تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا هاوايي کې له اورشیندي وروسته زوروره زلزله
د امریکا هاوای ایالت کیلاویا غره کې له اورشیندي سره هم مهاله زلزلې شوې چې دا په تېرو ۴۰ کلونو کې تر ټولو قوي زلزله ګڼل شوې. اورشیندي ځینې کورونه ویجاړ کړي او درې سړکونه هم پکې چاودلي دي.
له اورشیدي سره د ګوګړي غازاتو راوتلو له وېرې د ملکي دفاع سازمان د بیګ ایلنډ په نوم ټاپو سوېل ختیځ کې مېشتو وګړو ته د استوګنځیو پرېښودو سپارښتنه کړې.
کیلاویا اورشیندی په نړۍ کې له ډېرو تېزو اورشیندو ګڼل کېږي، چې له ځینو وروستیو زلزلو وروسته پیل شول.
رپوټونه وايي، په یاد ټاپو کې ګڼ کورونه ویجاړ شوي چې ان ځینې وخت د اورشیندې ټوټې تر ۳۰ مترو لوړېږي.
په بیګ ایلنډ کې د ریختر په کچه له ۶٫۹ درجې زلزلې وروسته د لږ وخت لپاره برېښنا پارچاو شوه.
په سیمه کې "کوچنی څونامي" بلل شوی. تر اوسه د انساني مرګ ژوبلې خبر نه دی ورکړل شوی.
اورشیندي د پنجشنبې په ورځ پیل شول، بیا سیمه کې بېړنی حالت اعلان شو او د کابو ۱۷۰۰ وګړو د اجباري ایستلو عملیات پیل شول.
د زیامنو شویو وګړو د سرپناه لپاره ځینې موقتي مرکزونه جوړ شول.
د هاوایی والي د وضعیت کابو کولو په موخه د مرستې غوښتنه کړې.
ډیویډ ایګه ویلي، د هاوای ملي ګارد ته یې د تیارسئ امر کړی.
تېره شپه له سیمې کابو ۲۰۰۰ کسان وایستل شول.
کیلاویا د نړۍ له ډېرو فعالو اورشیندو سیمو ګڼل کېږي.
په تېرو څو ورځو کې چارواکو څو څو ځلې له ځايي اوسېدونکو غوښتي وو چې خپل کورونه پرېږدي.