کابل ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سفر: ایران او طالبان څه سره نژدې کړي؟

کابل

د عکس سرچینه، د طالبانو حکومت ریاست الوزرا دفتر

د عکس تشریح، د طالبانوحکومت یوه ویاند وویل، د حکومت لومړی وزیر یې ملا محمد حسن اخند د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره ایران کې د افغان کډوالو پر ستونزو غږېدلی.
    • Author, سید عبد الله نظامي
    • دنده, بي بي سي

چارواکو ویلي د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي کابل ته په سفر کې له طالب چارواکو سره د هلمند د اوبو او د افغان کډوالو بېرته ستنولو په ګډون پر څو موضوعاتو غږېدلی.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې کابل ته د ایران د لوړپوړي چارواکي په توګه دا د یوه جګپوړي ایراني چارواکي لومړنی سفر دی. عباس عراقچي د طالبانو حکومت له چارواکو سره د هلمند د اوبو، کډوالو او سوداګرۍ په برخو کې پر همکاریو غږېدلی.

د طالبانو حکومت وايي، ښاغلي عراقچي د طالبانو له رئیس الوزرا او بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنو کې د همکاريو په ډېرولو هم خبرې کړې.

د طالبانو د حکومت سوداګرۍ وزارت ویلي چې دوی ورسره د ترانسپورتي او ترانزيټي لګښتونو پر کمولو او په افغانستان کې د ایران پر پانګونو خبرې شوي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د بهرنیو چارو دواړو وزیرانو، امیرخان متقي او عباس عراقچي د افغانستان او ایران اړیکي نوي پړاو ته ننوتونکې بللې او د امیرخان متقي له قوله وايي "له ایرانه يې غوښتي چې د ديپلوماتیکواړیکو سطحه لوړه کړي".

د دغه وزارت ویناپاڼه کې راغلي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر د هلمند د اوبو په اړه ویلي "دا موضوع باید د دواړو هېوادونو ترمنځ په همکارۍ بدله شي او په دې اړه باید دواړه لوري تخنيکي همکارۍ وکړي".

وینا پاڼه کې د امیر خان متقي له قوله ویل شوي "د هلمند د اوبو موضوع له اقليمي بدلون سره تړلې چې اغېزو یې د افغانستان په ګډون ټوله سیمه ځپلې".

ښاغلي متقي د ایران د بهرنیو چارو وزیر نه له ایرانه د را ایستل کېدونکو افغانانو په اړه هم د همکارۍ غوښتنه کړې.

د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت اعلامیې د ښاغلي عراقچي له قوله لیکلي "ایران په افغانستان کې د مداخلې نیت نه لري، خو د هلمند د اوبو او د کډوالو د ستونزو د تفاهم له لارې حل غواړي."

کابل

د عکس سرچینه، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت

د عکس تشریح، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي کابل کې له خپل ایراني سیال سره

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، د طالبانو حکومت لومړي وزیر ملا محمد حسن آخوند د افغان کډوالو په برخه کې له ایرانه د همکارۍ غوښتنه کړې.

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت هم ویلي چې د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نورالدین عزیزي د ښاغلي عراقچي په مشرۍ پلاوي سره په کتنه کې له چابهار بندره د پراخې ګټې اخیستنې خبرې کړي او ایران ته د افغانستان د صادراتو پر ډېرېدو غږېدلي.

پر دې سربېره دواړو لورو د ترانسپورتي او ترانزيټي لګښتونو په کمولو او په افغانستان کې د ایران د پانګونې په ډېرېدو بحثونه شوي.

د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګري هم په دې وروستیو کې ډېره شوې. چارواکو ویلي په تېر ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې له ایرانه افغانستان ته د صادراتو کچه د وړم کال پرتله د پینځه اتیا سلنې په ډېرېدو له درې میلیاردو ډالرو اوښتې وه.

د ایران حکومت د خواف هرات رېل‌لارې بشپړولو هڅه هم کوي چې دا به افغان سوداګرو ته شونې کړي چې خپل توکي د ایران د اورګاډي شبکې له لارې ترکيې او له هغه ځايه اروپا ته ورسوي.

له ایران سره د افغانستان د کړکېچ ټکي

ایران او افغانستان د اوبو پر سر له ډېرې پخوا مودې جنجال درلود. په ۱۹۵۰ زېږدیز کال کې هغه مهال چې افغانستان د هلمند پر سیند دوه بندونه جوړ کړل ایران سخت غبرګون وښود. په ۱۹۷۳ کال کې د افغانستان او ایران حکومتونو د هلمند له اوبو د کار اخیستنې تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې د هغو اوبو کلنۍ اندازه چې ایران ته بهیږي ټاکلې ده. په دغه تړون کې چې د دواړو هېوادونو د وخت د لومړيو وزیرانو موسی شفیق او امیر عباس هویدا له خوا لاسلیک شوی، ټاکل شوې چې هر کال به له هلمند سېند نه ۸۲۰ میلیونه متر مکعب اوبه ایران ته ونډه ورکول کېږي. خو د هلمند له سینده د ایران ونډه په وروستیو لسیزو کې د افغانستان او ایران ترمنځ یوه جنجالي او حساسه موضوع اوښتې .

