کرېکټ: اتلس افغان لوبغاړي د "ای پي اېل" بولۍ ته وړاندې شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ندیم اشرف
- دنده, بي بي سي
د هند د کرېکټ غوره لیګ یا ای پي اېل د نړۍ په کچه تر ټولو "سترې " د کرېکټ سوداګریزې سیالۍ دي. د ۲۰۲۵ کال سیالۍ یې ۱۸م پړاو دی. همدې پړاو سیالیو ته د لوبغاړو د پېرلو بهیر پر یکشنبه او دوشنبه (د نومبر پر ۲۴مه او ۲۵مه) د سعودي په جده ښار کې کېږي. ټولټال ۵۷۴ لوبغاړي بولۍ ته وړاندې کېږي. د لوبډلو څښتنان به له دې ډلې ۲۰۴ لوبغاړي وپېري.
په دې بولۍ کې به پر ۵۷۴ لوبغاړو به د ای پي اېل د لوبډلو څښتنان چنې سره ووهي. پایله کې به ۲۰۷ لوبغاړي غوره شي چې ۷۰ به یې د نورو هېوادونو لوبغاړي وي او ۱۳۴ به د هند خپل لوبغاړي وي.
یو شمېر داسې لوبغاړي هم شته چې له مخکې لوبډلو له ځانه سره ساتلي دي. له بولۍ مخکې هرې لوبډلې دا فرصت درلود چې د تېر کال لوبغاړو له ډلې شپږ هغه یې له ځان سره وساتي. دا یوه اوږده پروسه وه او لوبډلو د خپلو محاسبو او ګټې چانس ته په کتو ځینې لوبغاړي له ځانه سره ساتلي دي. د افغانستان راشد خان یوازینی هغه و چې خپلې لوبډلې "ګوجرات ټایټنز " له ځانه سره وساته.
راشد خان د ای پي اېل مهم لوبغاړی دی

د عکس سرچینه، Getty Images
د "ګوجرات ټایټنز " لوبډلې د هغو لوبغاړو له لسته چې له بولۍ مخکې یې له ځان سره ساتلی شوی، لومړی راشد خان غوره کړ. د ده بیه ۱۸۰ میلیونه هندي روپۍ ده. دا دوه عشاریه دیارلس میلیونه ډالر کېږي. دی له دې وړاندې د ای پي اېل په دریو پړاوونو کې هم له همدې لوبډلې سره و، خو د پخواني هر پړاو بیه یې ۱۵۰ میلیونه هندۍ روپۍ وې.
هغه اوس د هند غوره لیګ سیالیو یو مهم لوبغاړی دی. د نړۍ د نورو هېوادونو تر څنګ په هند کې هم ګڼ مینهوال لري.
د ای پي اېل ليلام په دې پړاو کې لوبغاړي په بېلا بېلو بیو پېرل کېږي، خو د هند غوره لیګ د لوبغاړو لپاره د لومړنۍ بیې په توګه ځانګړې بیه ټاکلې چې که پر کوم لوبغاړي له یوه د ډېرو لوبډلو څښتنانو خوښه راغله، نو بیه یې هم ورسره لوړېږي. د یوه لوبغاړي تر ټولو لوړه بیه ۲۰ میلیونه هندي روپۍ ده چې شاوخوا ۲۳۷,۰۰۰ او ټیټه بیه ۳ میلیونه هندي کلدارې چې ۳۶,۰۰۰ ډالر کېږي، ټاکل شوې دي.
د دوی په ډله کې ځینې مشهور لوبغاړي هم ليلامۍ ته وړاندې کېږي، چې واردمخه ګمان کېږي په "ریکارډ " کچه لوړیه بیه به وپلورل شي.
د ای پي اېل ۱۸م پړاو بولۍ کې افغان لوبغاړي
د ۲۰۲۵ کال هند غوره لیګ بولۍ ته ۱۸ افغان لوبغاړي ټاکل شوي دي. رحمن الله ګوربز، نور احمد لکڼوال، نوین الحق، مجیب الرحمن او فضل الحق هغه پنځه لوبغاړي دي چې د لوړې بیې په ګټګورۍ کې بولۍ ته وړاندې کېږي.
دوه افغان الرونډران یا هر اړخیز لوبغاړي محمد نبي او ځوان عظمت الله عمرزی بیا د ۱۵ میلیونه هندي روپیو په بدل کې بولۍ ته وړاندې کېږي چې له شاوخوا ۱۷۷,۰۰۰ ډالر سره برابرېږي.
د بل الراونډر لوبغاړي ګلبدین نایب د ليلامۍ بیه ۱۰ میلیونه هندي روپۍ ټاکل شوې ده. هغه په تېر پړاو سیالیو کې له "ډیلي کپېټلز" لوبډلې سره لوبېده.
نهه افغان لوبغاړي بیا د ۷.۵ میلیونه هندي روپیو په بدل کې لیلامي ته وړاندې کېږي. دا نهه لوبغاړي الله محمد غضنفر، وقار سلامخېل، ظاهر خان پکتین، صدیق الله اتل، نجیب ځدراڼ، ابراهیم ځدراڼ، قیس احمد، کریم جنت او ننګیالی خروټی دي.
بل افغان لوبغاړی فریدون داودزی دی چې ليلامۍ ته به وړاندې شي. د ده لومړنۍ بیه ۳ میلیونه هندي روپۍ ټاکل شوې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
پر افغان لوبغاړو د ایپيایل مسلکي اغېز
ای پي اېل یا د هند غوره لیګ سیالۍ د نړۍ په کچه له خوار مشهورو کرېکټ سیالیو دي. ګڼ شمېر مینهوال لري او دا لوبې خورا رقابتي بڼه لري. د نړۍ له ګوټ ګوټه "پیاوړي" لوبغاړي په دې سیالیو کې برخه اخلي. د دې تر څنګ په ای پي اېل کې د نورو هېوادونو "تجربه لرونکي" پخواني لوبغاړي د ايپياېل د ځینو لوبډلو روزونکي دي.
کرېکټ څارونکی مشتاق رحیم وايي، په ای پي اېل کې افغان لوبغاړي په مسلکي برخه کې "لا ښه روزل شوي" او په لوبغالي کې د فشار په کنټرولولو کې یې هم د هغه ځای زدکړې تر ملي لوبډلې راوړې دي.
هغه زیاتوي "افغان لوبغاړي د کرېکټ طبعي استعداد لري. په نه امکاناتو کرېکټ له صفره پیلوي. کورنی معیاري کرېکټ هم نه لرو، نو د همدې طبعي استعدادونو مسلکي بدلون لپاره همداسې ځای ته اړتیا ده. په ای پي اېل کې د هند او نړۍ خورا ښه روزونکي او پیاوړي لوبغاړي وي، نو افغان لوبغاړي ترې هر ډول مسلکي زدکړه کوي ".

