۱۳ کلن هندی زلمی تر ټولو کم عمره لوبغاړی شو، چې د هند غوره لیګ سیالیو لپاره د ۱۱ میلیونو روپیو بدل کې واخیستل شو


راجستان لوبډله وتوانېده د ۱۱ میلیونو هندي روپیو بدل کې سوریاوانشي له ځان سره ملګری کړي.

د عکس سرچینه، IPL

د عکس تشریح، راجستان لوبډله وتوانېده د ۱۱ میلیونو هندي روپیو بدل کې سوریاوانشي له ځان سره ملګری کړي.

یو ۱۳ کلن زلمي تر ټولو کم عمره لوبغاړی دی، چې د هند سوپرلیګ کرېکټ سیالیو (ای پي ایل) لپاره په لیلامۍ کې انتخاب شوی دی.

وایبهاو سوریاوانشي چې د هند ختیځ بیهار ایالت اوسېدونکی دی، د راجستان رائلز لوبډلې له لخوا په هغه لیلامۍ کې چې د سعودي عرب په جده کې وشوه، د ۱۱ میلیونو هندي روپیو بدل کې واخیستل شو.

په ډیلي کې د بي بي سي خبریال نیاز فاروقي په خپل رپوټ کې کاږي، دې کیڼ لاسي توپوهونکي په رانجي او مشتاق علي ملي سیالیو او دغه راز له ۱۹ کلنۍ د کم عمره په نړیوالو سیالیو کې د هند له لوري برخه اخیستې.

ډیلي کاپټیلز لوبډلې او راجستان رایلز لوبډلو د سوریاوانشي اخیستلو لپاره له درې میلیونو روپیو بولۍ پیل کړه، خو راجستان لوبډله چې مخکې یې دا لوبغاړی روزلی، وتوانېده د ۱۱ میلیونو روپیو بدل کې سوریاوانشي له ځان سره ملګری کړي.

د هند په کرېکټ کې تر ډېره حده د ډیلي، بنګلورو او ممبۍ په څېر لویو ښارونو لوبغاړو برخه درلوده، خو د ای پي ایل سیالیو له پیل سره د هند ليرې پرتو کلیو او کوچنیو ښارونو اوسېدونکي لوبغاړي هم توانېدلي دي، چې د کرېکټ مهمو مرکزونو او لوبډلو ته لار ومومي.

سوریاوانشي چې اوسمهال د هند له لوري د اسیا جام لوبو کې له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبغاړو له ملي لوبډلې سره په دوبۍ کې دی، ۱۲ کلن و، چې لومړی ځل یې د بیهار له لوري په تېره جنورۍ کې له ممبۍ لوبډلې سره په رانجي سیالیو کې برخه واخیسته.

سوریاوانشي د سږ کال په پیل کې د بیهار له لوري د پیاوړې ممبۍ لوبډلې پر ضد لومړی ځل لوبه وکړه او ښه وځلېد.

د عکس سرچینه، Vaibhav Suryavanshi/Instagram

د عکس تشریح، سوریاوانشي د سږ کال په پیل کې د بیهار له لوري د پیاوړې ممبۍ لوبډلې پر ضد لومړی ځل لوبه وکړه او ښه وځلېد.

د رانجي په پنځو لوبو کې د ده تر ټولو ډېرې منډې ۴۱ وې، خو له ۱۹ کلنو د کم عمره اسټرالیا لوبډلې سره څو اونۍ مخکې د هند له لوري په یوه رسمي سیالۍ کې له ۵۸ توپونو د نوموړي سلیزې ده ته د کرېکټ مسوولینو او مینه والو پام واړاوه.

له دې سره دی د ځوانانو په کرېکټ کې تر ټولو کم عمره لوبغاړی شو، چې سلیزه یې بشپړه کړه. دی په بیهار کې د لوبو یوه لړۍ کې له ۳۳۲ منډو سره ناسوځېدلی پاتې شو.

د راجستان رایلز لوبډلې روزونکو د دې زلمي لوبغاړي روزنې په ترڅ کې ښايي د ده فوق العاده وړتیا پېژندلې وه، چې د ای پي ایل په سیالیو کې یې د ده ملګرتیا ته زړه ښه کړ.

د هند غوره ليګ کې کوم افغان لوبغاړي وپېرل شول؟

کريم جنت

د عکس سرچینه، Getty Images

د هند کرېکټ غوره ليګ يا ای پي اېل د ۲۰۲۵ کال لپاره د لوبغاړو د بولۍ پر دويمه ورځ څلور افغان لوبغاړي واخيستل شول چې له دې سره په سږني اي پي اېل کې د ټولو افغان لوبغاړو شمېر اوو ته ورسېد.

د دوشنبې ورځې د بولۍ پر مهال د افغانستان ځوان ورو توپ اچوونکی الله محمد غضنفر ممبۍ انډينز لوبډلې په ۴۰.۸ ميليونه هندي روپيو چې شاوخوا ۴۸۰ زره امریکايي ډالر کېږي واخيستل شو.

د افغانستان الرونډر عظمت الله عمرزی چې تېر کال هم په ای پي اېل کې لوبېدلی و په ۲۰.۴ میليونه هندي روپيو چې شاوخوا ۲۴۰ زره ډالر کېږي پنجاب کېنګز لوبډلې خپل کړ.

