د اتلانو جام دویمه نیمه پایلوبه کې هند بري ته ورسېد

د عکس سرچینه، Reuters
د آی سي سي چیمپینز ټرافي یا اتلانو جام سیالیو کې چې انګلستان او ویلز کې کېږي، بنګله دېش ته په نهو وېکټو ماتې ورکولو سره هند پایلوبې ته لاره ومونده.
د یکشنبې پر ورځ به د هند او پاکستان تر منځ لندن کې د دغو سیالیو پایلوبه کېږي.
د نننۍ لوبې پچه هند وګټله، خو لومړی یې بنګله دېش ته د لوبې بلنه ورکړه او بنګله دېش لوبډلې د ۲۶۵ منډو هدف ورته وټاکه.
هندي لوبغاړو روهیت شرما (۱۲۳منډې) او کوهلې( ۹۶ منډې) خورا په زړه پورې لوبه وکړه.
روهیت شرما د لوبې غوره لوبغاړی یا مېن اف د مېچ وبلل شو. د هند یوازې یو لوبغاړی شېکهر دهون له ۴۶ منډو جوړولو وروسته د مشرف مرتضا پر توپ کیچ وسوځېد.
د بنګله دېش له لوري مشفق رحیم له ۶۱ منډو وروسته د کېدار جادهو پر توپ وسوځېد.

د عکس سرچینه، PA
هند د دغو سیالیو پیل د پاکستان خلاف د ۱۲۴ منډو توپیر سره له بریا کړی و او بنګله دېش درېیم ځل دغو سیالیو کې برخه درلوده، خو له هند سره تر اوسه دغو سیالیو کې نه و مخامخ شوي.








