بلېنکن: له ایران سره جګړه نه غواړو، خو د ځان دفاع خامخا کوو

ایران

د عکس سرچینه، REUTERS

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن سې‌شنبه ملګرو ملتونو کې د وینا پر مهال وویل چې ایران سره شخړه نه غواړي، خو که تهران هر ځای تر خپل امر لاندې وسله والو سره د امریکا پر پوځي پرسونل برید وکړي، ځواب به یې ووايي.

هغه په داسې حال کې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د اسرائیل او حماس د جګړې په اړه خبرې کولې، چې رپوټونه وايي په دې وروستیو کې په عراق او سوریه کې د امریکا په مشرۍ پر اېتلافي ځواکونو بریدونه ډېر شوي‌ دي.

ښاغلي بلېنکن وویل "امریکا ایران سره د جګړې غوښتونکې نه ده. موږ نه غواړو چې دا جګړه دې پراخه شي. خو که تهران د خپلو نیابتي‌ ډلو له لارې هر ځای د امریکا په پرسونل برید وکړي، مه تېروځئ: موږ به مدافعان واوسو، موږ به د خپل امنیت دفاع وکړو – چټکه او پرېکنده."

هغه په امنیت شورا کې له ټولو هېوادونو غوښتل چې ټولو دولتي‌ او غیر دولتي عواملو ته چې ښايي روانه جګړه کې د اسرائیل خلاف د بلې جبهې د پرانیستلو او یا ښايي د اسرائیل پر متحدانو د برید هوډ ولري، په ګډ پیغام کې ووايي چې "اور ته پوکي مه وهئ."

خو وروسته په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي امیرسعید ایرواني‌ امنیت شورا ته وویل، چې ښاغلي‌ بلېنکن هڅه وکړه چې د دوی هېواد د اسرائیل او حماس ترمنځ د روانې جګړې له کبله ګرم وګڼي.

هغه زیاته کړه تهران "دغه بې بنسټه ادعاوې" په غوڅه ردوي.

ښاغلي ایرواني وویل "د سیمې سولې او ثبات ته ژموږ ژمنتیا کلکه ده. امریکا د بې‌ګناه فلسطیني وګړو په بیه د یرغلګر له ښکاره پلویتوب سره دا شخړه لا ډېره شدیده کړې ده."

امریکا

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

تر دې لږ مخکې د امریکا دفاع وزارت 'پنټاګون' ویلي و چې تېره یوه اوونۍ په عراق کې ۱۰ ځله او په سوریه کې ۳ ځله پر امریکايي او اېتلافي ځواکونو بریدونه شوي.

جنرال پاتریک رایډر رسنیو ته ویلي "موږ په نږدې ورځو کې د ایران د نیابتي‌ځواکونو او بالاخره د ایران لخوا د سیمې لروبر د امریکايي ځواکونو پر وړاندې د پام وړ ډېرېدونکي تاوتریخوالي د لیدلوري‌ شاهدان یو."

ښاغلي‌رایډر ویلي، د نړۍ هر ځای کې چې وي، امریکا به هېڅکله د خپلو ځواکونو او ګټو د خوندي ساتلو لپاره په ګام اخیستلو کې دوه زړی نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن پوست ورځپاڼې سې‌شنبه یوه رپوټ کې د امریکايي چارواکو په حواله ویلي، تېره یوه اوونۍ په عراق او سوریه کې د امریکايي ځواکونو پر پوځي اډو بریدونو کې ۲۴ امریکايي سرتېري ټپي شوي‌ دي.

واشنګټن پوست لیکلي: "د بایډن حکومت څو ورځې د جزییاتو له ورکولو پرته داسې انګېرله، چې په غزه کې د حماس خلاف ځمکنیو علمیاتو ته د اسرائیل له چمتو کېدو سره، منځني ختیځ کې د امریکا د پوځ غړي د لوړې کچې خطر سره مخامخ دي."

په دوی کې تر ټولو جدي پېښه د اکتوبر پر ۱۸مه د سوریې سویل کې پر تنف اډي د څو ډرون الوتکو برید و.

د امریکا پوځي چارواکو ویلي په دې پېښه کې ۲۰ سرتېري 'برسېرن' ټپي شوي دي.

تاد
د عکس تشریح، پنټاګون ویلي ایران لخوا ډېریدونکو کړکېچونو ته په کتو سیمې ته دفاعي سیستمونه استوي

له دې مخکې د سپېنې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي هم رسنیو ته ویلي وو چې پر اسرائیل د حماس برید کې د ایران د رول په اړه د دوی ارزونې نه دې بدلې شوې.

هغه وویل: "څه چې موږ ویلي او وایو یې دا دي، چې ایران قطعآ په دې ماجرا کې ملګری دی. له دوی پرته نه حماس شته، نه حزب‌الله، او نه هم وسله والې ډلې چې په عراق او سوریه کې پر امریکايي ځواکونو توغندي وتوغوي."

ښاغلي کربي زیاته کړه "موږ پوهېږي چې ایران دا ټولې پېښې څاري او په ځینو مواردو کې یې ترغیبوي.‌ په دې کې هېڅ شک نشته. خو د اکتوبر د ۷مې برید په اړه مو تر اوسه هېڅ داسې مستقیم اطلاعات نه دي‌ کتلي، چې وښيي ایران دې د دغو بریدونو مدیریت او یا پکې نقش لرلو ته لېوال وي."

رویټزر خبري اژانس سې‌شنبه په یوه رپوټ کې ویلي‌ چې د امریکا پوځ په سیمه کې د ایران له ملاتړه د برخمنو نیابتي ډلو د بریدونو په تړاو د اندېښنو په ډېرېدو سره، منځني ختیځ کې د خپلو ځواکونو خوندیتوب لپاره احتياطي تدابیر ډېر او په دې لړ کې له سیمې د پوځیانو د کورنیو ایستلو ته چمتووالی نیولی.‌

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن په ګډون د جو بایډن حکومت ګڼو جګپوړو چارواکو په وار وار منځني‌ختیځ کې د ایران د نیابتي ډلو لخوا د بریدونو د ډېریدو د احتمال خبرداری ورکړی دی.‌

ښاغلي اسټن په دې لړ کې منځني ختیځ ته توغندیو د دفاعي سیستمونو او نورو ځواکونو د استلو د پرېکړې خبر هم ورکړی و.