د افغانستان تېز توپ اچوونکی فضل حق فاروقي چې مخکې د سنرايزر حيدر اباد لوبډلې برخه و سږ کال راجستان رايلز لوبډلې په ۲۰ ميليونه هندي روپيو چې شاوخوا ۲۳۵ زره ډالر کېږي وپېره.

د افغانستان بل الرونډر کريم جنت چې د ملي لوبډلې لپاره په ګڼو سياليو کې لوبېدلی، ګوجرات ټايټنز لوبډلې په ۷.۵ ميليونه هندي روپيو چې څه کم ۹۰ زره امريکايي ډالر کېږي واخيست.

دا په داسې حال کې ده چې د بولۍ په لومړۍ ورځ چنای سوپر کېنګز لوبډلې نور احمد لکڼوال په ۱۰۰ میليونه هندي روپيو چې نژدې ۱.۲ ميليونه ډالر کېږي پېرلی و. د ده تر څنګ بل افغان توپوهونکی او وېکټ ساتونکی رحمان الله ګوربز کلکتې نايټ رايډرز لوبډلې په ۲۰ میليونه هندي روپيو او يا ۲۳۵ زره ډالرو پېرلی و.

د افغانستان ورو توپ اچوونکی راشد خان بيا ګوجرات ټايټنز لوبډلې له وړاندې د ۱۸۰ میليونه هندي روپيو چې ۲.۱۲ ميليونه ډالر کېږي له ځان سره ساتلي دی.

لکڼوال او ګوربز د بولۍ په لومړۍ ورځ وپېرل شول

ګوربز، لکڼوال

د عکس سرچینه، Getty Images

نور احمد لکڼوال د هند غوره لیګ (ای پي ایل) سیالیو لپاره د لوبغاړو په هغه (ستره لیلامۍ) کې چې د سعودي عرب په جده کې ترسره شوه، د لس کروړه (۱۰۰ میلیونه) هندي روپیو بدل کې چنای سوپر کینګز لوبډلې واخیست.

د سپین بالینګ لپاره مشهور نور احمد لومړی ځل د ۲۰۲۲ کال په ای پي ایل سیالو کې د ګجرات ټیټانز لوبډلې سره یو ځای شوی و.

نوموړي د ۲۰۲۴ کال په ای پي ایل تېر پړاو کې د ګجرات ټیټانز له لوري د همدې چنای کینګز خلاف لوبېدلی و، چې د راتلونکو سیالیو لپاره به یې یو مهم همکار لوبغاړی وي.

نور احمد تر اوسه په ۲۳ ای پي ایل سیالیو کې برخه اخیستې، ۲۴ وېکټې یې ترلاسه کړې او په یوه اوور کې یو څه د پاسه اته اکانومي رېټ لري.

همدې ګجرات ټایټنز لوبډلې د تېر کال ای پي ایل سیالیو د هغو لوبغاړو له ډلې چې له ځان سره یې ساتلی شي، افغان کرېکټ ستوری راشد خان غوره کړی او د سږنیو سیالیو لپاره یې هم له ځان سره ساتي.

د ای پي ایل سترې لیلامۍ پر لومړۍ ورځ یو بل افغان توپوهونکی او وېکټ ساتونکی رحمان الله ګوربز هم د دوه کروړه (شل میلیونه) هندي روپیو بدل کې کلکته نایټ رایډرز لوبډلې واخیست.

راشد خان او محمد نبي هغه افغان لوبغاړي وو، چې لومړی ځل په ای پي ایل سیالیو کې واخیستل شول، خو د وخت په تېرېدو سره افغان لوبغاړو د لوبې په ډګر کې خپله وړتیا ثابته کړه او په ای پي ایل لوبډلو کې هم د افغان لوبغاړو درلودلو ته لېوالتیا زیاته شوه او د ۲۰۲۵ کال هند غوره لیګ لیلامۍ ته ۱۸ افغان لوبغاړي ټاکل شوي‌ دي.

ای پي ایل

د عکس سرچینه، IPL

د کرېکټ په هکله د معلومات خپرونکې وېبياڼې "کریک انفو" د معلوماتو له مخې د لیلامي هره ګډونواله لوبډله تر ۱۲۰ کروړو روپیو پورې بودیجه لري، چې یوه برخه یې پر هغو لوبغاړو لګوي، چې له ځان سره یې ساتي. د اصولو له مخې هره لوبډله کولای شي، تر اتو پورې بهرني لوبغاړي واخلي.

د ای پي ایل لپاره د لوبغاړو انتخاب پر لومړۍ ورځ د هند رشبھ پنت تر ټولو ګران بیه لوبغاړی ثابت شو، چې لکهنو سوپر جاینټ د ۲۷ کروړو هندي روپیو بدل کې واخیست. له ده وروسته شریاس ایئر دویم لوبغاړی و، چې پنجاب کنګز لوبډلې د ۲۶ نیم کروړو روپیو بدل کې واخیست.

د ای پي ایل لپاره له هرو دریو کلونو وروسته یوه لویه لیلامي ترسره کېږي، چې هره لوبډله پکې کم شمېر پخواني همکار لوبغاړي له ځان سره ساتلی شي.

د سږ کال لپاره هره لوبډله کولای شوای یوازې شپږ لوبغاړي له ځان سره وساتي.