تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اندونیزیا کې زلزلې ۹۱ کسان ووژل او سلګونه ټپیان کړل
د انډونیزیا په لومبوک ټاپو کې زلزلې ۹۱ کسان ووژل او په سلګونو نور یې ټپي کړل.
لومبوک کې نږدې یوه اونۍ وړاندې هم ۶،۴ درجې زلزله کې ۱۳ کسان وژل شوي وو.
چارواکي وايي، د اوسنۍ زلزلې کچه د ریختر په کچه اووه ده او ژوروالی یې هم لس کیلومتره دی.
په دغه زلزله کې ودانۍ زیانمنې شوې دي.
چارواکي وايي، زلزله ځپلو سیمو کې برېښنا هم پرې شوې او د تیارې له امله مرستندویه چارو کې هم له ستونزو سره مخ دي، ځکه ډېر خلک تر شنه اسمان لاندې شپه سبا کوي.
د زلزلې ټکانونه له لومبوک سره څنګلوري سیلاني سیمه بالي ټاپو کې هم احساس شوي دي.
بالي هم د سیلګري له امله مشهور دی او د نړۍ له مختلفو سیمو خلک چکر ته ورځي.
بالي کې یوه اسټرالیايي ګرځندوی مایکل لینډسي له رویټرز سره خبرو کې ویلي چې د زلزلې په پیلېدو سره خلکو له هوټل ووتل.
هغه وايي، سړکونه له خلکو ډک دي.
د اوسنۍ زلزلې له امله د څونامي خبرداری ور کول شوی، خو له څو ګړیو وروسته حالت عادي بلل شوی.
په ورته مهال چارواکو له خلکو غوښتي چې له سمندرغاړې لرې اوسي.
د هغه په خبره، د زلزلې په ټکانونو سره خلکو کې ګډوډي پیل شوه، له ودانیو بهر ووتل او اوس ماتر ډېرو سیمو کې برېښنا نشته.
د اندونیزا د بېړنیو حالاتو د کنترول ادارې یوه چارواکي اې اېف پي خبري اژانس ته ویلي، تر ټولو زیات وېجاړی د لومبوک په متارام ښار کې شوی.
د ایمان په نامه د متارام ښار یوه اوسېدونکي بي بي سي ته ویلي، د زلزلې د قوي جټکو له کبله خلک په منډه له خپلو کورونو راووتل او په سیمه کې برېښنا هم بنده شوه.
د سیمې له روغتونه هم ناروغان را و ایستل شول او ډاکټرانو یې د سړک پر سر درملنه پيل کړه.
په اندونیزیا او شاوخوا سیمو کې ګڼ شمېر ویده اورشیندي شته چې وخت نا وخت د قوي زلزلو او سونامي لامل کېږي، ځکه دا هېواد په رېنګ اف فایر یا پرلپسې زلزلو او اورشیندو سیمه کې پروت دی.
پر ۲۰۱۶ کال هم سوماترا ټاپو شمال ختیځه څنډه کې د ۶،۵ ریختر درجې زلزلې له امله په لسګونو کسان ووژل او تر څلوېښت زرو پورې ټپیان شول.