په اتو توپونه اته شپږیزې او نهو دقیقو کې د پنځوسیزې لوبغاړی څوک دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند د 'میګالیه' ایالت لوبغاړي اکاش چودري تېره یکشنبې هله د کرېکټ په نړۍ کې نوی تاریخ او ریکارډ جوړ کړ چې تر ټولو چټکه پنځوسیزه یې ووهله.
اکاش د کرېکټ په 'فرسټ کلاس' لوبو کې په اتو توپونو پرلهپسې اته شپږیزې ووهلې او یوازې په ۱۱ بالونو یې چټکه پنځوسیزه وکړه.
تر ده مخکې په فرسټ کلاس یا د سره توپ لوبو کې د وېسټانډیز 'ګیري سوبرز' او د هند 'راوي شاستري' په شپږو توپونو پرلهپسې شپږ شپږیزې وهلې وې او ریکارډ یې جوړ کړی و. خو اکاش چودري یې هغه ریکارډ هم مات کړ.
اکاش په اصل کې چټک توپاچوونکی دی خو په توپوهنه کې داسې ځلېدو یې د کرېکټ مینهوالو پام ور اړولی دی.
هغه دا بری د هند د ګجرات ایالت په 'سورت' سیمه کې د 'اروناچل پردېش' لوبډلې پر وړاندې د 'رنجي ټرافي/جام' څلورو ورځنیو سیالیو د دویمې ورځې په لوبه کې ترلاسه کړی دی.
اکاش چودري د میګالیه لوبډلې لپاره لوبېده او دی هله بېټېنګ ته ور ووت چې لوبډلې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۵۷۶ منډې کړې وې. دی اتم لوبغاړی و چې ویشتنځي یا کریز ته ورښکته شو.

د عکس سرچینه، Getty Images
اکاش په لومړیو درو توپونو دوه منډې وکړې او ورپسې یې د چپلاسي ورو توپ اچووونکي 'لیمر دابې' په اوور کې د هغه په شپږو توپونو په پرلهپسې ډول شپږ شپږیزې ووهلې. له ښاغلي دابې سملاسي وروسته یې د بل ورو توپ اچووونکي 'ټياېنار موهت' په لومړیو دوو توپونو بیا غبرګې شپږیزې ووهلې او پر نیمه سلیزې یې منډې ور واړولې.
میګالیه لوبډلې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو خپله پاڼۍ په ۶۲۸ منډو پای ته و رسوله او په ځواب کې یې د اروناچل پردېش لوبډلې ټول لوبغاړي په لومړۍ پاڼۍ کې یوازې په ۷۳ منډو وسوځېدل.
اکاش نور کوم ریکارډونه مات کړل؟
په شپږو توپونو د شپږو شپږیزو وهلو تر ټولو لومړنی ریکارډ د 'ګیري سوبرز' په نوم و.
هغه دا نوم په ۱۹۶۸ کې د 'ناټېنګم شایر' او 'ګلیمورګن' ترمنځ لوبه کې هغه مهال ګټلی و چې پر 'مېکم نیش' یې په یوه اوور کې شپږ شپږیزې ووهلې.
هندي الراونډر راوي شاستري په ۱۹۸۴-۹۵ کې د 'رنجي جام' سیالیو په یوه لوبه کې د 'بړودا' پر ضد ورته کارنامه کړې وه. په هغه لوبه کې دی د ممبۍ لوبډلې لپاره لوبېده او د 'تېلک راج' په شپږو توپونونو یې شپږ شپږیزې وهلې وې.
د 'کرېک اېفنو' د معلوماتو له مخې، د اکاش دا پنځوسیزه د کرېکټ په تاریخ کې دویمه تر ټولو چټکه نیمهسلیزه ده چې یوازې په نهو دقیقو کې بشپړه شوې ده.
تر ده وړاندې 'کلایو ان مېن' په ۱۹۶۵ کې د 'لېسټر شایر' لوبډلې لپاره د 'ناټېنګم شایر' پر ضد په ۱۳ توپونو په اتو دقیقو کې نیمهسلیزه وهلې وه.
که د توپونو د شمېر له پلوه حساب شي نو بیا تر ده وړاندې دا ریکارډ د 'لېسټر شایر' لوبغاړي 'وین وایټ' سره و. هغه په ۲۰۱۲ کې د 'اېسېکس' په خلاف په ۱۲ توپونو پنځوسیزه بشپړه کړې وه.
همداراز په ۲۰۱۵ کې په فرسټ کلاس لوبو کې هندي لوبغاړي 'بندیپ سېنګ' د جمو او کشمیر لوبډلې لپاره د 'تریپوره' لوبډلې پر ضد په ۱۵ توپونو نیمهسلیزه وهلې وه.
اکاش چودري څوک دی؟

د عکس سرچینه، ANI
اکاش چودري د ۱۹۹۹ کال د نومبر پر ۲۸مه زېږېدلی دی.
دی چپلاسی بالر او توپوهونکی دی. تر اوسه یې په ۳۰ فرسټ کلاس یا د کورني کرېکټ د لوړې کچې لوبو کې د ۱۴.۳۷ په اوسط سره ۵۰۳ منډې جوړې کړې دي او ۸۷ وېکټې یې اخیستې دي.
د میګالیه کرېکټ ادارې مشر 'نابا بټاچاریه' د اکاش چودري د دې لاستهراوړنې په اړه د بيبيسي دلیپ شرما ته وویل چې، "اکاش دا بری شپهپهشپه نه دی ترلاسه کړی بلکې دی له اوله زحمتکښه و."
د بټاچاریه په خبره، "په اصل کې هغه زموږ د لوبډلې د سر توپاچوونکی دی خو په تېرو دوو کلونو کې یې ډېر زحمت ایستلی چې ځان الراونډر کړي. په تېرو شپږو کلونو کې د ۱۶ کلنو او ۱۹ کلنو په لوبو کې ډېر ښه ځلېدلی دی او له ۲۰۲۱ راهیسې په رنجي جام سیالیو کې لوبېږي."
ښاغلی بټاچاریه هیلهمن دی چې اکاش ته به ژر د ایپياېل په څېر سیالیو کې هم د لوبېدو فرصت ورکړل شي.











