کرېکټ: پاکستان لومړی ځل د اتلانو جام سیالیو ته لار ومونده

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستان کرېکټ لوبډلې انګلستان کرېکټ لوبډلې ته په اتو وېکټو ماتې ورکولو سره د اتلانو جام یا چیمپینز ټرافي پایلوبې ته لار وموندله.
دا لومړی ځل دی، چې پاکستان دغو سیالیو پایلوبې ته رسېږي. پاکستان له دې مخکې درې ځله دغو سیالیو کې لوبه کړې، خو پایلوبې ته نه دی رسېدلې.
د پنجشنبې پر ورځ به د برتانیا برمنګهم کې د هند او بنګله دېش لوبډلې مخامخ شي او بریالۍ لوبډله به د یکشنبې پر ورځ اوول کې د پایلوبې لپاره له پاکستان سره د لوبې ډګر ته ووځي.
د بنګله دېش لوبډلې لومړی ځل د دغو سیالیو نیمه پایلوبه کې ګډون کوي او که د هند پر وړاندې بریالۍ شي لومړی ځل به وي، چې پایلوبې ته به لار مومي.
انګلستان لومړی لوبه وکړه او پر سوکه پچ یې د پاکستاني بالرانو او فیلډرانو ډېرې ښې لوبې پر وړاندې ۲۱۱ منډې جوړې کړې.
د پاکستان له لوري فخر الزمان ۵۷ او اظهر علي ۷۶ منډې د دې لامل شوې، چې ۱۲ اعشاریه پنځه اووره پاتې وو، چې پاکستان لوبډلې په اتو ويکټو بری تر لاسه کړ.
د ای سي سياتلانو جام سیالۍ په دوو ګروپونو کې د لومړۍ کچې اتو لوبډلو انګلستان، پاکستان، هندوستان، بنګله دېش، سریلنکا، استرالیا، سویلي افریقا او نوزیلینډ برخه اخیستې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
نیمه پایلوبو ته په الف ګروپ کې انګلستان په شپږو او بنګله دېش په درېیو امتیازونو او همدارنګه پاکستان او هندوستان په څلورو- څلورو امتیازونو له "بي ګروپه" لاره موندلې وه.
د اتلانو جام سیالۍ پایلوبه به د جون په ۱۸مه په لندن کې تر سره شي.








