د اندونیزیا زلزله کې د وژل شویو شمېر ۲۶۸ ته لوړ شوی؛ لسګونه کسان لا بې درکه دي

د عکس سرچینه، Reuters
د اندونیزیا لوېدیځ جاوا ښار کې د اوړمې ورځې په زلزله کې د وژل شویو کسانو تایید شوی شمېر ۲۶۸ ته لوړ شوی دی.
چارواکو ویلي چې لږ تر لږه ۱۵۱ کسان بې درکه هم دي او مرستندویانو یې تر نړېدلو ودانیو لاندې د موندلو او ژغورلو هڅې کوي.
د رېښتر په کچه دې ۵ اعشاریه ۶ درجې زلزلې تر زرو ډېر کسان ټپي کړي هم دي.
د ځمکښوېدنو او د ودانیو نړېدو له کبله د لارو او سړکونو بندېدو د بې درکه کسانو د لټون چاره ستونزمنه کړې ده.
۱۴ کلن 'اپريزال مولیادي' د زلزلې پر مهال ښوونځي کې و او د ټولګي د چت نړېدو له کبله ایسار پاتې شوی.
دی وايي "پښې یې بندې پاتې وې" – ملګري یې زلفقار ورسره راوتلو کې مرسته کړې، خو پخپله زلفقار بیا وروسته ایسار پاتې شوی او ژوند یې بایللی دی.
اندونیزیا کې د طبیعي اپتونو پر مهال د مرستو اژانس ویلي دې زلزله کې ۲۲ زره کورونه نړېدلي او له ۵۸ زره ډېر کسان لنډمهاله سرپناو کې ځای پر ځای شوي دي.
دا زلزله دوشنبه د لوېدیځ جاوا یوه غرنۍ سیمه کې وشوه او سیانجور ښار ته نږدې ځمکښوېدنو کې بشپړ کلي تر خاورو لاندې شول.

د عکس سرچینه، Reuters
اپریزال 'اې اېف پي' خبري اژانس ته ویلي دا هر څه دومره ژر پېښ شول چې قربانیانو ته یې د ودانیو له چتونو او دېوالونو د ځان کوښه کولو موکه ور نه کړه.
د لټون او ژغورنې ملي اژانس د یوه استازي 'هېنري الفیاندي' په وینا ډېری قربانیان ماشومان دي.
دی وايي "ډېره مرګژوبله ماشومانو ته اوښتې، ځکه پر ۱ بجه دوی لا ښوونځیو کې وي."
د ماشومانو ژغورنې صندوق ویلي دې زلزله کې لږ تر لږه ۸۰ ښوونځي ویجاړ شوي.
د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویډوډ سې شنبه د ځپل شوې سیمې لیدو ته تللی و.
نوموړي هلته وویل "لارښوونه مې دا ده چې تر ویجاړیو لاندې د ایسارو قربانیانو ژغورنې ته دې تر هر څه لومړیتوب ورکړ شي."
هغه زیانمنو شویو خلکو سره د زیانونو د ازالې ژمنه هم وکړه.
اندونیزیا د "اور پر لیکه" پروت چې زلزلې پکې ډېرې کېږي.
تېرو کلونو کې هم دغه هېواد کې زلزلو او څونامي زرکونو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.
په ۲۰۱۸ کال د دغه هېواد سولاویسي ټاپو کې همداسې یوې زلزلې تر ۲۰۰۰ ډېر کسان وژلي وو.











