د اندونیزیا زلزله کې د وژل شویو شمېر ۲۶۸ ته لوړ شوی؛ لسګونه کسان لا بې درکه دي

د اندونیزیا لوېدیځ جاوا ښار کې د اوړمې ورځې په زلزله کې د وژل شویو کسانو تایید شوی شمېر ۲۶۸ ته لوړ شوی دی.

چارواکو ویلي چې لږ تر لږه ۱۵۱ کسان بې درکه هم دي او مرستندویانو یې تر نړېدلو ودانیو لاندې د موندلو او ژغورلو هڅې کوي.

د رېښتر په کچه دې ۵ اعشاریه ۶ درجې زلزلې تر زرو ډېر کسان ټپي کړي هم دي.‌

د ځمکښوېدنو او د ودانیو نړېدو له کبله د لارو او سړکونو بندېدو د بې درکه کسانو د لټون چاره ستونزمنه کړې ده.‌

۱۴ کلن 'اپريزال مولیادي' د زلزلې پر مهال ښوونځي کې و او د ټولګي د چت نړېدو له کبله ایسار پاتې شوی.

دی وايي "پښې یې بندې پاتې وې" – ملګري یې زلفقار ورسره راوتلو کې مرسته کړې، خو پخپله زلفقار بیا وروسته ایسار پاتې شوی او ژوند یې بایللی دی.

اندونیزیا کې د طبیعي اپتونو پر مهال د مرستو اژانس ویلي دې زلزله کې ۲۲ زره کورونه نړېدلي او له ۵۸ زره ډېر کسان لنډمهاله سرپناو کې ځای پر ځای شوي دي.

دا زلزله دوشنبه د لوېدیځ جاوا یوه غرنۍ سیمه کې وشوه او سیانجور ښار ته نږدې ځمکښوېدنو کې بشپړ کلي تر خاورو لاندې شول.

اپریزال 'اې اېف پي' خبري اژانس ته ویلي دا هر څه دومره ژر پېښ شول چې قربانیانو ته یې د ودانیو له چتونو او دېوالونو د ځان کوښه کولو موکه ور نه کړه.

د لټون او ژغورنې ملي اژانس د یوه استازي 'هېنري الفیاندي' په وینا ډېری قربانیان ماشومان دي.

دی وايي "ډېره مرګژوبله ماشومانو ته اوښتې، ځکه پر ۱ بجه دوی لا ښوونځیو کې وي."

د ماشومانو ژغورنې صندوق ویلي دې زلزله کې لږ تر لږه ۸۰ ښوونځي ویجاړ شوي.

د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویډوډ سې شنبه د ځپل شوې سیمې لیدو ته تللی و.

نوموړي هلته وویل "لارښوونه مې دا ده چې تر ویجاړیو لاندې د ایسارو قربانیانو ژغورنې ته دې تر هر څه لومړیتوب ورکړ شي."

هغه زیانمنو شویو خلکو سره د زیانونو د ازالې ژمنه هم وکړه.‌

اندونیزیا د "اور پر لیکه" پروت چې زلزلې پکې ډېرې کېږي.

تېرو کلونو کې هم دغه هېواد کې زلزلو او څونامي زرکونو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.

په ۲۰۱۸ کال د دغه هېواد سولاویسي ټاپو کې همداسې یوې زلزلې تر ۲۰۰۰ ډېر کسان وژلي وو.