سرچینه، Getty Images
تېره اوونۍ یې ویلي و چې" د مړینې په اړه د رسنیو د رپوټونو له اوریدو حیران شوي یو او د دغې پېښې په اړه ډېر خواشیني یو."
روغتیا نړیوال سازمان چارواکو ویلي و چې دا شربت دغه هندي شرکت چمتو کړي دي او د خوندیتوب په هکله یې هېڅ تضمین نه دی ورکړی.
ډبلیو ایچ او مسوولینو یې همدا راز ویلي و چې، دغه شربت د پښتورګو له سخت ټپي کېدو او د ماشومانو له ۶۶ مړینو سره اړیکه لري.
دغه سازمان خبرداری ورکړی و چې د یاد شرکت حصولات "ښايي د غیر رسمي بازارونو له لارې له ګامبیا سربېره نورو هېوادونو او سمیو ته توزیع شوي وي."
د روغتیا نړیوال سازمان دغه درمل د''Promethazine Oral Solution, Kofexmalin Baby Cough Syrup, Makoff Baby Cough Syrup and Magrip N Cold Syrup''په نومونو یاد کړي دي.
ګمبیا کې پولیسو د ماشومانو د مړینې وروسته پلټنې روانې کړي دي او ګمبیایان د عدالت غوښتنه کوي.
د ګمبیا ولسمشر اډاما بارو ویلي چې چارواکي به په څېړنو کې " هیڅ ډول نیمګړتیا پرېنږدي."
په یوه لومړني رپوټ کې چې د سه شنبې پر ورځ خپور شو د ګمبیا پولیسو ویلي و چې د ټوخي شربت د یوې امریکايي کمپنۍ له خوا لویدیځ افریقايي هېوادونو ته لېږدول شوي و.
رپوټ کې دا هم ویل شوي و چې د بې کیفیته شربتونو د پنځوس زره بوتلونو لویه برخه چې هېواد ته لېږدول شوي وه اوس نیول شوي دي.









