امریکا یمن کې د حوثیانو پر اهدافو نور بریدونه کړي‌

ایران

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

امریکايي چارواکو تایید کړې چې یمن کې یې د ایران له ملاتړه پر برخمنو حوثیانو څلورم پړاو بریدونه هم کړي دي.

منځني ختیځ کې د امریکا پوځ مرکزي قومندانۍ 'سېنټکام' ويلي، د حوثي غورځنګ اړوند اهداف د ټومهاک توغندیو په وسیله چې د امریکا له جنګي بېړیو توغول شوي، په نښه شوي دي.

امریکايي چارواکو دا هم ویلي چې ځواکونو یې د حوثیانو شاوخوا ۱۴ توغندي چې ښايي په سور سمندر کې به پر بېړیو بریدونو لپاره وېشتل شوي وو، شنډ کړي دي.‌

دا تازه پرمختګونه داسې مهال دي، چې امریکا حوثیان "نړیوال ترهګر" اعلان کړي دي.

د جو بایډن حکومت د کار لومړیو ورځو کې د حوثي غورځنګ نوم د ترهګرو سازمانونو له لیست ایستلی و.

اوس د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سلیوان ویلي، دا پرېکړه سیمه کې پر سوداګریزو بېړیو د دغو وسله والو د روانو بریدونو په غبرګون کې شوې.

حوثیانو په سور سمندر کې چې د بېړیو د تګ راتګ یوه بوخته نړیواله لار ده، پر سوداګریزو بېړیو بریدونه تېر نومبر کې پیل کړل او وايي په دې توګه غزه کې د اسرائیلو پوځي عملیاتو ته ځواب وايي.

دې ډلې په دې موده کې دغلته لسګونه بریدونه کړي دي.

امریکا او بریتانیا لومړی ځل د جنورۍ پر ۱۱مه د دغو بریدونو په ځواب کې د حوثیانو پر بېلابېلو اهدافو هوايي ګوزارونه وکړل.‌

دا ګام تر هغې وروسته واخیستل شو چې دې ډلې د دغو بریدونو درولو لپاره ورکړ شوی وروستی خبرداری هم له پامه وغورځاوه.‌

امریکا هغه مهال ویلي و چې بحرین، استرالیا، نیدرلنډز او کاناډا ورسره بریدونو کې ملاتړ کړی دی.‌

د بریتانیا دفاع وزارت بي‌بي‌سي ته ویلي، چې دوی پر حوثي اهدافو د بریدونو وروستۍ لړۍ کې ښکېل نه وو.

یمن

د عکس سرچینه، REUTERS

د حوثیانو پر اهدافو د چارشنبې ورځي هوايي ګوزارونه تر هغې وروسته شوي چې سیمه کې یې پر سوداګریزو بېړیو نور بریدونه وکړل.

دې ډلې تر دغو هوايي ګوزارونو څو ساعته مخکې، روانه اوونۍ دویم ځل لپاره پر یوې امریکايۍ بېړۍ برید وکړ.

سېنټکام وايي پر دې بېړۍ د عدن خلیج کې د چاودېدونکي ډرون په وسیله برید وشو.

ویل کېږي په برید کې بېړۍ یو څه زیانمنه شوې خو عملې ته یې زیان نه دی اوښتی.

حوثیانو لومړی ځل دوشنبه یوه امریکایۍ بېړۍ د بالېستیک توغندي په وسیله په نښه او وېشتلې وه.

امریکايي چارواکي وايي د دوی د چارشنبې ورځې بریدونه مخنیوونکي وو، ځکه داسې وسلې پکې لمنځه وړل شوې چې د حوثیانو لخوا نورو بریدونو ته چمتو شوې وې.

ګیتي

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

سېنټکام وايي، د دوی دا وروستی او مخکې نور اخیستل شوي ګامونه په سره سمندر، باب المندب تنګي او عدن خلیج کې پر سوداګریزو بېړیو بریدونو لپاره د حوثیانو وړتیا کمزورې کوي.

د امریکايي پوځ مرکزي قومندانۍ دا ګواښ هم کړی، تر هغې چې حوثیانو سیمه کې سوداګریزو بېړیو ته د خطر له پېښولو لاس نه وي اخیستی، پر وړاندې به یې د ګامونو اخیستل دوام مومي.‌

یمن کې په ۲۰۱۵ کال له هغې راوروستۍ خونړۍ کورنۍ جګړه پېل شوه چې حوثیانو د دغه هېواد له حکومته د هېواد ډېرې لوېدیزې برخې لاندې کړې او د سعودي عربستان په مشرۍ اېتلاف د یمن د حکومت ملاتړ ته ور ودانګل.

په دغو جګړو کې تر دې دمه له ۱۶۰ زرو ډېر کسان وژل شوي او د یمن د ۲۱ میلیون وګړو دوه پر دریمه برخه خلک‌ په یوه ډول نه یوه ډول بشري مرستو ته اړ شوي دي.