کندهار ته د تښتول شوې هندۍ الوتکې د مساپرو بدل کې ازاد شوی 'مسعود اظهر' څوک دی؟

مولانا

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، مسعود اظهر په ۱۹۶۸ کال د پاکستان د پنجاب بهاولپور ښار کې په یوه مذهبي کورنۍ کې زېږېدلی دی.

هند وایي‌ پاکستان او د دغه هېواد تر کنټرول لاندې کشمیر کې یې د چارشنبې پر شپه د 'سندور' په نوم پوځي عملیاتو کې نهه ځایونه په نښه کړي دي.‌

دا بریدونه د اپرېل ۲۲مه د هند تر ادارې لاندې د کشمیر پهلګام سیمه کې د یوه ترهګریز برید په ځواب کې شوي چې ۲۶ کسان پکې وژل شوی وو.

هند په خپلو بریدونو کې د پاکستان د پنجاب په بهاولپور کې 'سبحان‌الله جومات' هم هدف ګرځولی دی. د هندي چارواکو په وینا دا ځای د منع شوې جیش محمد ډلې داسې مرکز و چې توندلاري پکې استخدام او همدا راز وسله والو ته پکې پوځي او ایډیالوژیکي روزنه ورکول کېده.

مولانا مسعود اظهر چې د جیش محمد بنسټ یې ایښی، ویلي د هند په برید کې ېې د کورنۍ ۱۰ غړي او څلور نژدې ملګري وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ په وینا د هند بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۱ ملکي خلک وژل شوي دي.

هند لخوا د "جیش محمد د مرکز" تر هدف ګرځول کېدو وروسته یو ځل بیا د دې ډلې نوم د ژبو سر ته راغلی او له ډېرو سره دا پوښتنه ده چې مشر یې 'مولانا مسعود اظهر' څوک دی چې د ملګرو ملتونو لخوا هم د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې شامل شوی دی؟

مسعود اظهر څوک دی؟

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

مسعود اظهر په ۱۹۶۸ کال د پاکستان د پنجاب بهاولپور ښار کې په یوه مذهبي کورنۍ کې زېږېدلی دی.

هغه تر لومړنیو زدکړو وروسته د کراچۍ په بنوري ټاون کې 'جامعه علوم اسلامیه' لوستې او بیا په همدې مدرسته کې استاد شوی دی.

مولانا طاهر حمید چې د مسعود اظهر نږدې ملګری ګڼل کېږي‌، په خپل کتاب 'رسايل جهد' کې لیکلي چې مسعود اظهر په ۱۹۸۹ کال د افغان جهاد پر مهال له خپلو څو نورو ملګرو سره د مجاهدینو د حالاتو کتلو په موخه د درېیو ورځو لپاره افغانستان ته ولاړ - خو بیا یې هلته د جهاد ۴۰ ورځنۍ زدکړې بشپړې کړې او په خپلواکه توګه یې جهاد کې د بوختېدو هوډ څرګند کړ.

پخپله مولانا مسعود اظهر د هند د څېړنو مرکزي ادارې 'سي‌بي‌ای' ته د تحقیق پر مهال یوه بیان کې ویلي وو چې دی له حرکت المجاهدین ډلې سره تر یو ځای کېدو وروسته د پوځي روزنې لپاره افغانستان ته استول شوی و، خو ده د کمزوري جسامت له کبله یې د جهاد څلوېښت ورځنی اړین کورس بشپړل نه شو کړای.‌

'ژورنالیزم' ته مخه

مسعود اظهر له افغانستانه تر ستنېدو وروسته پر کراچۍ سربېره د حیدراباد، سکر، کپرو او نواب شاه په ګډون نورو سیمو کې جهاد ته د خلکو رابللو ماموریت ته دوام ورکړ.

هغه د خپل لیدلوري شریکولو او د جهاد ترويج لپاره د ژورنالیزم کارولو ته هم مخه کړه او د ۱۹۹۰یم کال په جنورۍ کې یې د "صدای مجاهد" په نوم د میاشتنۍ مجلې لومړۍ ګڼه خپره کړه، چې ویل کېږي د منع شوې حرکت المجاهدین ډلې تر اغېز لاندې وه.

مسعود اظهر له ۳۰ ډېر کتابونه لیکلي چې د اسلامي جهاد، جهادي روزنې، تاریخ او مدیریت په اړه دي. هغه د افغانستان د جهاد د اهمیت په اړه په خپل یوه کتاب کې لیکلي چې په افغانستان کې ناڅاپه جهاد پیل شو، په ډېر لنډ وخت کې پخواني اسلامي حرکتونه بېرته تنظیم شول او ډېر نور نوي او لا پیاوړي سازمانونه رامنځته شول.

