د یو اېن ومن رپوټ کې پوښتل شوې افغانانې: 'د افغانستان اوسني واکمنان په رسمیت مه پېژنئ'

د عکس سرچینه، UN Women
د ملګرو ملتونو 'یو اېن ومن' په یوه تازه رپوټ کې ویل شوي چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ۴۶ سلنه پوښتل شویو ښځو له ملګرو ملتونو غوښتي چې د طالبانو حکومت په هېڅ حالت کې په رسمیت ونه پېژني چې په وینا یې، که په رسمیت وپېژندل شي، ښايي پر ښځو لا نور محدودیتونه ولګوي.
په دې رپوټ کې افغانستان کې ۵۹۲ افغان مېرمنې د ښځو ژوندانه کې د لومړیتوبونو، افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د ښکېلتیا، د ښخو د حقونو او روغتیا په ګډون د ګڼو نورو اړخونو په اړه د روان کال له اپرېل میاشتې تر جون پورې پوښتل شوې دي.
رپوټ کاږي، پوښتل شویو ښځو له نړیوالې ټولنې په ټینګار غوښتي چې د اقتصادي پرمختیا یا بشردوستانه مرستو پر ځای دې د جنسیتي برابرښت او د ښځو د حقونو پر اړوندو مسلو تمرکز ډېر او ښکېلتیا زیاته کړي.
دا رپوټ یوه ورځ مخکې له هغه خپور شوی، چې په پام کې ده د سپتمبر پر ۲۲مه، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په درشل کې له جنسیتي تبعیض سره د مبارزې په نامه افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه یوه غونډه جوړه شي.
د 'یو اېن ومن' په رپوټ کې راغلي، له پوښتل شویو ښځو ۶۹ سلنه یې ویلي، چې د روان کال اپریل او جون میاشتو کې د دوی اندېښنه، ګوښه والي او خپګان لا ډېر شوی دی چې دا کچه په تېره مارچ میاشت کې ۵۷ سلنه وه.
د رپوټ چمتو کوونکي وايي، د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې دوی پر ښځو د محدودیتونو او بندیزونو شاوخوا ۵۰ فرمانونه صادر کړي چې د ښځو اقتصادي او رواني وضعیت ور سره لا خراب شوی دی.
له پوښتل شویو ښځو ۶۲ سلنه یې ویلي چې طالبانو د ښځو د محدودولو په اړه خپل فرمانونه له استثنا پرته عملي کړي او ۹۱ سلنه ښځو دغه فرمانونه "ډېر سختګیرانه" بللي دي.
د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د رپوټ له مخې،" ۴۶ سلنه پوښتل شویو ښځو ټینګار کړی چې د افغانستان اوسني واکمنان باید په هېڅ حالت کې په رسمیت ونه پېژندل شي او خبرداری یې ورکړی چې په رسمیت پېژندل باید یوازې په هغو خاصو شرایطو کې ترسره شي، چې د ښځو د حقونو پرمختګ پکې خوندي وي، د ښځو او نجونو د تعلیم، کار او د ټولشموله حکومت شرطونه پکې عملي شي".
یوې ډلې ښځو بیا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د ښځو اوسني وضعیت ته په کتلو "چې زندان ته ورته حالت کې دي" د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو هېڅ غور ونه کړي.
د دغو پوښتل شویو ښځو دلیل دا دی چې په رسمیت د پېژندل کېدو صورت کې به "اوسني واکمنان یوازې دې ته وهڅول شي چې د ښځو او نجونو پرضد پخپلو تګلارو کې خپلې لا ډېرې سختګیرۍ ته دوام ورکړي. په ملګرو ملتونو کې د اوسنیو افغان واکمنانو د استازو په رسمیت پېژندلو پر ځای ځینو ښځو وړاندیز کړی چې هلته د افغان ښځو په استازیتوب یوه مخکښه افغانه استازې وټاکل شي. که نه، نو د افغانستان نیمايي وګړي به له بې استازولۍ پاتې شي".
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو لپاره له خپلې خوا سهیل شاهین د استازي په ډول ګومارلی دی، خو په نیویارک کې د افغانستان استازولۍ نه ورکول کېږي.
اوسمهال له ۲۰۲۱ کال راهیسې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولي نصیر احمد فایق کوي.
د طالبانو حکومت د 'یو اېن ومن' دغه تازه رپوټ ته ددې خبر تر جوړولو پورې غبرګون نه دی ښودلی، خو پخوانیو ورته رپوټونو ته یې غبرګون دا و چې دوی د اسلامي شریعت په رڼا کې ښځو ته د تعلیم او کار د زمینې برابرولو په درشل کې دي او د خپل مشر امر ثاني ته په تمه دي.











