د اسرائيلو پوځ د خپل سرتېري له وژل کېدو وروسته پر لبنان بريدونه کړي

د عکس سرچینه، AFP
پر لبنان وروسته له هغه اسرائيلو بريدونه وکړل چې د دغه هېواد يو پوځي د حزب الله په ډزو کې ووژل شو.
د لبنان د دولتي رسنيو او امنيتي سرچينو په وينا، د دغه هېواد په جنوب کې د صوانه په ښار کې يوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي دي.
يو کس چې حزب الله يې خپل جنګيالی بولي هم په دې بريدونو کې وژل شوی دی.
د اسرائيلو پوځ ويلي چې په شمالي ښار صفد کې د دوی پر يوې اډې د راکټي بريد په ځواب کې يې د حزب الله پر تاسيساتو بريدونه کړي دي.
تېر کال اکتوبر مياشت کې د اسرائيلو او فلسطينۍ ډلې حماس تر منځ د جګړې له پيل راهيسې د حزب الله وسله وال نژدې هره ورځ پر اسرائيلي ځواکونو ډزې کوي چې دغو شخړو په سیمه کې د پراخې جګړې د رامنځ ته کېدو اندېښنه هم ټوکولې ده.
چارشنبې سهار د لبنان له پولې ۱۴ کيلومتره لېرې د اسرائیلو په شمال کې راکټي بريدونه وشول چې د اسرائیلي رسنيو په وينا يو پوځي په کې وژل شوی او اووه تنه نور ټپيان دي.
د لبنان حزب الله بيا وروسته ادعا وکړه چې د "دښمن پر يوه بوسته" يې بريد کړی او وايي د يې د غزې د خلکو په ملاتړ کړی دی.
اسرائيلو بيا ځوابي بريدونه وکړل چې په وينا يې، "پوځي ودانۍ، د عملياتو د کنټرول خونې او ترهګريز بنسټونه" يې په نښه کړي دي.
د لبنان ملي خبري اژانس وايي، د صوانه سيمې په بريد کې د رواع الحمد په نامه يوه سوريايۍ مېرمن او د هغې دوه زامن، ۱۳ کلن حسن محسن او دوه کلن امير محسن وژل شوي دي.
دغه خبري اژانس په عدشيت سيمه کې د يوه کس او ۱۰ نورو د ټپي کېدو خبر هم ورکړی دی. دوی وايي وژل شوی کس د حزب الله جنګيالی و. حزب الله هم پر ټېلېګرام د خپل غړي وژل کېدل تائيد کړي دي.











