ایران وايي، عراق کې یې د اسرائیلي استخباراتو یو مرکز په نښه کړی، خو عراقي چارواکي د ایران ادعا ردوي

په دې برید کې تر اوسه د یوه مشهور کرد عراقي سوداګر وژل کېدل تائید شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په دې برید کې تر اوسه د یوه مشهور کرد عراقي سوداګر وژل کېدل تائید شوي دي.

د ایران انقلاب ګارد (سپاه پاسداران انقلاب) وايي د عراق د کردستان مرکز اربیل ته نږد یې د اسرائیلو د استخباراتي ادارې موساد مرکز او په سوریه کې د داعش ډلې مرکزونه په نښه کړي او ویجاړ کړي دي.

په ټوله کې دا ځواک وايي، ۲۴ بالیستیک توغندي توغول شوي، ۱۳ د سوریې پر ادلب او ۱۱ د عراق په کرد مېشتې اقلیم کردستان.

انقلاب ګارد ویلي سوریه کې پر داعش برید یې د هغو غبرګونو ځانمرګو بریدونو په ځواب کې کړی چې د دې ځواک د یوه قوماندان قاسم سلیماني څلورم تلین پرمهال شوی وو. دې بریدونو کې د ۱۲ افغانانو په ګډون نږدې ۹۰ تنه وژل شوي او له دوه سوو زیات ټپیان شوي وو.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعان ویلي پر ترهګرو دا برید له خپل امنیته د دفاع لپاره د ایران مشروع حق دی. نوموړي ټينګار کړی چې هېواد به یې هیڅکله د هغه څه پر وړاندې چې د ایران ملي امنیت او خلک ګواښي د دې مشروع حق له کارولو ډډه وکړي.

که څه هم ایران دا بریدونه بریالي بللي، خو په عراق کې چارواکو ویلي د کردستان اربیل کې څلور ولسي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

عراقي چارواکو ویلي یوه برید کې د یوه ځايي سوداګر کور په نښه شوی دی، چې دی پکې وژل شوی او د کورنۍ څو غړي یې ټپیان ددي.

امریکايي چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي دې برید کې کردستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو ته هیڅ زیان نه دی رسېدلی.

عراق پر کردستان د ایران دې توغندیز برید ته سخت غبرګون ښوولی او د اعتراض په بڼه یې خپل سفیر له تهرانه د مشورو لپاره راغوښتی. عراق کې د ایران سفیر هم بهرنیو چارو وزارت ته احضار شوی او د بغداد احتجاج یې ور سپالی.

د عراق د بهرنیو چارو وزارت یوه بیان کې ویلي دا د عراق پر ملي حاکمیت تېری، د نړیوال قانون او ښه ګاونډیتوب د اصولو خلاف دی او د سیمې امنیت ګواښي. د بهرنیو چارو وزارت ګواښ کړی چې د دې تېرې پر وړاندې به ټول اړین قانوني اجرائات ترسره کوي او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته به هم خپل شکایت رسوي.

د عراق حکومت یوه کمېسیون ته دنده سپارلي چې په دې اړه څېړنې وکړي او د ملي امنیت د مشاور قاسم الاعرجي په مشرۍ یو پلاوی اربیل ته رسېدلی دی.

نړیوال غبرګونونه

د ایران انقلابي ګارد ته نژدې فارس خبري اژانس دا هغه ځای بولي چې په وینا یې د اسرائیل استخباراتي مرکز پکې فعال و.

د عکس سرچینه، FARS

د عکس تشریح، د ایران انقلابي ګارد ته نژدې فارس خبري اژانس دا هغه ځای بولي چې په وینا یې د اسرائیل استخباراتي مرکز پکې فعال و.

د ایران توغندیز برید په نړیواله کچه هم غندل شوی، دې لړ کې امریکا د عراق شمال کې د ایران د انقلابي ګارد له خوا دا بریدونه بې مانا او ناسم بللي. اسرائیلو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

فرانسې ویلي دا د عراق پر ملي حاکمیت د نه منلو تېری دی، د بهرنیو چارو وزارت یې ویلي دا وړ کړنې سیمه کې ترینګلتیا پراخوي او باید ترې ډډه وشي.

ملګرو ملتونو هم دا د عراق پر ملي حاکمیت تېری بللی، د دریدو ترڅنګ یې غوښتنه کړې چې امنیتي مسلې باید د خبرو له لارې هوارې شي نو د بریدونو.

بریتانیا هم پر عراق د ایران برید غندلی، د بهرنیو چارو وزیر ډېویډ کامیرون ویلي دا د عراق پر ملي حاکمیت تېری او د منلو نه دی.

پر عراق او سوریې د ایران توغندیز برید هغه اندېښنې لا زیاتوي چې ځینې یې سیمه کې د شخړې پراخېدو په اړه لري.

رپوټونه وايي په یوه تازه اقدام کې د یمن حوثي ډلې یو ځل بیا سور سمندر کې پر یوې سوداګریزې بیړۍ برید کړی. د سمندري امنیت یوه بریتانوي بنسټ ویلي د یمن ساحل ته نږدې د سوداګریزو توکو یوه بیړۍ پر توغندي ویشتل شوې ده. پرون هم حوثي ډلې پر یوې بیړۍ د برید خبر ورکړی وو.

ایران د حوثي ډلې ملاتړ کوي او حوثي ډله وايي پر غزې د جګړې ل امله به هغه بیړۍ به په نښه کوي چې اسرائیلو سره تړاو ولري.

اخوا له غزې تازه رپوټونو کې ویل شوي چې اسرائيلو ځواکو د غزې پر ځینو بریدونه کړي او ځینو هغو سیمو ته بېرته ورغلي چې پرون ترې وتلي وو.

په ځانګړې توګه په البریج او المغزي پنډغالو کې د توپچي او هوايي بریدونه شوي دي. البریج کې یو ښوونځی په نښه شوی او هلته میشتو ځايي بې ځایه شویو کسانو د سر زیان اوښتی. غزه کې د روغتیا وزارت ویلي تېرو ۲۴ ساعتونو کې اسرائیلي ځواکونو ۱۵ ځایه بریدونه کړي، ۱۳۰ تنه یې وژلي او ۴۰۰ نور ټپیان شوي دي.