کرېکټ: د پاکستان لوبډلمشر وايي نیمه پایلوبې ته مو مورال لوړ دی

د عکس سرچینه، Getty Images
د کرېکټ نړیوالې شورا ای سي سي اتلانو جام سیالۍ (چمپینز ټرافۍ) په نیمه پایلوبه کې پاکستان د انګلستان له لوبډلې سره ډګر ته کېوځي.
د پاکستان د کرېکټ د یو ورځینو لوبو لوبډلمشر سرفراز وايي "د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې به له ښه مورال سره د انګلستان پر وړاندې لوبه وکړي."
سرفراز زیاتوي"د انګلستان کرېکټ لوبډله د نړۍ د کچې لوبډله ده. دوی په وروستیو کلونو کې ډېر ښه شوي دي. نو ځکه یې باید پر وړاندې ډېره مثبته لوبه وشي."
دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان د چمپینز ټرافۍ نیمه پایلوبې ته لار پیدا کوي. په تېرې کې دغه لوبډلې درې ځلې د نیمه پایلوبې مزه څکلې خو تش لاسونه ستنه شوې ده.
د ای سي سياتلانو جام سیالۍ په دوو ګروپونو کې د لومړۍ کچې اتو لوبډلو انګلستان، پاکستان، هندوستان، بنګله دېش، سریلنکا، استرالیا، سویلي افریقا او نوزیلینډ برخه اخیستې ده.
نیمه پایلوبو ته په الف ګروپ کې انګلستان په شپږو او بنګله دېش په درېیو امتیازونو او همدارنګه پاکستان او هندوستان په څلورو- څلورو امتیازونو له "بي ګروپه" لاره موندلې ده.
چارشنبه د جون ۱۴مه به د نیمه پایلوبې لومړۍ لوبه د پاکستان او انګلستان لوبډلو ترمنځ وي.
د نیمه پایلوبې دویمه لوبه د جون په ۱۵مه د هندوستان او بنګله دېش لوبډلو ترمنځ تر سره کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا لومړی ځل دی چې بنګله دېش د دغو سیالیو تر نیمه پایلوبې ځان رسوی.
ځینې وايي چې باران ورسره مرسته وکړه. ځکله له اسټرالیا سره یې لوبه د باران له امله مساوي شوه او یو پواینټ یې واخیست.
د اتلانو جام سیالۍ پایلوبه به د جون په ۱۸مه په لندن کې تر سره شي.
پاکستان څنګه پایلوبې ته ورسېد؟
د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې نیمه پایلوبې ته د رسېدو لپاره د سریلنکا لوبډلې ته د جون په ۱۲مه په درېیوو ویکټو ماتې ور کړه.
په دې لوبه کې لومړی توپوهنه د سریلانکا لوبډلې وکړه.
سریلانکا په ۴۹ اورونو کې پاکستان ته د ۲۳۶ منډو هدف جوړ کړ.
په ځواب کې د پاکستان لوبډلې د سرفراز ۶۱ ناسوځېدلو منډو پر مټ په ۴۴ اورونو کې ټاکل شوی هدف تر لاسه کړ.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images










