د کرېکټ ۲۰۲۳ اسیا ‌جام؛ د افغانستان او شري لنکا برخلیک ټاکونکې لوبه

cri

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, راصد ځواک
    • دنده, بي‌بي‌سي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن (سې شنبه د سپتمبر ۵مه) د ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو لوبو د اسیايي جام په سیالیو کې له شري لنکا سره لوبه لري او دا لوبه دواړو لوبډلو ته برخلیک ټاکونکې ده.‌

شري لنکا که څه هم د اسیايي‌ جام په ګروپي لوبو کې خپله لومړۍ لوبه له بنګله دېش ګټلې خو لا یې هم له دغو سیالیو د وتلو خطر شته دی.

بلخوا افغانستان بیا خپله لومړۍ لوبه بنګله دېش ته بایللې او په اسیا جام کې پاتې کېدو او مخته تګ لپاره اړتیا لري چې ننۍ لوبه وګټي، او هغه هم لوی توپیر.

د افغانستان او شري لنکا د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ لوبه د افغانستان پر وخت د ماسپښین ۲ بجې د پاکستان د لاهور ښار په قذافي سټډیم کې پیلېږي.

دغه لوبغالی توپ وهنې ته ډېر مناسب ګڼل کېږي او د افغانستان-بنګله دېش ترمنځ د سیالۍ په دواړو پاڼیو کې دلته نږدې ۶۰۰ منډې وشوې.

خو د افغان لوبډلې اتکا تل تر ډېره پر توپ اچوونکو وي.

ایا افغان لوبډله د مخ ته تللو چانس لري؟

crick

د عکس سرچینه، Getty Images

د دې پوښتنې لنډ ځواب 'هو' دی، خو دا چانس په کم توپیر د ننۍ لوبې په ګټلو هم نشي خپلولی.

کرېک انفو چې د کرېکټ یو مشهور ویب‌سایټ دی لیکلي، که افغانستان نن لومړۍ توپوهنه کوي او تر ۲۷۵ منډو هدف ټاکي، نو شري لنکا ته باید د لږترلږه ۶۸ منډو په توپیر ماته کړي.

په دې توګه به د افغانستان د منډو اوسط یا 'رن رېټ' له شري لنکا لوړ شي.

بلخوا که په ننۍ لوبه کې لومړۍ توپوهنه شري لنکا کوي او افغانستان ته هدف ټاکني، نو افغان لوبډله باید دغه هدف چې هر څومره وي، تر ۳۵م او یا له دې به کمو اوورونو کې پوره کړي.

نو دغه توپیر ته په کتو به د شري لنکا هڅه دا وي چې که ننۍ لوبه بایلي هم، نو افغانستان به د منډو د اوسط لوړېدو ته نه پرېږدي.

cri

د عکس سرچینه، Getty Images

افغانستان او شري لنکا تر دې دمه لس یو ورځنۍ لوبې کړې چې شپږ شري لنکا او درې افغانستان ګټلې دي او یوه لوبه د باران له کبله برابره اعلان شوې.

د ۲۰۲۳ کال اسیا‌ جام سیالیو کې شپږو اسیايي لوبډلو په دوو ګروپونو کې برخه لرله او دا یې د ګروپي سیالیو وروستۍ لوبه ده.‌

هند او پاکستان وار له مخې د دغو سیالیو سوپر فور پړاو ته لار کړې او دوی سره په ګروپ کې لوبېدونکی نیپال له سیالیو وتلی دی.