اسرائیل د ۲۰۰ زره فلسطیني کارګرو پر ځای د اسیايي کارګرو ګومارلو پلان لري

د رام الله او القدس ښارونو ترمنځ د اسرائیلو موانع د قلندیا د پوځي کرښې په شان دي، تېره میاشت چې هلته فلسطیني کارګر وو، اوس یې هېڅ څرګ نه لګېږي.
قلندیا موانعو کې به هره ورځ له لوېدیځې تراډې نه اسرائیلو ته د فلسطیني کارګرو له غورېږه ډک وو، خو اوس خبره برعکس شوې او هېڅوک هلته نه لیدل کېږي.
اسرائیلي چارواکو له جګړې وروسته د کارګرو د جواز کارونه ودرول.
"نه زغمل کېدونکی وضعیت دی"
فلسطینی کمال کراجه لرګي ماتوي او پلوري یې، په همدې خپلۍ کورنۍ ته ډوډۍ ګټي، ځکه چې اسرائیلو کې یې له تېرو څلورو میاشتو راهیسې د ودانیزو چارو کار درول شوی دی.
د رام الله ښار په دیر بزیع مېنه کې د کمال کور ته ورغلم، راته کړل یې چې د میاشتنۍ سپما پیسې یې خوړلې دي، چې نژدې ۳۵۰۰ ډالره کېدې. دا پیسې یې د زرغونې کرښې د ننه کار په زحمت ګټلې وې.

کمال د خپلو ورځنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره خپل ګاډی هم خرڅ کړ، ده د خپلو سلګونه نورو هغو ګاریګرو کړاو راته بیان کړ چې مخکې یې اسرائیلو کې مزدوري کوله او اوس په کور ناست دي.
"د خدای شکر دی لا تر اوسه مو لاس او پښه چلېږي او خپل خواړه او اوبه پخپله برابرولی شو، ځینې وخت په پور سودا اخلم، خپلوان زما په ناوړه وضعیت ښه خبر دي، ډېر ګران او نه زغمل کېدونکی وضعیت دی، تر یوې میاشتې هم په دې وضعیت کې چلېدل نور راته ګران دي".
کمال هیله لري چې اسرائیلي چارواکي له خپلو امنیتي اجراتو شا ته شي او دی اسرائیلو کې خپل کار ته ستون شي، دی له فلسطیني چارواکو هم غواړي چې د جګړې له پیل راهیسې د کارګرو فلسطینیانو سربېره نورو زیانمنو خلکو ته یو بدیل ومومي.
"د فلسطیني کارګرو پر ځای بهرني کارګر "

د اسرائیلو د ملکي څارنې حکومتي مرکز د کال له پیله یو پلان جوړ کړی د هغو ۲۰۰ زره فلسطیني کارګرو پر ځای چې اسرائیلو کې یې کار کاوه، له نورو هېوادونو ګارګر راولي او پر فلسطیني کارګرو د تل لپاره کار ودروي.
دا پلان د اسرائیلو د مالیې، کار او کورنیو چارو وزارتونو په همکارۍ جوړ شوی چې غواړي له جګړې وروسته له چین، هند او شري لنکا نه کارګر وګوماري.
فلسطیني کارګرو ته په میاشت کې ټول ټال ۴۱۷ میلیون ډالره مزدوري ورکول کېده، خو له دغو هېوادونو سره نوې هوکړه ضروري ده چې اوس په دیپلوماتیکه کچه پرې خبرې شوې دي.
د اسرائیلو د مالیې وزارت دا پلان تایید کړی او د اسرائیلو په کنیست (پارلمان) کې یې د رایو لپاره وړاندې کېدو ته په تمه دی.
"د کار د بازار ویجاړېدو خبرداری"

فلسطیني حکومت د اسرائيلو دا ګام د "کارګرو په حق کې د امنیتي تېروتنې" په توګه یاد کړی او د کار وزارت وايي د فلسطین د کار بازار د جګړې په میاشتو کې نژدې ۵۰۰ زره فرصتونه له لاسه ورکړي په دې معنا چې په زرغونه کرښه کې د ننه د کارګرو د کار په ختمېدو سره یې درېیمه برخه کاري ځواک دندې له لاسه ورکړې دي.
خو ټینګار یې دا دی چې فلسطیني حکومت زیانمنو شویو کارګرو ته د کار بدیل چمتو کولو توان نه لري.
په رام الله کې د فلسطین د کار وزیر نصري ابو جیش وویل: "د دندو رامنځ ته کول قوي اقتصاد ته اړتیا لري او موږ د جګړې له پیل راهیسې د څپ څپانده اقتصادي حالت له کبله له لویو ستونزو سره مخامخ یو او اسرائیل ددې ټولو مسؤل دی".
فلسطیني رسمي شمېرې ښيي چې د فلسطیني کارګرې طبقې منځ کې د بې روزګارۍ کچه له ۴۷ سلنې لوړه شوې ده، چې په غزه تراډه او اسرائیلو کې د جګړې د دوام په صورت کې به وضعیت چاود ته نژدې شي.