د عکس سرچینه، ACB
افغان ملي لوبډله په وروستیو کې په بېسارې توګه ښه ځلېدلې او د نړۍ سترو لوبډلو ته یې ماتې ورکړې دي. د ۲۰۲۳ کال پنځوس اوریزه او د ۲۰۲۴ کال په شل اوریزو نړیوالو جامونو کې افغان لوبډلې ښې لوبې وکړې او د نړیوالو پام نور هم ور واوښت.
د افغانستان د کرېکټ بورډ پخوانی مشر نسیم دانش وايي، د افغان لوبغاړو په ځلېدا کې د ای پي اېل اغېز شته. هغه بيبيسي ته وویل، "هغه لوبغاړي چې په ای پي اېل کې لوبېږي په ملي لوبډله کې هم پياوړي دي. دوی خپله هم استعداد درلود، خو هلته نور هم پالش شول. کومې لوبې چې افغانستان اوس ګټي، ډېر رول پکې د هغو لوبغاړو دی چې په ای پي اېل کې لوبېدلې دي".

د عکس سرچینه، Getty Images
د ښاغلي دانش په خبره ای پي اېل کې د لوبېدونکو افغان لوبغاړو له امله په کور دننه نوي ځوانان هم هڅېږي چې ښه کرېکټ وکړي او دا خپله د افغان کرېکټ د پیاوړتیا لامل کېږي.
د کرېکټ بورډ پخوانی اجرایوي مشر شفیق ستانکزی هم په دې باور دی چې د هند د کرېکټ غوره لیګ د افغان لوبغاړو په پیاوړيکولو او لا ښه مسلکي روزولو کې لوی لاس لري. ښاغلی ستانکزی زیاتوي "هر افغان لوبغاړی له ای پي اېل وروسته بل ډول لوبغاړی راګرځېدلی، هم په مسلکي برخه کې او هم په دې فکر کوي چې د نړۍ د نورو لویو لوبغاړو په کتار کې څنګه له هغوی سره ځان برابر کړي او د هغوی په څېر ځان وروزي. افغان لوبغاړي هلته خپل ځان ارزوي ".

