اندونېزیا کې د زلزلې د قربانیانو د ژغورلو هڅې روانې دي
د اندونېزيا په سولاوېسي ټاپو کې د جمعې د ورځې زلزله او څونامي کې د وژل شوو کسانو شمېر ۸۳۲ کسانو ته لوړ شو. مرستندویان وايي په پالو ساحلي ښار کې لا هم ګڼ خلک د ودانيو او پلورنځايونو په کنډوالو کې بند پاتې دي.
د اندونیزیا مرستیال ولسمشر خبرداری ورکړی چې ښايي زرګونه کسان وژل شوي وي.
ژغورنډله په لاسونو د هغو ۲۴ کسانو د را اېستلو هڅه کوي چې د پاولو ښار په ریو- ریو هوټل کې له کنډوالو لاندې دي.
د هوټل څېښتن رسنیو ته ویلي چې د مرستې لپاره دې خلکو چغې وهلې، خو د ژغورلو لپاره څه نه و.
د سړکونو د ورانېدلو او پلونو د نړېدلو له امله د ژغورنې هڅې له خڼدونو سره مخ دي.
له لویې زلزلې وروسته پرون کرۍ ورځ دغه کوچني ټکانونه محسوسېدل.

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
دغه پېښه کې لسګونه کسان لا هم بې درکه دي او ګومان کېږي د پالو ښار نړېدلو ودانیو لاندې دي، چې زلزلې او توپان ورانې کړې.

د عکس سرچینه، EPA
د ښار پر سړکونو مړي لیدل کېږي او د روغتونونو نړېدو له کبله په موقتو کېږدیو کې د ځینې ټپیانو درملنه کېږي.
له ښاره د باندې اوښتي زیان کچه تر اوسه نامعلومه ده او ځايي چارواکو ژوندي پاتې کسانو ته خبرداری ورکړی، چې کورونو ته ستانه نه شي.
داسې وېره څرګندېږي چې نیمې نړېدلې ودانۍ له زلزلې وروسته د ټکانونو له کبله ونړېږي.
لا هم په ښار او ور څېرمه سیمه کې د مرګ ژوبلې او وراني کره مالومات نشته.
سور صلیب وايي، دغه ناورین تر یو میلیون او شپږ لکو کسان اغېزمن کړ ي دي.

د عکس سرچینه، EPA
چارواکي وايي، د روغتونونو، هوټلونو او پېر او پلور مرکزونو په ګډون زرګونه کورونه ویجاړ شوي دي.
ویل کېږي، د زلزلې څپې د شنبې پر وځ هم روانې وې.
پالو ته غځېدلې لویه لار د ځمکښویېدنې له کبله بنده شوې او د برېښنا د پرې کېدو له کبله هم له ښار سره اړیکه نه نیول کېږي.
د هوايي ترافیک یو کارمن له هغه وروسته مړ شو چې غوښتل یې الوتکې ته د مناسب کېناستلو لار برابره کړي.
له زلزلې ژغورلي خلک د یکشنبې شپه رڼه اسمان ته سبا کړه.
چارواکو له دوی غوښتلي وو چې کورونو ته ستانه نه شي.

د عکس سرچینه، Antara Foto/Reuters
په ساحلي سلاویسي ټاپو کې دا زلزله د جمعې په ورځ شوې.
د دغې ادارې ویاند سوټوپو نوګراهو رویټرز ته ویلي "موږ تر اوسه بشپړ رپوټونه نه دي ترلاسه کړي؛ ځکه چې تماسونه پرې شوي. د څونامي له کبله د ساحل څنډې ته ډېر مړي موندل شوي، خو لاهم دقیق شمېر نه لرو."
پر خواله رسنیو خپرو شویو وېډیوګانو کې خلک چیغې وهي او د وېرې په حال کې منډې وهي. په یوه وېډیو کې یو جومات د ودانیو د ننه هم زیانمن ښکاري.
تېره میاشت د اندونیزیا لومبوک ټاپو کې ډېرې زلزلې وشوې. د تېرې اګسټ میاشتې پر پنځمه هلته یوې زلزلې تر ۴۶۰ ډېر کسان ووژل.

د عکس سرچینه، EPA
د اندونیزیا ملي څېړنیز دفتر مشر محمد سیوګي اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي: "ډېر کسان مړه شوي، خو موږ ته دقیقه شمېره مالومه نه ده".
پالو کې تر ۳۰۰۰۰۰ ډېر کسان اوسېږي. د ژغورنې عملیات پیل شوي، خو د اندونیزیا یوه وزیر ویلي، د اړیکو وسیلې کار نه کوي او په ښار کې د الوتکو ځغاستلیکه هم ویجاړه شوې ده.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، AFP/getty
سیمې ته د چورلکو استولو تابیا نیول کېږي.
په ۲۰۰۴ کال اندونیزیا کې څونامي او زلزلې ددغه هېواد سوماترو ټاپو ډېر ویجاړ کړ، چې د ۱۲۰۰۰۰ اندونیزیایانو په ګډون لږترلږه ۲۲۶۰۰۰ کسان پکې ووژل شول.
اندونیزیا د زلزلو په کرښه کې پروت هېواد دی.
د نړۍ څه باندې نیمايي اورشیندي هم په اندونیزیا او ورڅېرمه سیمو کې رامنځ ته کېږي.

د عکس سرچینه، EPA












