کرېکټ اېمرجېنګ اسیا کپ: افغانستان له سختې سیالۍ وروسته بنګله دېش ته په څلورو وېکټو ماتې ورکړه

د عکس سرچینه، afghanistan cricket board
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي
د ایمرجینګ کرېکټ لوبډلو اسیا جام سیالیو په لړ کې د افغانستان ابدالیانو لوبډلې له یوې خورا سختې سیالۍ وروسته بنګله دېش الف لوبډلې ته په څلورو وېکټو ماتې ورکړه.
د افغانستان ابدالیان په بریا کې تر ټولو مهم رول صدیق الله اتل ولوباوه، چې خورا په زړه پورې لوبه یې وکړه، ۹۵ منډې یې وکړې او ناسوځېدلی پاتې شو.
نوموړي پنځه شپږیزي او نهه څلوریزې ووهلې. صدیق الله اتل د نن لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو. نوموړي وویل، له پیله یې په ذهن کې د لوبې په هکله څرګند پروګرام درلود.
افغان ابدالیانو لوبډلې له دې مخکې شري لنکا ته هم ماتې ورکړې وه، اوس د خپل ګروپ په سر کې ځای لري.
له دې مخکې بنګله دېش د دې سیالیو په شپږمه لوبه کې بنګله دېش د افغانستان ابدالیان لوبډلې ته د ۱۶۵ منډو هدف وټاکه.
بنګله دېش لوبډلې د ټولو ۲۰ اوورونو له لوبې وروسته څلور وېکټې له لاسه ورکړې او ۱۶۴ منډې یې وکړې. د بنګله دېش له لوري پروېز حسین ایمان ۵۴، شمیم حسین ناسوځېدلی، ۳۸ او توحید هیرودوی هم ناسوځېدلی ۴۲ منډې وکړې. د افغانستان له لوري بلال سمیع، قیس احمد، کریم جنت او شرف الدین اشرف یوه – یوه وېکټه ترلاسه کړه.
نننۍ لوبه د عمان کرېکټ اکاډیمۍ په لوبغالي کې کېږي.
د دغه هدف د پوره کولو په موخه د افغانستان له لوری زبید اکبري او صدیق الله اتل لوبه پیل کړه.
د لوبې په یو اعشاریه څلور اوور کې زبید اکبري د ۱۶ منډو له جوړولو وروسته وېکټه له لاسه ورکړه او د افغانستان دویم لوبغاړی هم په داسې حال کې له لوبې بهر شو، چې د لوبډلې ټولټال منډې ایله ۲۴ ته ورسېدې.
د صدیق الله اتل او شاهدالله کمال تر منځ خورا په زړه پورې ملګرتیا وشوه او په ټولټال منډو کې د ملګرتیا له ۶۲ منډو وروسته شاهدالله کمال له ۱۹ منډو سره وسوځېد.
له دې سملاسي وروسته د لوبې په ۱۴ اوور کې د صدیق الله اتل پنځوسیزه بشپړه شوه او د افغانستان ټولټال منډې هم ۱۰۰ ته ورسېدې.

د عکس سرچینه، afghanistan cricket board
محمد اسحاق شیرزاد د لوبې په ۱۷ اوور کې د شمیم حسین په یوه توپ پسې له کریزه کافي بهر ته ووت او بولډاوټ شو.
له دې مخکې افغانستان د دې لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچوونې یا بالینګ پرېکړه وکړه.
بنګله دېش د لوبې په درېیم اوور کې لومړۍ وېکټه هغه مهال له لاسه ورکړه، چې ذیشان عالم د څلورو منډو له جوړولو وروسته د بلال سمیع په توپ وسوځېد. دا هغه مهال و، چې بنګله دېش الف لوبډلې د درې اوورونو له لوبې وروسته ۲۱ منډې کړې وې.
د لوبې په اووه اعشاریه دوه اوور کې د بنګله دېش پروېز حسین ایمان له ۲۶ توپونو نیمه لسیزه بشپړه کړه او له دې سره یې د بنګله دېش الف لوبډلې ټولټال منډې ۶۷ ته ورسولې.
په لسم اوور کې بنګله دېش دویمه وېکټه هغه مهال له لاسه ورکړه، چې د قیس احمد په توپ شرف الدین اشرف پروېز حسین ایمان کېچ اوټ کړ. پروېز حسین ۵۴ منډې وکړې.
د بنګله دېش له لوري پروېز حسین ایمان ۵۴، شمیم حسین ناسوځېدلی، ۳۸ او توحید هیرودوی هم ناسوځېدلی ۴۲ منډې وکړې. د افغانستان له لوري بیا بلال سمیع، قیس احمد، کریم جنت او شرف الدین اشرف یوه – یوه وېکټه ترلاسه کړه.
د افغان لوبډلې لومړۍ لوبه د جمعې په ورځ له شري لنکا سره وه ، چې د ۱۱ منډو په توپیر یې ګټلي وه.
ايمرجينګ اسیا کپ سیالۍ تېره جمعه پیل شوې او د روانې اکتوبر میاشتې تر ۲۷مې دوام کوي. په دې سیالیو کې د افغانستان ترڅنګ د هند، پاکستان، شري لنکا، بنګله دېش، هانګ کانګ، نیپال، عمان او متحدو عرب اماراتو لوبډلې ګډون لري.








