امریکا سوریه او عراق کې پر ایران پلوو ډلو د بریدونو پلان تصویب کړی

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د امریکا متحدو ایالتونو سوریه او عراق کې پر ایران پلوو ډلو د بریدونو پلان تصویب کړی دی.
دا خبره چارواکو د بيبيسي امریکایي شریک سيبياېس نیوز ته کړې.
دوی زیاته کړې چې دغه بریدونه به د هوا حالاتو ته په کتو د څو ورځو په لړ کې ترسره شي.
هممهاله د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن ویلي، چې واشنګټن له ایران سره د کړکېچ پراختیا نه غواړي، خو وايي د امریکا د پوځیانو او ګټو دفاع د ده په وینا ضروري ده.
واشنګټن دا پرېکړه تر هغې وروسته کړې، چې د تېرې یکشنبې پر ورځ یې سوریې سره پولې ته څېرمه په اردن کې پر یوې پوځي اډې د ډرون برید کې ۳ سرتېري ووژل شول او ۴۱ نور ټپي شول.
امریکا د دغه برید پړه د عراق اسلامي مقاومت په نوم پر ملېشه ډلې اچولې.
باور دا دی چې دا ډله ګڼ وسله وال لري چې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو لخوا روزل شوي او په وسلو سمبال شوي دي.
ایران وايي، چې دوی د یکشنبې ورځې په برید کې هېڅ راز رول نه درلود.
خو امریکايي چارواکو ویلي، د دوی استخبارات پر دې باور دي چې اردون کې پر پوځي اډه د برید لپاره کارول شوی ډرون به ایران جوړ کړی وي، او هغو ډرونونو ته ورته دی چې تهران یې په اوکرایین کې کارېدو لپاره روسیې ته ورکوي
د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن د پنجشنبې پر ورځ یوه خبري کنفرانس ته د وینا پر مهال د دې دفاع وکړه چې پوځي غبرګون ولې تر اوسه ځنډېدلی دی.
هغه وویل "موږ به په داسې ځای، داسې وخت او داسې بڼه ځواب ووایو چې خپله مو خوښ وي."
ښاغلی اسټن وايي "فکر کوم ټول د دې له ډاډمنولو سره تړلې ننګونې درک کوي چې موږ سم خلک ځواب ویونکي وګڼو" او دا چې "د دغه کار لپاره کوم ټاکلی فرمول نشته."
د امریکا دفاع وزیر زیاته کړې "د دې موضوع مدیریت لپاره لارې چارې شته چې له کنټروله ونه وځي. موږ په دې ټوله موده کې پر همدې تمرکز کړی."

هغو چارواکو چې سيبياېس سره یې خبرې کړې، د امریکا د احتمالي ځوابي بریدونو دقیق څرنګوالی یې نه دی شریک کړی.
دوی ویلي چې امریکايي ځواکونه خرابه هوا کې هم د بریدونو وړتیا لري خو دا یې غوره ګڼلې چې ملکيانو ته د زیان رسېدو د خطر راکمولو لپاره اهداف روښانه وکتلی شي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د استازو جرګې د جمهوریپالو غړو له ډېرېدونکو فشارونو سره مخامخ دی چې ځینې پکې آن د ایران دننه پر اهدافو د بریدونو غوښتنه کوي.
واشنګټن که څه هم په بیا بیا دغه ډرون برید ته د ځواب ویلو ژمنه کړې، خو ولسمشر بایډن او دفاعي چارواکو یې په زغرده ویلي چې ایران سره جګړه او په سیمه کې د کړکېچ پراختیا نه غواړي.
د امریکا لخوا عراق او سوریه کې پر هغو وسله والو ډلو چې د ایران ملاتړ ورسره دی د ځوابي بریدونو په تړاو د رپوټونو له خپریدو سره هممهاله رویټرز خبري اژانس نن د پنځو باخبره سرچینو په حواله یوه رپوټ کې لیکلي چې سپاه پاسداران په سوریه کې د خپلو جګپوړو پوځي افسرانو شمېر راکم کړی دی.
په رپوټ کې راغلي چې دا ګام سوریه کې د سپاه پاسداران پر اهدافو د اسرائیل وروستیو خونړیو بریدونو ته په کتو اخیستل شوی دی.
سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې ایران به تر دې وروسته سوریه کې د نفوذ ساتنې لپاره ډېره تکیه پر خپلو متحدو شیعه ملېشو کوي.








