عراق کې پر 'عین الاسد پوځي اډه' راکټي برید کې امریکايي سرتېري ټپي شوي

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
عراق کې پر 'عین الاسد' هوايي اډې د توغندیو بریدونو کې د عراقي او امریکايي سرتېرو د ټپي کېدو خبر ورکړ شوی دی.
د دغه برید مسؤولیت د اسلامي مقاومت په نوم ډلې منلی، چې ویل کېږي د ایران له ملاتړه برخمنه ده.
د امریکا پوځ مرکزي قومندانۍ 'سېنټکام' ویلي، پر عین الاسد پوځي اډه برید لپاره راکټونه او بالېستیک توغندي کارول شوي دي.
رویټرز خبري اژانس د عراق د دوو امنیتي سرچینو او یوه امریکايي چارواکي له خولې لیکلي چې توغندي د عراق له خاورې دننه توغول شوي.
سېنټکام په دغه برید کې د لږترلږه یوه عراقي سرتېري د ټپي کېدو د پخلي ترڅنګ ویلي چې په یو شمېر امریکايي پوځيانو کې د مغزي ټپونو د علایمو کتنه هم دوام لري.
د امریکا پوځ د مرکزي قومندانۍ بیان کې زیاته شوې چې د هوايي دفاع سیستمونو ډېر ورتوغول شوي راکټونه شنډ کړي خو څو دانې ترې تېر او په پوځي اډه لګېدلي دي.
د یادونې ده چې په تېر اکتوبر کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې عراق او سوریه کې د امریکايي ځواکونو پر اډو بریدونه ډېر شوي دي.
نیویارک ټایمز د شنبې مازیګر برید په دې لړ کې تر ټولو جدي بللی دی.
یوه امریکايي چارواکي دې ورځپاڼې ته ویلي، چې لومړني مالومات په بشپړ ډول راڼه نه دي او امکان شته چې د ټپیانو شمېر لوړ شي.
د عراق د لومړي وزیر 'محمد شیاع سوډاني' پوځي ویاند 'جنرال یحیی رسول' هم په دې پېښه کې د یوه عراقي سرتېري د ټپي کېدو خبر تایید کړی دی.
د عراق 'سلامي مقاومت' ډله څومره پېژنئ؟

د عکس سرچینه، AFP
په واشنګټن کې د نږدې ختیځ فکري بنسټ وايي عراق کې سلامي مقاومت ډله د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې راڅرګنده شوه.
تر دې مخکې دا هم ویل شوي وو چې دا ډله په عراق کې د ایران له څو اړوندو وسله والو ډلو جوړه شوې ده.
"اسلامي مقاومت" د کتائب حزب الله، کتائب سید الهشدا او عصائب اهل حق په څېر د ایران اړوندو شیعه وسله والو ډلو شریک نوم دی.
دې ډلې په وروستیو اونیو کې پر امریکايي ځواکونو د نورو بریدونو مسؤولیت هم منلی دی.
"عراق کې اسلامي مقاومت" په وار وار ګواښ کړی تر هغې چې غزه کې د اسرائیل عملیات روان وي، په عراق او سوریه کې د امریکا پوځي اډې د دوی بریدونو لپاره مشروع هدف دی.
متحدو ایالتونو هم وخت ناوخت د دغو ډلو خلاف ګامونه پورته کړي دي.
په دې لړ کې یې څه موده مخکې د بغداد د سویل په جرف الصخر کې کتائب حزب الله ډله په نښه کړه چې اته غړي یې پکې ووژل شول.
خو د عراق حکومت د امریکا دا برید وغانده او ویې ویل چې دا وړ ګامونه د خطرناک کړکېچ لامل ګرځي.
عین الاسد پوځي اډه چېرته ده؟

په ټولیز ډول شاوخوا ۲۵۰۰ امریکايي سرتېري په عراق او شاوخوا ۹۰۰ نور په سوریه کې ظاهرآ د دې لپاره مېشت دي چې له خپلو متحدو کرد ځواکونو سره د داعش د پاتې شونو خلاف جګړه کې مرسته وکړي.
په عراق کې عین الاسد د دوی عمده مرکز دی چې په دې وروستیو کې پرې بیا بیا بریدونه کېږي.
د امریکا دفاع وزارت وايي چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې عراق او سوریه کې پر مېشتو امریکايي ځواکونو څه نا څه ۱۴۰ راکټي بریدونه شوي دي.
امریکايي چارواکو ويلي، په دغو بریدونو کې د دوی شاوخوا ۷۰ سرتېري برسیرن ټپي شوي خو نږدې ټول اوس بېرته خدمت ته ګرځېدلي دي.