د عکس سرچینه، ACB
له ایپيایل مالي ګته
د هند د کرېکټ غوره لیګ سیالۍ لوبغاړو لپاره له مالي پلوه خورا غني لوبې دي. د افغانستان کرېکټ بورډ که څه هم په وروستیو کې ویلي چې د پخوا پرتله یې د ټولو لوبغاړو فیسونه لوړ کړي دي، خو له وړاندې لا د افغانستان کرېکټ بورډ له مالي اړخه "دومره نه وو ښه" لکه د نړۍ د ځینو "لویو" کرېکټ بورډونو.
د کریکټ بورډ پخوانی مشر نیسم دانش وايي، ای پي اېل افغان لوبغاړو ته په مالي برخه کې هم ډېره ګته رسولې. هغه زیاتوي "افغان لوبغاړي له مالي اړخه پخوا دومره ښه نه و، دوی استعداد درلود او په استعداد یې په ای پياېل کې واخیستل شول. دا مالي ګټه په کور دننه نور لوبغاړي هم هڅوي د کرېکټ معیار ښه کړي او کله چې هر کورنی لوبغاړی د خپل کرېکټ معیار پورته وړي، نو ګټه یې افغان کرېکټ ته ده ".
په افغانستان کرېکټ بورډ کې یوې سرچینې بي بي سيته وویل چې په ای پي اېل کې د لوبېدونکو افغان لوبغاړو د بیې ۱۰سلنه د افغانستان کرېکټ بورډ ته ورکول کېږي.
د کرېکټ څارونکی مشتاق رحیم هم وايي، د ای پي اېل له امله د افغانستان استعدادونو د نړۍ نورو لیګونو ته هم لاره پیدا کړې ده. د هغه په وینا "له دې سره لوبغاړي مالي خوندیتوب خواته ځي. بله دا چې په ای پي اېل کې له لوبېدو سره دا افغان لوبغاړي د نړۍ نورو لیګونو ته لاره پیدا کوي. زموږ لوبغاړي له مالي اړخه په سختیو کې وي، نو دا برخه یې ډېره مهمه ده".
اوس مهال د افغانستان ګڼ شمېر لوبغاړي د نړۍ په بېلا بېلو کرېکټ لیګونو کې لوبېږي.

د عکس سرچینه، ACB
پر افغان کرېکټ د سوداګریزو لېګونو منفي اغېزې
که څه هم پر افغان کرېکټ د ای پي اېل "مثبتې " اغېزې ډېرې یادېږي، خو کله کله بیا دا بحثونه هم راپورته کېږي چې د "سوداګریزونو لیګونو" له امله افغان لوبغاړي ډېر "بوخت" وي او د کورني کرېکټ ځینو لوبو کې ګډون ورنه پاتې وي.
نسیم دانش او مشتاق رحیم دواړه وايي چې د مثبتو اغېزو په مقابل کې دا کوچنۍ اغېزې د "حساب وړ" نه دي. ښاغلی دانش وايي، "۹۹سلنه اغېزې یې مثبتې دي، خو بد اړخ یې دا دی چې لوبغاړي ډېر بوختوي، همدا لوبغاړي بیا د کورني کرېکټ په اوږدو فارمټونو فکر او کار نه کوي هڅه کوي چې پکې ونه لوبېږي".
اوس مهال ډېری هغه افغان لوبغاړي چې په سوداګریزو لیګونو کې ډېر بوخت وي، د افغانستان د کورني کرېکټ په ځینو او یا ټولو لوبو کې نه وي. د افغانستان کرېکټ بورډ د ۲۰۲۴ کال شپږیزې سیالیو لپاره ټول لوبغاړي وروغوښتل.
د ښاغلي مشتاق رحیم په وینا، د سودراګریزو لیګونو د لوبو بڼه "چټکه" وي، نو لوبغاړي تر ډېره پر همدې شل اوریزه لوبو تمرکز کوي. "د ای پي اېل لوبې چټکې دي او لنډ فارمټ یې پیاوړی کړی دی. لوبغاړي هم پر همدې د کمو اورونو پر لوبو ډېر تمرکز کوي او د ټسټ په څېر اوږد کرېکټ ته یو ډول شا اړوي".
له کله چې د لومړي ځل لپاره افغان لوبغاړو سوداګریزو لیګونو ته لاره پیدا کړې، شمېر یې کم شوی نه دی، بلکې لا ډېر شوی دی.

د عکس سرچینه، ACB








