د سره صلیب نړیواله ټولنه: ناچاوده توکي لا هم هره ورځ یو شمېر افغانان وژني

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله ټولنه وايي چې په تېر ۲۰۲۴ کال کې له جګړو پاتې ماینونو او ناچاوده توکو سلګونه افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې چې ډېری یې ماشومان دي.
دې ادارې ویلي چې په تېر ۲۰۲۴ میلادي کال کې یې د ماینونو او ناچاوده توکو د چاودنو ۲۵۱ پېښې ثبت کړې دي.
پر خپله اېکس پاڼه یې لیکلي چې په دغو پېښو کې ۵۶۴ تنو ته مرګژوبله اوښتې چې ۷۶ سلنه یعني ۴۳۴ یې ماشومان دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
سره صلیب ویلي چې ښايي ريښتینې شمېرې تر دې لوړې وي او په وینا یې، ماینونه او ناچاوده توکي لا هم په افغان ټولنه کې د یوه "مرګونی ګواښ" په توګه پاتې دي او د خلکو ژوند اغېزمنوي.
په افغانستان کې د سره صلیب پلاوي مشرې کاترینا رېتز ویلي، "له جګړو پاتې ځمکنيو مایونونو او چاودېدونکو توکو یوازې د خلکو عام ژوند نه دی ګډوډ کړی بلکې اقتصادي پرمختګ یې هم له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړی او په ټولنه کې په ځانګړي ډول د ماشومانو تر منځ زړه ماتوونکې غميزې هم رامنځته کوي."
اغلې رېتز همدا راز ویلي چې پر افغانستان د مالي سرچینو او ملاتړ وروستي کمښت د ماین پاکۍ او د ناچاوده توکو د خوندي ایستلو هڅې اغېزمنې کړې دي او په وینا یې، "دا لا ډېر ژوندونونه په خطر کې اچوي او ښايي لا ډېرې غمیزې رامنځته کړي."
دې پر نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو ادارو باندې له هغو ټولنو سره د مرستو کولو غږ کړی چې د ماین پاکۍ او ناچاوده توکو د پاکولو او د "وسلو ککړتیا" د له منځه وړلو برخه کې کار کوي. ویلي یې دي چې د سره صلیب ټولنه "په دې برخه کې د خپل رول لوبولو ته ژمنه ده."
یوناما: افغانستان د نړۍ پر مخ د ناچاوده توکو له ډېرو اغېزمنېدونکو هېوادونو دی

د عکس سرچینه، Getty Images
په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وايي چې افغانستان د نړۍ پر مخ له هغوی هېوادونو دی چې له جګړو د پاتې چاودېدونکو توکو له کبله ډېر اغېزمن شوی دی.
د دغه سازمان په خبره، د څو لسیزو په جګړه کې لسګونه زره عامو افغانانو د ځمکنیو مایونونو او ناچاوده توکو له امله خپل ژوند او یا هم د بدن غړي بایللي دي او اوس مهال یې ډېری قربانیان ماشومان دي.
یوناما دا څرګندونې نن د اپرېل پر څلورمه کړې دي او دا ورځ د ماین پاکۍ په برخه کې د پوهاوي لوړولو او د مرستو راټولولو نړیوالې ورځې په توګه نمانځي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
دغه سازمان پر نړیوالو غږ کړی چې د ماین پاکۍ او د مایونونو په چاودونو کې د معلولو شوو کسانو د ملاتړ او هغوی ته د زدکړو ورکولو په برخه کې مرستې وکړي.
یوناما ویلي، "د ماین پاکۍ چارې سره له دې چې ډېرې ستونزمنې او خطرناکې دي، ډېر لګښت هم پرې راځي. همدا رنګه د پېښو د مخنیوي او د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د بیا رغونې زدکړې هم حیاتي ارزښت لري."
دغه سازمان ویلي چې د خلکو د ژوند ژغورنې او د یوه خوندي، باثباته افغانستان او د سوکاله راتلونکي لپاره یې لا زیات نړیوال ملاتړ او پانګونې ته اړتیا ده.
"که د ټوپکو شپېلۍ غلې هم شي، مایونونه د چا لحاظ نه کوي"

