تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اندونیزیا کې د اورشیندي غره له امله سلګونه الوتنې ځنډېدلي
د اندونیزیا اګونګ غره ته څېرمه سیمو کې لسګونه زره وګړي د حکومت پر خبرداري سربېره بیا هم اورشیندي سیمې ته نژدې پاتې دي، ښايي حکومت دغه خلک په زور وباسي.
اندونیزیايي چارواکي وايي، ښايي دې ته اړ شي چې د بالي ټاپو اګونګ اورشیندي غره ته څېرمه مېشت خلک په زور له هغه ځایه کډه کولو ته اړ کړي.
دغو خلکو د حکومت له لومړي خبرداري وروسته بیا هم هلته پښې ټینګې کړې دي.
لسګونه زره وګړي لاهم د خطر سیمه کې اوسېږي او د خپلو څارویو پرېښودو ته یې زړه نه دی نیولی.
د اندونیزیا د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې ملي ادارې ویاند ستوبو بورونو ګروهو ویلي، دوی اوس د خطر د کړۍ پر معلومولو بوخت دي.
د بالي ټاپو اړوند هوايي ډګر تړل شوی او هلته د سیلانیانو د ورتګ لارې هم تړل شوې دي.
ښايي هلته د اورشیندي له کبله د شاوخوا ۱۰۰ زره کسانو ژوند له خطر سره مخامخ شي، د دوشنبې تر ورځې په سیمه کې شاوخوا ۴۰ زره کسان پاتې وو.
د اګونګ غره د ننه ځمک لړزه (زلزله) په تېره سپټمبر میاشت کې پیل شوې ده.
له تېرې اونۍ راهیسې هلته ګازي ورېځ او لوګی دی، چې د غره له سره ان تر کابو ۳۴۰۰ مترو پورې هوا ته ختلی.
اورشیندي تر کوم ځایه غځېدلی شي؟
د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې ملي ادارې د دوشنبې په ورځ د تیارسئ حالت اعلان کړی و، چې په وینا یې ژر د یوه بل خطر احتمال شته.
د بالي هوايي ډګر چارواکو ویلي، ۴۴۵ الوتنې یې لغوه کړې چې د کابو ۵۹ زره مسافرو سفرونه هم ورسره ځنډول شوي.
په اندونیزیا کې د هوټلونو ټولنې ویلي، هغو سیلانیانو ته وړیا خوبخونې ورکوي، چې د وتلو لارې پرې بندې شوې دي.