ایران وايي اردن کې پر امریکايي ځواکونو له بریدونو سره "هېڅ تړاو نه لري"

BiDen

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي په یوه بیان کې اعلان وکړ چې اسلامي جمهوریت د اردن او سوریې پر پوله د امریکايي ځواکونو له بریدونو سره چې په پایله کې یې ۳ امریکايي پوځیان وژل شوي، هېڅ تړاو نه لري.

خو په دې اعلان کې ایران تایید کړې چې دا برید د دوی د یوې اړوندې ډلې له خوا شوی، چې دا یې "مقاومت ډلې" بولي.

په دې اعلامیه کې راغلي: "ایران له دغو بریدونو سره هېڅ تړاو نه لري او جګړه د امریکا د پوځ او په سیمه کې د مقاومت د ډلو تر منځ ده، چې له یو بل سره مخامخ جګړه کوي."

په سیمه کې له ایران سره تړلې نیابتي ډلې او ملېشې چې ایران یې د "مقاومت د ډلو" په نوم یادوي، په غزه کې د جګړې له پیل وروسته په پرله پسې توګه په عراق او سوریه کې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه کړي او امریکا هم دغو بریدونو ته پخپله طریقه ځواب ورکړی دی.

وړاندې د امریکا پوځ مرکزي قومندانۍ "سېنټکام" ویلي وو، د اردن شمال ختیځ کې له سوریې سره پولې ته نږدې د دوی پر یوه پوځي اډه د ډرون برید شوی چې ۳ سرتېري یې پکې وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي دا برید د ایران له ملاتړه برخمنو سختدریځو وسله والو کړی چې په سوریه او عراق کې فعال دي.

که څه هم د تېر اکتوبر ۷مه پر اسرائیل د حماس له ناڅاپي خونړي برید او ورپسې د اسرائیلي ځواکونو لخوا غزه کې د عملیاتو له پیل راوروسته په سیمه کې د مېشتو امریکايي ځواکونو پر پوځي اډو بریدونه ډېر شوي، خو دا لومړی ځل دی چې امریکايي سرتېري پکې وژل کېږي.

اډه

د عکس سرچینه، PLANET LABS/AP

سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن او نورو چارواکو په ځايي وخت یکشنبه سهار ولسمشر بایډن ته د دغه برید په اړه مالومات ورکړل.

وروسته ښاغلي بایډن په یوه اعلامیه کې وویل "که څه هم موږ لا د دغه برید په اړه د حقایقو په راټولو بوخت یو، خو پوهېږو چې د ایران له ملاتړه د برخمنو سختدریځه وسله والو ډلو لخوا چې په سوریه او عراق کې فعالیت کوي، شوی دی."

ښاغلي بایډن دا برید د "کرکې وړ او په بشپړ ډول ناعادلانه" بللی دی.

په اعلامیه کې زیاته شوې "شک مه کوئ چې موږ به پر هغو ټولو کسانو چې د دغه برید مسوول دي، پر خپل وخت عدالت په داسې بڼه پلی کړو، چې موږ یې غواړو."

Iran

د عکس سرچینه، INDIAN NAVY

تر اوسه په دې پېښه کې د وژل شویو او ټپي شویو امریکايي سرتېرو نومونه نه دي، اخیستل شوي.

اسوشیټډپرېس خبري اژانس وايي، په اردون کې شاوخوا ۳۰۰۰ امریکايي سرتېري مېشت دي.

د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې په ټوله سیمه کې د ایران له ملاتړه د برخمنو ډلو او امریکايي ځواکونو ترمنځ کړکېچ ډېر شوی دی.

امریکايي چارواکو په ډسمبر کې ویلي وو چې د اکتوبر له ۱۷مې راهیسې یې سیمه کې پر ځواکونو ۹۷ بریدونه شوي دي.

امریکايي ځواکونه هم عراق او سوریه کې پر ایران پلوه ملېشو ځوابي هوايي بریدونه کوي.