عراق پر ایران پلوه ملېشو د امریکا 'بې مسوولیته' بریدونه غندلي دي

د ایران پلوه کتائب حزب الله وسله والو تېره میاشت د هغو ملګرو په جنازه کې ګډون کړی و، چې په شمالي عراق کې د امریکا په بریدونو کې وژل شوي وو.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ایران پلوه کتائب حزب الله وسله والو تېره میاشت د هغو ملګرو په جنازه کې ګډون کړی و، چې په شمالي عراق کې د امریکا په بریدونو کې وژل شوي وو.

عراق حکومت هغه بریدونه سخت غندلي، چې امریکايي ځواکونو پر چارشنبه د عراق په خاوره کې د هغو ملېشو پر ځایونو وکړل، چې د ایران ملاتړ له ځانه سره لري.

د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السوداني یوه ویندوی وویل، د هېواد پر ملي حاکمیت یې ''څرګند'' تېری شوی دی.

له دې مخکې امریکايي چارواکو ویلي، د دوی په ''متناسبو بریدونو'' کې ایران پلوه ډلې په نښه شوې دي.

پي ایم ایف نومې ډلې چې ډېری غړي یې شیعه ګان او د ایران ملاتړ ورسره دی وايي، په دې بریدونو کې د دوی یو ملګری وژل شوی دی.

پي ایم ایف زیاتوي د سوریې پولې ته نژدې د الانبار ولایت القایم سیمه او دغه راز د بایل ولایت جرف الناصر سیمو کې دې بریدونو له کبله د دوی ځینې ملګري ټپيان شوي دي.

د امریکا دفاع وزیر لوئد اسټن بیا وايي، پر کتائب حزب الله او نورو ملېشه ډلو دا بریدونه په سوریه او عراق کې پر امریکايي او نورو نړیوالو ځواکونو د پاروونکو بریدونو یوې لړۍ ته غبرګون وو.

دا بریدونه څلور ورځې وروسته له هغې کېږي چې په عراق کې د عین الاسد پوځي اډه چې امریکايي ځواکونه پکې ځای پر ځای دي، د ۱۷ راکټونو او توغندیو په وسیله په نښه شوه چې په پایله کې یې څلور امریکايي پوځیان روغتون ته ولېږدول شول.

د سه شنبې په ماښام - د جنوري ۲۳ - د متحده ایالاتو د دفاع وزارت راپور ورکړ چې ځواکونو یې د ایران په ملاتړ د ملېشو په درېیو اډو یا تاسیساتو بریدونه کړي دي.

پنټاګون وايي، د اسرائیل او غزې جګړې له پیل راهیسې (د تېر کال د اکتوبر په نیمایي کې) د ایران ملاتړو ملېشو په عراق او سوریه کې د امریکا پر پوځي پوستو ۱۵۰ بریدونه کړي دي.

د دغو بریدونو په وروستیو کې چې د تېرې اونۍ په پای کې ترسره شول، په عراق کې د اسد پر اډې څو توغندي او راکټونه وتوغول شول، چې هلته مېشت امریکايي پوځیان یې ژوبل کړل.

تېره شنبه په عراق کې د عین الاسد په اډه کې څو امریکايي پرسونل د مغزو د ټپونو له امله طبي مرکزونو ته وړل شوي وو. پنټاګون وايي چې دوی ټول اوس بېرته خپلو دندو ته ستانه شوي دي.

د امریکا د دفاع وزیر لویډ آسټن په یوه بیان کې چې نن سه شنبه د جنورۍ په ۲۳مه یې په عراق کې د بریدونو په اړه خپور کړل، وویل: "نن د امریکا پوځي ځواکونو د عراق په خاوره کې د درېیو اډو په اندازه، چې د حزب الله کنډکونو ملېشو او نورو د ایران له ملاتړه څو ډلو ګټه ترې اخیسته، اړین بریدونه وکړل."

د امریکا دفاع وزیر زیاته کړه: "دا دقیق بریدونه د هغو بریدونو د پراخې لړۍ ته مستقیم او ښکاره ځواب و چې په عراق او سوریه کې د امریکايي ځواکونو او ټلوالې پر وړاندې د ایران له ملاتړه برخمنو ملېشو کړي دي".

"سنټکام" چې په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو قومنداني ده او دغه بریدونه یې ترسره کړي دي، ویلي د نن هوايي بریدونو په ترڅ کې د "کتائب حزب الله ډلې" د قوماندې مرکز، روزنیز مرکزونه او ګودامونه، چې د توغندیو د توغولو او ډرون بریدونو لپاره ترې کار اخیستل کېده، په نښه کړي دي."

عین الاسد اډه

د امریکا متحده ایالات په سوریه کې شاوخوا ۹۰۰ سرتېري او په عراق کې ۲،۵۰۰ سرتېري لري او پنټاګون وایي چې دا سرتېري اکثره د مشورتي رول په توګه کار کوي چې له سیمه‌ییزو ځواکونو سره د "داعش" د بیا را ژوندي کېدو او بېرته راستنېدو د ګواښ پر وړاندې مرسته وکړي.

دا ټول پرمختګونه په داسې حال کې کېږي چې تېره میاشت د عراق په پلازمېنه بغداد کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې له برید وروسته د دغه هېواد لومړي وزیر محمد سوداني په دې هېواد کې د امریکايي پوځيانو او ټلووالې د حضور د پای ته رسولو لپاره د هغه تر قوماندې لاندې د حکومتي اقدام اعلان کړ.

د عراق حکومت د بغداد په زړه کې د بې‌پېلوټه الوتکې برید په کلکه وغانده، خو پنټاګون یې دفاع وکړه او ویې ویل چې د دې برید په ترڅ کې امریکايي بې‌پېلوټه الوتکو د ملېشه ډلو یو مشر په نښه کړ؛ هغه څوک چې د امریکا په وینا په عراق او سوریه کې پر امریکايي ځواکونو د وروستیو بریدونو مسوول و.

دې برید له ایران سره متحدې ډلې غوسه کړې. دوی غواړي په عراق کې د ټلوالې حضور پای ته ورسوي.

د عراق د لومړي وزیر له څرګندونو سره سره، پنټاګون اعلان وکړ چې له دغه هېواده د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه یې د عراق له حکومت څخه کوم پلان یا غوښتنه نه ده ترلاسه کړې. د امریکا دفاع وزارت وايي، د عراق د حکومت له غوښتنې سره سم یې په دغه هېواد کې شاوخوا ۲۵۰۰ پوځي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.