د امریکا د غچ اخيستنې ګواښ؛ ايران پر "سياسي حل د پام ورټولولو" غوښتنه کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
د ايران د بهرنيو چارو وزير امير عبداللهيان د امریکايي چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې ويلي، امریکا بايد د "ګواښونو ژبې له کارولو ډډه وکړي او پر ځای يې پر سياسي حل پام ورټول کړي."
په همدې حال په ملګرو ملتونو کې د ايران استازي خبرداری ورکړ چې، "تهران به پر خپله خاور، ګټو او يا له پولو بهر د دوی پر وګړو بريد ته پرېکنده ځواب ورکړي."
د انقلابي ساتونکي ځواک د قول اردو قوماندان هم ويلي چې د جنګ په لټه کې نه دي خو له جګړې هم وېره نه لري.
د ايراني چارواکو دغه خبرداري يوه ورځ وروسته له هغه راځي چې د امریکا ولسمشر جو بايډن وويل، "پرېکړه يې کړې چې په اردن کې د امریکا پر يوې پوځي اډې د بې پيلوټه الوتکې د بريد ځواب په څه ډول ورکړي."
ایراني چارواکو پر امریکایي اډې د یکشنبې د ورځې ډرون بريد کې هر ډول لاس لرل ردکړي دي خو امریکا د بريد پړه پر عراقي مېلشو اچوې چې د ايران له خوا يې ملاتړ کېږي. په دغه بريد کې دری امريکايي عسکر ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.
امریکايي رسنيو د واشنګټن د احتمالي غبرګون خبرداری ورکړی

د عکس سرچینه، Getty Images
په امريکا کې د ولسمشريزو ټاکنو د کمپاينونو په درشل کې جو بايډن د پرېکنده ګام اخيستلو تر کلک فشار لاندې دی. نوموړي خبريالانو ته وويل، "زه هغوی (ايران) د وسلو ورکولو له کبله د دې بريد مسئول ګڼم."
د امریکا اې بي سي خبري چينل د يوه امریکايي چارواکي له خولې چې نه غواړي نوم يې واخیستل شي، خبر ورکړی چې امریکا د غچ اخيستنې لپاره چمتووالی نيسي.
دغه چارواکي ويلي، چې د بې پیلوټه الوتکو د بريد ځواب به په "څور ورځو کې پر ګڼو موخو ترسره شي."
په اردن کې د امریکايي ځواکونو پر اډې تر برید سملاسي وروسته یو شمېر امریکايي سناتورانو او سیاستوالو له سپینې ماڼۍ وغوښتل چې ایران دې د ترهګرو ډلو د ملاتړي په توګه په نښه کړي.
ښاغلي بايډن په دقيق ډول نه دي ويلي چې د امریکا ګام به څه وي خو سپینې ماڼۍ ژمنه کړې چې دا به "ډېر مهم ځواب وي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن تر دې مخکې ویلي وو چې دغه هېواد به د دې برید پرېکنده ځواب ورکړي.











