کرېکټ: د هند غوره ليګ بولۍ کې دری افغان لوبغاړي اخیستل شوي؛ تر ټولو ګرانبيه لوبغاړی څوک دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۲۰۲۴ کال د هند غوره ليګ يا ای پي اېل بولۍ کې دری افغان لوبغاړي د بېلابېلو لوبډلو له لورې واخيستل شول.
دغه بولۍ چې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې ترسره شوه د افغانستان محمد نبي عيسی خېل، مجيب الرحمان ځدراڼ او عظمت الله عمرزی په کې خپل کړي دي.
د افغانستان ورو توپ اچوونکی مجيب ځدراڼ چې تېر کال کومې لوبډلې نه و اخيستې د سږني ای پي اېل لپاره کلکتې ناېټ رايډرز لوبډلې په ۲۰ ميليونه هندي روپیو چې شاوخوا ۲۴۰ زره امريکايی ډالر کېږي، واخيست.
د افغانستان بل ورو توپ اچوونکی او الرونډر محمد نبي د ممبی انډينز لوبډلې په ۱۵ ميليونه هندۍ روپيو (۱۸۰ زره ډالره) خپل کړی دی.
د افغانستان ځوان لوبغاړی عظمت الله عمرزی چې په تېر کرېکټ نړيوال جام کې ښه وځلېد او تر ډېره يې د نړيوالو پام ځان ته ورواړه په پنځه ميليونه هندي روپيو د ګوجرات ټايټنز لوبډلې اخيستی.
له دغو تازه لوبغاړو سره به په سږني ای پي اېل کې اته افغان لوبغاړي د بېلابېلو لوبډلو لپاره سياليۍ کوي.
له وړاندې ګوجرات لوبډلې دوه افغان لوبغاړي راشد خان او نور احمد لکڼوال له ځان سره ساتلي دي. سنرايزر حيدراباد فضل الحق فاروقي، لکهنو سوپر جاينټز نوين الحق او کلکتې لوبډلې رحمان الله ګوربز ساتلی دی.
د ۲۰۲۴ کال ای پي اېل بولۍ يا مزايدې ته له افغانستانه ابراهيم ځدراڼ، نجيب الله ځدراڼ، قيس احمد، فريد احمد، اظهار الحق او وقار سيلمان خېل هم خپل نومونه ليکلي وو چې په لومړۍ پړاو کې کومې لوبډلې ونه پېرل.
مېچل سټارک د ای پي اېل تر ټولو ګران بیه لوبغاړی شو

د عکس سرچینه، Getty Images
د اسټرالیا تېز توپ اچوونکی مېچل سټارک د هند غوره لیګ په تاریخ کې تر ټولو ګران بیه لوبغاړی شو. نوموړی د کلکتې لوبډلې په ۲۴.۷۵ ميليونه هندۍ روپيو (شاوخوا ۳ میليونه ډالرو) واخيست. نوموموړی تر ټولو ګرانبيه لوبغاړی شو او د اسټراليا د لوبډلمشر پټ کمېنز ريکارډ يې چې په ۰.۵ ۲ ميليونه هندي روپيو (۲.۵ ميليونه ډالرو) د سنرايزر حيدر اباد لوبډلې اخيستی و مات کړ.
مېچل سټارک به له ۲۰۱۵ کال وروسته د لومړي ځل لپاره په ای پي اېل کې برخه اخلي. ۳۳ کلن سټارک له اتو کلونو راهيسې د هند غوره ليګ کې نه و لوبېدلی.
تر دې وړاندې په ای اپل اېل کې تر ټولو ګرانبيه لوبغاړي د انګلنډ سم کرن و چې د پنجاب سوپر کېنګز لوبډلې په شاوخوا ۲.۲ ميليونه ډالرو د ۲۰۲۳ کال ای پي اېل لپاره اخيستی و.
د هند غوره ليګ د ۲۰۲۴ سيالۍ د مارچ پر ۲۳ پيلېږي چې د مې تر ۲۹ نېټې به دوام وکړي.











