کرېکټ: د ای سي سي له غونډې وروسته هم د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام (چیمپینز ټرافي) برخلیک څرګند نه دی

د هند او پاکستان کرېکټ لوبډلمشران

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, سټېفن شیملت
    • دنده, د کرېکټ چارو خبریال

د کرېکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) اتلانو جام یا چیمپینز ټرافي برخلیک په هکله د جمعې پر ورځ د دې شورا هیئت له یوې غونډې وروسته هم د دې سیالیو ځای ځایګي په هکله پرېکړه نه ده شوې.

دغه سیالۍ چې د ټاکل شوي مهالوېش له مخې د راتلونکې فبرورۍ پر ۱۹مه نېټه پیلېږي، له دې کبله له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي، چې هند وايي، خپله لوبډله په دې سیالیو کې د ګډون لپاره کوربه هېواد پاکستان ته نه استوي.

بي بي سي داسې باور کوي، چې د ای سي سي نننۍ غونډه (لنډه) وه او تمه کېږي، چې راتلونکو ورځو کې به بیا هم په دې هکله غونډه وشي.

د هند او پاکستان تر منځ سیاسي تاوتریخوالی د دې لامل شوی، چې دواړو هېوادونو له ۲۰۰۸ کال راهیسې خپلمنځي مهمې لوبې نه دي کړې او هند کرېکټ لوبډلې له تېرو ۱۶ کلونو راهیسې پاکستان ته سفر نه دی کړی.

خو پاکستان لوبډلې بیا تېر کال (۲۰۲۳) د ۵۰ اووریزو لوبو نړیوال جام سیالیو لپاره هند ته سفر کړی و.

د پاکستان کرېکټ بورډ مشر محسن نقوي مخکې ویلي، چې په (ترکیبي ډول) به دا سیالۍ ترسره نه کړي، چې له مخې به یې هند خپلې سیالۍ په یوه بل هېواد کې کوي.

خو اوس داسې فکر په زیاتېدو دی، چې ښايي دا سیالۍ به یوازې په پاکستان کې ترسره نه شي.

د اتلانو جام لوبې د کرېکټ مهمې نړیوالې سیالۍ دي، چې پاکستان به یې له ۱۹۹۶ راهیسې لومړی ځل کوربتوب کوي.