امریکا منځني ختیځ ته د خپل پوځي حضور د پیاوړي کولو لپاره بي۵۲ بم غورځونکې الوتکې او سترې بېړۍ لېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکا اعلان کړی، په منځني ختیځ کې د خپل حضور د پیاوړي کولو لپاره به هلته بي۵۲ بم غورځونکې الوتکې، جنګي الوتکې، تېل وړونکې الوتکې او سمندري اوبتلونه ولېږي.
دا ګام په داسې حال کې پورته کېږي، چې د ابراهام لنکن او د هغې ملګرې الوتکې وړونکې بېړۍ، سیمې ته د وتلو لپاره تیارۍ نیسي.
پنټاګون د جمعې په ورځ (نومبر ۱۱) په یوه بیان کې وویل، د ځای پرځای کولو دا چاره به په راتلونکو میاشتو کې ترسره شي او په ټوله نړۍ کې د متحده ایالاتو د پوځي ځای پرځای کولو په تړاو، انعطاف ښيي.
د پنټاګون ویاند پاټریک رایډر وايي، "د دفاع وزیر لویډ اسټین په منځني ختیځ کې د امریکایي وګړو او ځواکونو د دفاع، د اسراییلو دفاع او د تاو تریخوالي کمولو لپاره، سیمې ته د څو نورو ستراتیژیکو بم وړونکو الوتکو او د بالسټیک توغندیو ویجاړونکو وسایلو د ځای پرځای کولو امر کړی دی. "
پنټاګون په دغه بیان کې دا هم ویلي: "که ایران، یا یې متحدین یا نیابتي ځواکونه په سیمه کې د امریکايي وګړو یا ګټو په نښه کولو لپاره له دې فرصته کار واخلي، متحده ایالات به د خپلو خلکو د دفاع لپاره هر ډول ګام اوچت کړي."
اسوشېټېډ پرېس هم ویلي، ایران ته د مستقیم خبرداري په توګه په منځني ختیځ کې د بي۵۲ بم غورځوونکې الوتکې څو ځلې ځای پر ځای شوي او دا په یوه میاشت کې دویم ځل دی چې سیمې ته استول کېږي.
امریکا دا الوتکې د اکتوبر په میاشت کې د یمن د حوثیانو د زېرمو په نښه کولو لپاره هم وکارولې.
امریکا د ۲۰۲۳ کال اکتوبر راهیسې په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي له ډېرېدو سره هلته دوه الوتکې وړونکې بېړۍ ځای پر ځای کړي دي.
په سیمه کې د امریکايي ځواکونو دغه پوځي بدلونونه د ایران او اسرائیلو تر مخامخ بریدونو وروسته کېږي.
اسرائیل هم په غزه کې د حماس او په لبنان کې د حزب الله سره په جګړه کې دی. امریکا ژمنه کړې، په دې بریدونو کې به د اسرائیلو په دفاع کې مرسته وکړي او د هغو امریکايي ځواکونو ساتنه به وکړي چې په سوریه، عراق او یمن کې د ایران له ملاتړه برخمنې ډلې بریدونه پرې کوي.








