صدر ابراهیم د هند او پاکستان د وروستي کړکېچ پر مهال هند ته "پټ" سفر کړی

صدر ابراهیم

د عکس سرچینه، TALIBAN

بي بي سي ته معلومه شوې د طالبانو حکومت کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال صدر ابراهیم د ډیلي او اسلام اباد د وروستي کړکېچ پر مهال هند ته په پټه سفر کړی دی.

ویل شوي د صدر ابراهیم د سفر پر مهال هغه له هندي چارواکو سره لیدلي.

صدر ابراهیم چې د طالبانو مشر ملا هبت الله ته نژدې کس بلل کېږي، د طالبانو حکومت په مهمو او ستراتیژیکو امنیتي چارو کې د پام وړ ونډه لري.

هندي رسنیو دا سفر ارزښناک بللی ځکه چې دغه لوړ پوړی طالب چارواکی داسې مهال له هندي چارواکو سره د خبرو لپاره ورځي چې د اپرېل پر ۲۲مه پهلګام کې له برید وروسته د هند او پاکستان ترمنځ حالت خورا ترینګلي شوي وو.

هندۍ ورځپاڼې "سنډې ګارډین" لیکلي، د طالبانو له یوه لوړ پوړي چارواکي سره "د پټو اړیکو چینل" پرانیستل او دا سړی چې "د پاکستان پر وړاندې انتقادي لید لري"، داښيي چې "هند په افغانستان کې له نوې حکومتي اډانې سره د تعامل پر تګلاره بیا غور کوي."

یوه تازه ګام کې پرون (پنجشنبه د مۍ پر ۱۵مه) د هند د بهرنیو چارو وزیر "ایس، جې شنکر" د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره ټلیفوني خبرې کړي. هغه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي:

"د افغانستان د بهرنیو چارو له چارسمبالي وزیر مولوي امیر خان متقي سره مې نن ماښام ښې خبرې درلودې. زه د پهلګام ترهګریز برید په اړه د هغوی د پرېکنده غندنې له امله د زړه له تله مننه کوم."

"د افغانستان له خلکو سره پر پخوانۍ ملګرتیا او د دوی د پراختیايي اړتیاوو لپاره پر دوامداره ملاتړ مې ټينګار وکړ. همدا ډول موږ د همکارۍ د پراخولو پر لارو چارو هم بحث وکړ."

صدر ابراهیم د طالبانوغورځنګ له مشهورو قومندانانو یو دی چې د بهرنیو ځواکونو او پخواني افغان دولت پر وړاندې د جګړې کلونو کې یې "د هلمند شورا" نومې جبهه سمبالوله.

هغه د امریکا د بندیزونو په نوملړ کې هم دی.

کله چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې بیا واک ته ورسېدل، افغانستان کې د هند سفارت او کونسلګریو ډیپلوماټان او کارکوونکي په بېړه له افغانستانه ووتل.

هند د سیمې د نورو هېوادونو پرتله د طالبانو له حکومت سره د اړیکو د عادي کولو لاره کې خورا ورو ګامونه اوچتول.

 د طالبانو حکومت او هندي چارواکو تر ټولو د لوړې کچې لیدنه

د عکس سرچینه، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت

د عکس تشریح، شنونکو دا د طالبانو حکومت او هندي چارواکو تر ټولو د لوړې کچې لیدنه بللې وه

د پهلګام له پېښې وروسته چې د هند او پاکستان تر منځ یې تاوتریخوالی د دواړو هېوادونو لخوا د توغندیو او هوايي بریدونو تر بریده ورساوه، هغه مهال د افغانستان، پاکستان او ایران په چارو کې د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال انند پرکاش د اپرېل پر ۲۷مه کابل ته سفر وکړ.

د هماغه سفر پر مهال هندي چارواکي د هغه کړکېچ په اړه د طالبانو د حکومت پر دریځ د پوهېدو په هڅه کې هم وو. که څه هم دا مسله په رسمي خبرپاڼو کې هومره روښانه نه شوه.

طالبانو په لومړي غبرګون کې د پهلګام برید وغانده، په یوه بله وینا پاڼه کې یې پر خورا محتاطه ژبه وویل "دغه کړکېچ د سیمې په ګټه نه دی."

څلور میاشتې وړاندې د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ میاشت کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیر خان متقي د عرب اماراتو په دوبۍ کې د هند د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال ویکرام میسري سره کتلي وو.

دا له ۲۰۲۱ کال وروسته د طالبانو حکومت او هندي چارواکو تر ټولو د لوړې کچې لیدنه بلل شوې وه.

هند په کابل کې خپلې استازولۍ ته یو شمېر کارکوونکي بېرته ولېږل، خو لا هم په کابل کې د دغه هېواد سفارت او ځینو نورو ښارونو کې یې سیاسي استازولۍ فعالیت نه کوي.

د دواړو هېوادونو تر منځ د کړکېچ له امله د پاکستان او هند تر منځ د واګه بندر دروازه هم تړل شوې ده. هند ته د افغانستان شاوخوا ۸۰ سلنه توکي له همدغې لارې صادیرېدل.