د حوثيانو پر ضد د امریکا او بریتانیا نوي عملیات روان دي

CentcomCopyright

د عکس سرچینه، CentcomCopyright

دوو امریکايي چارواکو په امریکا کې د بي‌بي‌سي همکارۍ رسنۍ سي‌بي‌اېس ته ویلي، چې د یمن د حوثيانو پر ضد د امریکا او بریتانیا ګډ عملیات روان دي.

دوی وویل چې هوايي بریدونه د "دفاعي" عملیاتو سربېره وو چې د متحده ایالاتو مرکزي قوماندې "سېنټکام" مخکې په یوه بیان کې یادونه کړې وه.

دا د ایران له ملاتړه برخمنې ډلې پر وړاندې د دوو هېوادونو د ګډو بریدونو درېیم پړاو دی. امریکا په ډیرو نورو مواردو کې د حوثيانو پر مرکزونو بریدونه کړي دي.

په دغو هوايي بریدونو کې چې د شنبې په ورځ تر سره شوي وو، شپږ د کښتۍ ضد کروز توغندي چې د سره سمندر په لور توغول کېدو ته چمتو وو، په نښه شول.

په عراق او سوریه کې د امریکا بریدونه؛ عراق وايي، له ناورین ډکې پایلې به ولري

د امریکا د دفاع وزارت يا پنټاګون وايي په عراق او سوريه کې یې پر ايراني پلوه ملېشو هوايي بريدونه کړې دي. پنټاګون وايي، په دغو دوو هېوادونو کې یې په اوو موقعیتونو کې ۸۵ موخې په نښه کړې دي.

تر اوسه د ځاني تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوی. امریکايي ځواکونه وايي، په دې اړه ارزونه کوي چې څومره کسان یې په نښه کړي دي.

بل لور د اې ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې د عراقي لومړي وزیر یوه ویندوی له قوله ویل شوي، امریکايي بریدونه د عراق ملي حاکمیت تېری دی. جنرال یحیی رسول زیاته کړې دا بریدونه به د عراق او سیمې د امنیت او ثبات لپاره له ناورینه ډکې پایلې ولري.

امریکايي ځواکونو تېره شپه د عراق او سوریې په بېلابېلو سیمو کې پر ۸۵ هدفونو بمبارۍ کړې دي. دا بریدونه د تېرې یکشنبې هغو بریدونو ته غبرګون و، چې درې امریکايي پوځیان پکې ووژل شول.

د سوریې بهرنیو چارو وزارت هم د امریکا بیګاني بریدونه غندلي دي. په یوه اعلامیه کې چې سنا خبري اژانس خپور کړی، د سوریې بهرنیو چارو وزارت ویلي، امریکايي بریدونو ''یو ځل بیا ثابته کړه، چې (امریکا) پوځي ځواکونه نړیواله سوله، ثبات ګواښي او په سیمه کې کړکېچ زیاتوي.''

امريکايۍ الوتکې

د عکس سرچینه، US Military Central Command

د یادونه ده، چې د سوریې حکومت په دې هېواد کې د امریکايي ځواکونو له شتون سره مخالفت کوي او د خپلې خاورې اشغال یې بولي.

امریکا وروسته له هغه د غچ اخيستنې ګواښ وکړ چې د تېرې يکشنبې پر ورځ د سوريې له پولې سره څېرمه په اردن کې پر يوې پوځي اډې د ډرون بريد کې ۳ امریکايي سرتېري ووژل شول او ۴۱ نور ټپيان شول.

د امریکا مرکزي قومندانۍ په یوه بیان کې ويلي، ځواکونو يې د فبرورۍ پر دویمه نېټه په عراق او سوریه کې د اسلامي انقلاب د قدس ځواک او ورسره تړلې ملېشې په نښه کړې دي.

د دغه بيانيې له مخې د امریکا پوځي ځواکونو له "۸۵" زیاتې موخي په نښه کړې دي چې په هغو کې د عملياتو د قوماندې او کنټرول مرکزونه، استخباراتي مرکزونه، توغندي، د ډرون الوتکو د ساتنې مرکزونه او د ملېشو ډلو اکمالاتو ځايونه شامل دي.

د امریکا بريدونه په داسې حال کې کېږي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت وايي، انتوني بلینکن به راتلونکې اوونۍ منځني ختیځ ته سفر وکړي او هلته به له سعودي، مصر، قطر، اسرائیل او همدارنګه له لوېدیځې غاړې ليدنه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغه سفر نېټه د فبرورۍ له ۴ تر ۸ اعلان کړې ده.

جو بايډن: که تاسو يوه امریکايي ته زيان ورسوئ موږ به يې ځواب درکړو

جوبايډن

د عکس سرچینه، MICHAEL REYNOLDS/EPA-EFE/REX/Shutterstock

د امریکا ولسمشر جو بايډن په سوريه او عراق کې د ايران د سپاه پاسداران د قدس ځواک او د هغې ملاتړو ډلو پر ضد د غچ اخيستونکو هوايي بريدونو د پيل اعلاميه کې ويلي، "که تاسو يوه امریکايي وګړي ته زيان ورسوئ موږ به يې ځواب درکړو."

د ولسمشر بايډن په دغه بيانيه کې ويل شوي، نن ماسپښين زما په امر، امریکايي ځواکونو په عراق او سوريه کې هغه ځايونه او اډې په نښه کړې چې د ايران اسلامي انقلابي ګارډ او تړلو ملېشو ترې پر امريکا بريدونه کول.

امريکا د دغه بريد پړه د عراق اسلامي مقاومت په نامه ډلې اچوي چې ويل کېږي ګڼ وسله وال لري او د ايران سپاه پاسداران ځواکونو له خوا روزل او په وسلو سمبال شوي دی.

ايران بيا وايي چې د يکشنبې ورځې بريد کې هېڅ ډول رول نه لري.

خو امریکايي جارواکي وايي، د دوی استخبارات پر دې باور دي چې اردن کې پر پوځي اډې د بريد لپاره کارول شوی ډرون ايران جوړ کړی او هغو ډورنونو ته ورته دی چې تهران يې په اوکرايين کې د کارېدو لپاره روسيې ته ورکوي.

په اردن کې د امریکايي ځواکونو پر اډې تر برید سملاسي وروسته یو شمېر امریکايي سناتورانو او سیاستوالو له سپینې ماڼۍ وغوښتل چې ایران دې د ترهګرو ډلو د ملاتړي په توګه په نښه کړي.