هر کله چې افغان حکومت د سرحدي اوبو د مدیریت لپاره ګام اخلي ، ایران د اعتراض غږ پورته کړی دی لکه د ایران د بهرنیو چارو د پخواني وزیر جواد ظریف دغه څرګندونې، چې ایران کې له یوه سیمه ییز تلویزون خپرې شوې دي: "د هلمند د ستونزې د حل لپاره یو کړنلاره شته، موږ د هلمند په اړه یو تړون لرو چې افغانان مکلف دي هر کال له هلمند نه یوه مشخصه اندازه اوبه ایران ته ورکړي، دا تړون باید پلی شي . سېلابونه باید پدې تړون کې شامل نه وي. موږ باور لرو چې اوس به له دې څخه زیاتې اوبه ایران ته ننوځي، خو هغه سېلابونه دي. زه به دا چارې تعقیب کړم. موږ د هریرود په اړه داسې موافقه نه لرو. موږ له ترکمنستان او افغانستان سره یوې هوکړې ته د رسېدو په لټه کې یو، خبرې او بحثونه دي، چې موږ دې حل لارې ته رسوي خو ممکن وخت ونیسي".

له لویه سره که ایران دا مهال د طالبانو له حکومت سره د ټینګې ملګرتیا دعوه کوي بیا یې هم د اوبو پر سر طالبانو ته تر دې بریده خبرداری ورکړی و که د اوبو مسله حل نه د ایران او طالبانو پر اړیکو به منفي اغېز ولري.

د ایران د بهرنیو چارو پخواني وزیر امیر عبداللهیان د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر ته پر ټلیفون ویلي وو" که د حقابې مسله ژر حل نشي پر اړیکو به ناوړه پایلې پرېباسي."

کډوال

د ایراني چارواکو د شمېرو له مخې ایران کې څلور نیم میلیونه افغان کډوال مېشت دي.

د افغانانو د بې کورۍ او کډوالۍ لړۍ له ۱۹۷۹ کاله را روانه ده او په داسې حال کې چې ډېر يې بېرته ستانه هم شول خو لا هم نژدې دوه نيم میلیونه افغانان په سیمه په تېره بیا ایران او پاکستان کې د کډوالو په توګه ثبت دي او درې نیم ميلیونه نور هم په کور دننه د جنګ جګړو له لاسه بې ځایه دي.

هرات

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د طالبانو حکومت وايي هره ورځ ګڼ افغان کډوال د ایراني ځواکونو له لوري افغانستان ته اړول کېږي

د ایراني چارواکو د شمېرو له مخې ایران کې څلور نیم میلیونه افغان کډوال مېشت دي.

د افغانانو د بې کورۍ او کډوالۍ لړۍ له ۱۹۷۹ کاله را روانه ده او په داسې حال کې چې ډېر يې بېرته ستانه هم شول خو لا هم نژدې دوه نيم میلیونه افغانان په سیمه په تېره بیا ایران او پاکستان کې د کډوالو په توګه ثبت دي او درې نیم ميلیونه نور هم په کور دننه د جنګ جګړو له لاسه بې ځایه دي.

له تېرو ډېرو کلونو راهیسې د بشري حقونو ادارې ایراني چارواکي له افغان کډوالو سره په ناوړه چلند تورنوي. د پولیسو له لوري د ربړونو، پر پوله ځای ځای د وژنو او د ایراني محکمو له لوري د ځینو افغانانو پر خپلسرو اعدامونو سختې نیوکې کېږي.

له ایران سره پر پوله د طالبانو حکومت پوله ساتو ویلي، هر ورځ سلګونه افغانان له ایرانه افغان خاورې ته اړول کېږي، چې ډېر ورسره د شوي ناوړه چلن نکل کوي.

له افغانستان سره پر پوله دېوال

د روانې (جنورۍ) میاشتې د ایران د پلو ځواکونو کیومرث حيدري وویل "له افغانستان سره پر پوله د ۵۰ کیلومتره دېوال جوړولو کار بشپړ شوی دی".

کیومرث ویلي دې کال کې به د ۱۰۰ کیلومتره سرحدي دېوال جوړول چي د ایران چارواکي یې د شمال ختیځو پولو بندول بولي، بشپړ شي.

هغه ویلي د ایران او افغانستان پر پوله به د ۳۰۰ کیلومتره دېوال جوړول درې کاله موده کې سرته رسیږي بشپړېدا به یې په ایران کي د امنیت د ټینګښت لپاره مهم ګام وي.

د دېوال او پر کرښه د پوځي بنسټونو جوړولو پر سر ډېره کله د افغان پوله ساتو ځواکونو ترمنځ ناندرۍ تر شخړو هم رسېدلي.