د عکس سرچینه، Getty Images
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش هم ویلي چې په ټوله نړۍ کې تر ۱۰۰ میلیون ډېر خلک د ځمکنیو ماینونو او له جګړې د پاتې چاودېدونکو توکو له خطر سره مخامخ دي.
دی وايي، ان که د ټوپکو شپېلۍ غلې هم شي، دغه ماینونه د چا له لحاظ کولو پرته ملکي وګړي وژني او د پراختیايي هڅو مخه نیسي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 3
ده هم له ټولو غوښتي چې د ماینونو په اړه د پوهاوي پر دې نړیواله ورځ له دې ستونزې سره مبارزې ته ژمن پاتې شي.
د یادولو ده چې ملګرو ملتونو شاوخوا دوه میاشتې مخکې (کب۶/فبروري ۲۴) ویلي وو چې چاودېدونکي توکي هره میاشت په افغانستان کې لږ تر لږه ۵۵ کسانو ته مرګژوبله اړوي.
دغه سازمان ویلي وو چې د افغانستان په نږدې ۳۰۰ ولسوالیو کې لا هم د چاودېدونکو توکو ګواښ شته او دا یې تر ډېره هغه سیمې یادې کړې وې چې په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې د جګړې پر مهال ماینونه پکې خښ شوي دي.
"ماینونه په افغانستان کې د معلولیت مهم لامل دی"
ملګرو ملتونو همدا راز ویلي چې په افغانستان کې نږدې درې نیم میلیونه خلک د ماینونو له خطر سره مخامخ دي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې هره میاشت شاوخوا ۵۵ کسان چې په څلورو کې له درې برخو ډېر يې ماشومان دي له همدې امله مړه او ټپيانېږي او همدا په افغانستان کې د معلولیت یو مهم لامل هم دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه سازمان ویلي چې د افغانستان په شاوخوا ۳۰۰ ولسوالیو کې ۱۲۰۰ کيلومتره مربع ځمکه کې لا هم ماینونه او د جګړې له مهاله پاتې چاودېدونکو توکي خښ دي. په ځینو سیمو کې خلک ورسره ان په یوه کیلومتر واټن کې ژوند کوي.
دا خطر په ورځني ډول ورڅېرمه پراته ملکي خلک، په تېره بیا هغه ماشومان اغېزمنوي چې په دغو سیمو کې لوبې کوي، څاروي څروي او یا هم کباړ را ټولوي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په تېر ۲۰۲۴ کال کې چاودېدونکو توکو افغانستان کې تر ۶۰۰ ډېر ملکي وګړي وژلي یا ټپيان کړي وو.
دغه سازمان په ۲۰۲۲ کې هم په چاودېدونکو توکو د ماشومانو د وژل کېدو او ټپي کېدو نږدې ۴۰۰ پېښې ثبت کړې وې.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي چې د ماین پاکۍ د ملي پلان له مخې هڅه کېږي چې په راتلونکو درېیو کلونو کې په ماینونو د ټولې پوښلې سیمې سروې بشپړه او تر ۵ کلونو له ماینونو پاکه شي.
په افغانستان کې د ماینونو اېښودل له ۱۹۷۹ کال راهیسې د شوروي له یرغل سره پیل شوي او له هغه وروسته مجاهدینو او نورو ډلو هم په پراخه کچه اېښي خو د دغو ماینونو شمېر او پر ماین د ککړو سیمو دقیقې نقشې نه شته.
د راپورونو له مخې د کورنیو جګړو پر مهال هم ګڼو اړخونو یوه بل ته ماینونه سره اېښودل. د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال دوی او مخالفینو يې هم د یوه او بل لوري د مخکې تګ مخه ډب کولو لپاره ماینونه اېښي وو. په تېرو دوو لسیزو کې هم د افغانستان پر ځمکه پراخ ماینونه او نور چاودېدونکي توکي کارېدلي دي.












