کابل کې د ایران سفیر: د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې خبرې روانې دي او ډېرې به نه اوږدېږي

په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي وایي، د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په تړاو خبرې روانې دي او دا بهیر به ''ډېر اوږد وخت و نه نیسي''.
ښاغلي بیکدلي له طلوع نیوز خصوصي تلویزیون سره په مرکه کې وویل: ''دا چې د پېژندنې موضوع به څه وخت ترسره شي، په خپل وخت به ترسره شي. په دې تړاو خبرې هم شته او زه فکر کوم چې ډېرې به اوږدې نه شي''.
د ایران سفیر ټینګار وکړ چې دا مهال د تهران له لوري د رسمیت پېژندنې لپاره کوم خنډ نه شته، او د ایران اسلامي جمهوریت په عملي توګه له طالبانو حکومت سره ''د خپلوۍ او ورورولۍ'' اړیکې ټینګې کړې دي.
هغه وویل ایران تر رسميت پېژندنې مخکې هم له طالبانو سره خپلې اړیکې په بېلابېلو برخو کې پراخې کړې دي او زیاته یې کړه: ''که موږ تاسې (د طالبانو حکومت) په رسمیت پېژندلي وای، نو څه به چې شوي وای؟ موږ هغه ټول کارونه ترسره کړي دي''.
د ایران سفیر په کابل کې د تهران د دیپلوماتیکې استازولۍ کچې ته په اشارې سره وویل چې په افغانستان کې د ایران استازولۍ د لوړپوړو دیپلوماتیکو چارواکو له لوري اداره کېږي.
نوموړي وویل: ''زموږ ټول چارواکي، زموږ ولسمشر، په کلکه د خپلوۍ اړیکو ملاتړ کوي او د اړیکو د پراختیا پر وړاندې هېڅ ډول خنډ نه ویني.''

د عکس سرچینه، TOLO NEWS
که څه هم د ایران او چین په ګډون ځینې هېوادونو په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره پراخې دیپلوماتیکې او عملي اړیکې ټینګې کړې دي، خو تر اوسه له روسیې پرته بل هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
د ایران او د طالبانو د حکومت اړیکې له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې د افغانستان د جمهوري نظام سقوط شو، پرلپسې توګه تودې شوې دي.
د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو درېیو کلونو کې ایراني چارواکو تل په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ''ټولګډونه حکومت'' پر جوړېدو ټینګار کاوه، چې ځینې وختونه د طالبانو له تندو غبرګونونو سره هم مخ کېدل.
خو په تېر نژدې یو نیم کال مودې کې، په ځانګړې توګه د اسرائیل او ایران ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې او دغه راز د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د کړکېچونو له زیاتېدو وروسته د تهران او طالبانو ترمنځ اړیکې لا پسې پراخې شوې دي او ایران د افغانستان تر ټولو ستر سوداګریز شریک ګرځېدلی دی.
تهران تېر دسمبر کې د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربتوب وکړ، خو د طالبانو د حکومت استازو په هغه غونډه کې ګډون ونه کړ.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو مشر ضیاء احمد تکل ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د سیمه ییزو او دوه اړخیزو چوکاټونو له لارې د سیمې له هېوادونو سره فعالې اړیکې لري او غوره ګڼي چې همکارۍ هم په همدې چوکاټونو کې مخته یوسي.
د طالبانو حکومت د هغې غونډې د وروستۍ اعلامیې هرکلی وکړ.
په هغه غونډه کې چې د روسیې، چین، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان د استازو په ګډون جوړه شوې وه، د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د نښتو په اړه خبرې وشوې.
په وروستۍ اعلامیه کې راغلي و چې ګډونوالو، ''د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره له ټولو روانو هڅو ملاتړ وکړ او د دغو هڅو د پیاوړتیا لپاره یې د همکارۍ چمتووالی څرګند کړ.''
دغه راز په هغه غونډه کې هوکړه وشوه چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پنځمه غونډه به د ترکمنستان په اشک اباد کې ترسره شي.
پاکستان هم اعلان وکړ چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو د دویم پړاو غونډې کوربتوب ته چې ټاکل شوې د روان کال په مارچ میاشت کې په اسلام اباد کې جوړه شي، چمتو دی.




