نیمروز

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د طالبانو حکومت او ایراني ځواکونو ترمنځ پر پوله څو وارې د شخړو رپوټونه ورکړل شوي

د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې د اسلام کلا د سرحدي ښارګوټي دوغارون بندر سیمه کې د طالبانو حکومت د پوله ساتو ځواکونو او ایراني ځواکونو ترمنځ هله جګړه ونښته چې ایراني اړخ غوښتل هلته یو سړک جوړ کړي. د طالبانو حکومت ویلي وو، ایرانیان افغان خاورې ته اوښتي وو او دوی یې مخه نیولې. تر دې پېښې څو اونۍ وړاندې په نیمروز کې هم د طالبانو او ایراني پوله ساتو ترمنځ درنه جګړه شوې وه.

له طالبانو سره زړې دوښمنۍ

د طالبانو له پخواني حکومت سره د ایران کړکېچ نژدې و یوې لویې جګړې ته ورسیږي، هغه وخت چې ایران ویلي وو د افغانستان شمال کې طالبانو په یوه برید کې ۸ ایراني ديپلوماټان او یو ایرانی خبریال وژلي دي.

د ۱۹۹۸ په اګسټ کې ایران وویل "طالبانو په مزارشریف د دوی پر کونسلۍ برید کې یو ایرانی خبریال او اته دیپلوماټان وژلي" له دې پېښې وروسته ایران افغان پولې ته لوی شمېر پوځيان ولېږل او پر افغانستان یې د برید ګواښ وکړ.

هغه مهال د طالبانو بنسټګر مشر ملا محمد عمر له بي بي سي سره یوه مرکه کې ویلي وو "زه نه وایم چې دوی به څه ونه کړي خو نو بیا به اینده او سرنوشت د ایران څنګه وي، نو چې وس مې ورسېږي والله که تر اصفهانه دوی له ماسه ګزاره وکړي."

د طالبانو او ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ فکر او مذهبي اختلاف هم ایراني او طالب چارواکي په ډېرو مسلو کې مخالفت ته کېنوي. په دې وروستیو کې د طالبانو د اطلاعاتو او کولتور وزارت له ایرانه افغانستان ته پر ور وړل کېدونکو کتابونو د ټینګ څار امر وکړ.

په هرات کې څار ډلو ویلي وو "هغه کتابونه چې زموږ مذهب او ارزښتونو سره په ټکر کې دي بېرته ایران ته اړول کېږي".

خو له دې ټولو مخالفتونو سره سره بیا هم د طالبانو حکومت او د ایران اسلامي جمهوریت دا مهال د نژدې ملګرتیا انځور ښيي.

د ۲۰۲۳ کال په فبرورۍ کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وویل ایران افغانستان سفارت طالبانو ته سپارلی او د هغوی یو ديپلومات یې منلی.

د طالبانو حکومت چارواکي پرلپسې ایران ته سفرونه کوي او وخت ناوخت کابل کې د ایران ځانګړی استازی له طالب مشرانو سره ګوري.

ایران د اسلامي دولت نومې ډلې "داعش" ځپلو کې د طالبانو حکومت ګامونه ستايي.

د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو په برخه کې د ګډې همکارۍ خبرې کوي.

شنونکي د ایران او طالبانو نژدېوالی په څو ګډو ټکو کې رانغاړي:

له امریکا سره دوه لسیزو جګړو طالبان ایران ته نژدې کړل او لا هم سره نژدې دي، داسې چې امریکا او طالبانو د ګډ غلیم درلودو له امله خپلو کې د شخړو ډېرې کیسې هېرې کړې. د لوېدیځو هېوادونو له لوري پر ایران او طالبانو بندیزونه او ګوښه والی یو بل لامل دی چې دوی یې راشه درشې او د ګاونډیتوب وپار ته هڅولي.

له پاکستان سره د طالبانو د حکومت اړیکو ناسازه کېدو او د ډیورنډ پر کرښه د سوداګریزو مالونو اوښتو پر وړاندې د خنډونو پېښېدو د طالبانو حکومت اړ کړ چې ایران اود منځنۍ اسیا هیوادونه د بدیلو لارو په توګه وکاروي.

په اسلامي نړۍ کې د تهران او ریاض ترمنځ د اغېز او پلوالو ډېرولو سیالي هغه بل اړخ دی چې ایران یې د طالبانو ملګرتیا ته ټیټ کړی، سره له دې چې له مذهبي پلوه سني طالبان به د ایران په هغه ټلوال کې ورګډ نه شي چې په منځني ختیځ کې ایران د سعودي پر وړاندې جوړه کړې خو له ریاض سره د طالبانو پیکه اړیکو د دې لار هواره کړې چې تهران ترې ګټه وکړي.

د داعش پر وړاندې د طالبانو ځپونکي عملیات یو بل څه دي چې ایران انګیري طالبان د دوی د یوه دوښمن ځپلو پسې دي.