اندونیزیا کې زلزلې قربانیانو کې د ښوونځي ګڼ زدکوونکي هم دي

د ویډیو تشریح، د اندونیزیا زلزلې لږ تر لږه ۱۶۰ کسان وژلي

د اندونيزيا په مرکزي جاوا ټاپو کې زلزلې ۱۶۲ کسان وژلي او سلګونه نور ټپيان کړي دي.

اندونیزیایي چارواکي وايي، د زلزلې قربانیانو کې ګڼ زدکوونکي هم دي چې د ویجاړو شویو ودانیو له کبله وژل شوي.

۱۴ کلن ژغورل شوي اپریزال مولیادي ویلي، کله چې خونه پرې راړنګه شوه پښه یې کنډوله کې بنده پاتې وه.

دی وايي ملګري ذوالفقار یې په خوندي توګه پښه راویستله خو هغه وروسته کنډواله کې بند پاتې شو او مړ شو.

د دغې سیمې والي رضوان کامل وايي، ډېری کسان ودانيو د نړېدلو له امله ټپيان شوي دي.

د امریکا متحدو ایالتونو د جیولوژیکي سروې د معلوماتو له مخې، دا ۵ اعشاریه ۶ درجې زلزله د جاوا ټاپو لوېدیځ سیانجور ښار کې شوې چې ژوروالی یې ۱۰ کیلومتره (۶ میله) اټکل شوی دی.

A man stands near houses damaged after earthquake hit in Cianjur, West Java province, Indonesia

د عکس سرچینه، Reuters

د زلزلې ټکان د پلازمېنې جاکارتا شاوخوا سل کیلومترۍ کې احساس شوی او هلته له دنګو ودانیو خلک ایستل شوي دي.

چارواکو د بلې ممکنه زلزلې خبرداری هم ورکړی او وايي ښايي د قربانیانو شمېر لوړ شي.

زلزلې ځپلې ګڼ وګړیزه سیمه ده چې د ځمکې ښویېدو وېره شته او کورونه په ډېر ټیټ کیفیت پکې جوړ شوي دي

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د سیمه ییزو رپوټونو له مخې، ژغورندویان هڅه کوي له نړېدلو ودانیو خلک راوباسي، چې تر اوسه د یوې ښځې او د هغې د ماشوم په ژغورلو توانېدلي دي.

د سیانجور ښارګوټي اداري مشر هرمان سهرمن ځايي رسنیو ته ویلي، زلزله کې لږ تر لږه ۴۶ کسان وژل شوي دي.

ده کمپاس تلوېزیون ته وویل: "له ډېرو سیمو قربانیان راوړل کېږي. شاوخوا ۷۰۰ خلک ټپیان شوي دي".

Rescuers carry an injured victim of the earthquake at a hospital in Cianjur, West Java, Indonesia, 21 November 2022.

د عکس سرچینه، EPA

وړاندې اې اېف پي خبري اژانس د هغه له خولې ویلي وو، چې د ویجاړو شویو ودانیو په کنډوالو کې د بندېدو له کبله د ډېری خلکو هډوکي مات شوي دي.

ده وویل: "له کلیو روغتون ته امبولانسونه راروان دي. په کلیو کې ډېری کورنۍ لا نه دي ایستل شوې".

پر خواله رسنیو د زلزلې له کبله د ویجاړیو انځورونه او وېډیوګانې خپرې شوې دي.

له ناورین سره د مبارزې ملي ادارې په یوه بیان کې ویلي په سیانجور کې لسګونه ودانۍ زیانمنې شوې دي. په دې کې یو روغتون او یو اسلامي بورډېنګ (لېلیه) ښوونځی هم ویجاړ شوی دی.

A damaged classroom in Cianjur, West Java

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، سیانجور کې یو ویجاړ شوی ټولګی
A collapsed school building in Cianjur, West Java

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، سیانجور کې ویجاړ شوی ښوونځی

اندونیزیا کې زلزلې معمول دي ځکه چې دا د ارام سمندر د اور حلقې پر څنډه پرتې سیمې دي.

دا هېواد د ویجاړوونکو زلزلو او څونامي تاریخ لري.

د ۲۰۱۸ کال سولاویسي زلزله کې تر ۲۰۰۰ ډېر کسان ووژل شول.