حوثیانو سور سمندر کې د امریکا د یوې سوداګریزې بېړۍ د ویشتلو ادعا کړې

امریکا

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د یمن حوثي غورځنګ وايي، چې په سور سمندر کې یې په تازه برید کې د امریکا یوه اړونده سوداګریزه بېړۍ وېشتلې ده.

د حوثیانو د پوځ ویاند یحیی سریع ویلي، دا بېړۍ 'KOI' نومېده او د دوی ځواکونو د "څو مناسبو سمندري توغندیو په وسیله" په نښه کړه.

هغه وویل، دا کښتۍ د "اشغال شوي فلسطین بندرونو" ته روانه وه.

حوثیان د "اشغال شوي فلسطین" اصطلاح وخت ناوخت اسراییلو ته کاروي.

خو دوو سرچینو بي‌بي‌سي ته ویلي چې د امریکايۍ بېړۍ ویشتلو په تړاو د حوثیانو ادعا سمه نه ده.‌

د ټرېډ وینډز په نوم صنعتي خپرنۍ د حوثیانو لخوا د امریکایي بېړۍ د اېشتلو ادعا "جعلي" بللې.

دې خپرنۍ لیکلي په اصل کې د دې بېړۍ یوه عمله ناورغه وه او له بېړۍ د چورلکې په وسیله لېږدول شوې ده.

پخپله د امریکا متحدو ایالتونو او بریتانیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي‌ ویلي.

د امبرې په نوم امنیتي کمپنۍ بیا وايي، چې د یمن سویل خوا ته یوې بېړۍ رپوټ ورکړی چې چاودنه پکې شوې ده.‌

بلخوا د امریکا پوځ ویلي، چې په یمن کې یې د حوثیانو پر اهدافو تازه هوايي‌ ګوزارونه کړي.

د امریکا په دغو تازه هوايي بریدونو کې شاوخوا لس ډرونونه چې د رپوټونو له مخې د حوثیانو لخوا بریدونو لپاره چمتو شوي وو، په نښه شوي دي.‌

د امریکا پوځ مرکزي قومندانۍ 'سېنټکام' ویلي، دغو ډرونونو په سیمه کې سوداګریزو او د امریکا جنګي بېړیو ته خطر پېښولی شو.

د سېنټکام بیان کې راغلي چې پر دغو ډرونونو سربېره یې د هغو د کنټرول ځمکنی مرکز هم لمنځه وړی دی.

عراق

د عکس سرچینه، INDIAN NAVY

د عکس تشریح، حوثیانو د تېرې جمعې پر ورځ د عدن خلیج کې د بریتانیا یوه سوداګریزه بېړۍ په نښه کړه

د امریکا پوځ مرکزي قومندانۍ دا هم ویلي چې یوې جنګي بېړۍ یې په عدن خلیج درې ایراني ډرونونه او د حوثیانو یو بېړیو ضد بالېستیک توغندی شنډ کړی دی.

حوثیانو د اسرائیل لخوا غزه کې د حماس خلاف د جګړې له پیل راهیسې په سره سمندر کې د اسرائیلو، امریکا او بریتانیا اړوندې بېړۍ ځان لپاره مشروع اهداف بللي دي.

د دوی د پوځ ویاند تازه یو ځل بیا ویلي "تر هغې چې زموږ د هېواد خلاف د امریکا او بریتانیا یرغل دوام لري، په سور او عربو سمندر کې ټولې امریکايي او برتانوي کښتۍ د یمن وسله والو ځواکونو لپاره مشروع هدفونه دي."

د یادونې ده چې د حوثي غورځنګ بریدونو د سره سمندر له لارې نړیواله سواګري ټکنۍ کړې.

امریکا او بریتانیا بیا یمن کې د حوثیانو د توغندیو توغولو ځایونه په نښه کوي او وايي په دې توګه سور سمندر کې د سوداګریزو بېړیو د خوندي ساتلو هڅه کوي.