د ملګرو ملتونو عمومي ناسته؛ د افغانستان استازیتوب په کې نصیر احمد فایق کوي، طالبان وايي "دا څوکۍ زموږ حق دی"

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, حفیظ الله معروف
- دنده, بي بي سي، لندن
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پرځول شوي جمهوري حکومت استازی نصیر احمد فایق وايي، د افغانستان په استازیتوب د دې سازمان په غونډو کې برخه لري.
ښاغلي فایق بيبيسي پښتو ته وویل هغه رپوټونه سم نه دي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ خالي ده.
نژدې دوه کاله وړاندې کله چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني استازي غلام اسحاقزي له خپلې دندې استعفا وکړه، پر ځای يې ښاغلی فایق وګومارل شو چې لا هم دغه سازمان کې د افغانستان رسمي استازی بلل کېږي.
نوموړی زیاتوي، "نه یوازې موږ په عمومي ناستو کې برخه لرو، بلکې په نورو کوچنیو غونډو کې هم ګډون کوو."
ښاغلی فایق وايي، د ملګرو ملتونو د پروتوکول له مخې د افغانستان د استازي نوم ځکه د ویناوالو په پای کې راوړل شوی چې په لومړي سر کې "د هېوادونو ولسمشران، لومړي وزیران، بهرنیو چارو وزیران او بیا په پای کې دایمي استازي خبرې کوي."
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو لپاره له خپلې خوا سهیل شاهین د استازي په ډول ګومارلی دی، خو په نیویارک کې د افغانستان استازولۍ نه ورکول کېږي.
د طالبانو حکومت؛ دغه څوکۍ زموږ حق دی
ښاغلی شاهین چې اوس په دوحه کې دی او هلته د طالبانو د سیاسي دفتر مشري کوي وايي، دغه څوکۍ د دوی حق دی. نوموړي بي بي سي ته وویل، "په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د اسلامي امارت (د طالبانو حکومت) حق دی. په ټول هېواد کې له موږ پرته بل څوک حاکمیت نه لري، نړیواله ټولنه باید دا واقعیت ومني."
له هغې راهیسې چې د طالبانو حکومت بیا پر افغانستان واکمن شوی، هېڅ هېواد په رسمیت نه دي پېژندلي او په نړیوالو بنسټونو کې د افغانستان څوکۍ یا خالي دي او یا هم د جمهوریت د مهال له استازو سره دي.
افغانستان کابو ۷۵ کاله وړاندې د ملګرو ملتونو غړیتوب ترلاسه کړ او په ګڼو مهمو پړاوونو کې د دې سازمان برخه پاتې شوی دی.
د ۱۹۴۶ کال د نومبر پر ۱۹مه نېټه د افغانستان استازي حسین عزیزي د ملګرو ملتونو پر چارټر یا اساسنامه لاسلیک وکړ او د افغانستان بیرغ په ملګرو ملتونو کې پورته شو.

د عکس سرچینه، Reuters
د ملګرو ملتونو غونډې ته پرانیستې وینا کې د امریکا ولسمشر جوبایډن افغانستان هېڅ یاد نه کړ. دا ښايي لومړی ځل چې له ډېرو کلونو وروسته د امریکا یو ولسمشر پر افغانستان نه تمېږي.
تېرو کلونو کې چې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې وو، ملګرو ملتونو ته امریکا د وخت ولسمشر د وینا یوه مهمه برخه پر افغانستان را څرخېده.
خو د قطر، ترکیې او ازبکستان په ګډون د نړۍ نورو مشرانو په خپلو ویناوو کې پر افغانستان کې خبرې کړې دي. هر یوه یې په افغانستان د بشري حقونو پر درناوي او د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.
د قطر امیر شیخ تمیم ال ثاني اسمبلۍ ته د خبرو پرمهال د طالبانو له حکومته غوښتنه کړې چې د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي او پخوانۍ تېروتنې تکرار نه کړي.
نوموړي ويلي، "موږ د نړیوالو هڅو همغږي کولو ته دوام ورکوو او د ملګرو ملتونو، اړوندو هېوادونو او د افغانستان د سرپرست حکومت ترمنځ د خبرو اترو زمینه برابروو، ترڅو د دوحې د موافقتنامې اطاعت په داسې طریقه سره وشي چې د تېرو تېروتنو د نه تکرارېدو ډاډ ترلاسه شي."
د طالبانو له واکمنۍ وروسته، ګڼو لوېدیځو هېوادونو خپل سفارتونه دوحې ته لېږدولي او له هغه ځایه له افغانستان سره دیپلوماتیک اړیکي ټینګوي.