د هند لخوا یې نیول کېدل او بېر خوشې کېدل

کال

د عکس سرچینه، SAEED KHAN

د عکس تشریح، تښتول شوې هندۍ الوتکه په کندهار کې

مسعود اظهر پر نړیوال جهاد باور درلود. هغه هند، بنګله‌دیش، سعودي عربستان، زامبیا او بریتانیا ته سفرونه وکړل او په ۱۹۹۴ کال کې د ورته یوه سفر پر د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې ونیول شو.

ډیلي هغه ترهګریزو فعالیتونو کې پر لاس لرلو تورن کړ.

مسعود اظهر د توقیف پر مهال څېړنو کې د هند استخباراتي ادارې 'سي‌بي‌ای' ته ویلي وو هند ته د دې لپاره ورلېږل شوی و چې د "جهاد" په اړه ځمکني حقایق وارزوي او دا چې دی د دغه هدف لپاره لومړی بنګله‌دیش ته او له هغه ځایه بیا د یوه پرتګالي پاسپورت په کارولو سره ډیلي ته تللی دی.

په ۱۹۹۵ کال کې یوې ډلې چې خپل نوم یې 'الفاران' باله د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې ۶ بهرني سیلانیان وتښتول. دې ډلې د مسعود اظهر د خوشې کېدو غوښتنه وکړه خو د هند حکومت یې له منلو انکار وکړ. عام نظر دا دی چې وروسته پنځه سیلانیان ووژل شول او شپږم یې په تېښته بریالی شو.

تر هغې وروسته د ۱۹۹۹ کال د ډسمبر ۲۴مه، د هند هوايي شرکت یوه الوتکه چې له کټمندو څخه ډیلي ته پر لاره وه، وتښتول شوه او د افغانستان په کندهار کې چې د طالبانو حکومت پرې واکمن و، کېنول شوه.

تښتوونکو په الوتکه کې د ۱۵۵ سپرو مساپرو د خوشې کولو بدل کې د مسعود اظهر د خوشې کېدو غوښتنه وکړه، او له اوږدو خبرو اترو وروسته مسعود اظهر له دوه نور وسله والو - عمر سعید شیخ او مشتاق زرګر سره یو ځای خوشې شو.

د جیش محمد جوړول

هند

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

مسعود اظهر د هند لخوا تر نیول کېدو مخکې د حرکت المجاهدین غړی و. له خوشې کېدو وروسته یې په کراچۍ کې د 'جیش محمد' د بنسټ ایښودلو اعلان وکړ.

خبریال سبوخ سید چې په پاکستان کې د توندلارو ډلو کارپوه دی، په ۲۰۱۹ کال کې بي‌بي‌سي ته وویل چې د منع شوې 'سپاه صحابه' ډلې وژل شوی مشر اعظم طارق هم له مسعود اظهر سره د جیش په جوړولو کې ملګری و چې له امله یې د حرکت المجاهدین د مشر فضل الرحمن خلیل او مسعود اظهر ترمنځ اختلافات رامنځته شول.

جیش محمد د حرکت المجاهدین څو کمپونه او دفترونه ونیول او په دې دغه کار کې سپاه صحابه هم ورسره همکار و.‌ مسعود اظهر پر دې سربېره اسلام اباد کې د لال جومات بشپړ ملاتړ هم درلود، چې د توندلارو په منځ کې ډېر اغېزناک ګڼل کېده.

پر مسعود اظهر او جیش محمد لګېدلي ‌تورونه

د دوه زرم د اپرېل ۱۹مه د هند تر ادارې لاندې د کشمیر په مرکز سرینګر کې بادامي باغ ته څېرمه د پوځي مرکز په دروازه کې یو ځانمرګی موټر بم برید وشو. دا د کشمیر د غورځنګ په تاریخ کې لومړنی ځانمرګی برید و. هندي چارواکو د برید پړه پر جیش محمد واچوله.

ورپسې د را روان کال (۲۰۰۱) اکتوبر کې د هند تر ادارې لاندې د جمو او کشمیر پر اسمبلۍ او بیا د همدغه کال ډسمبر کې په ډیلي کې د هند پر پارلمان برید وشو. دغه دواړه بریدونه له جیش محمد او مسعود اظهر سره غوټه شول.

۲۰۱۶ کال کې له پاکستان سره پولې ته څېرمه د هند د پټانکوټ په هوايي اډه باندې له برید وروسته یو ځل بیا د جیش محمد او مولانا مسعود اظهر نومونه راپورته شول.

هند په ۲۰۱۶ کال د افغانستان په مزار شریف ښار کې د دوی پر قونسلګرۍ او د هند تر ادارې لاندې د کشمیر په اوړي سیمه کې د پوځ پر مرکزي دفتر د بریدونو پړه هم پر جیش محمد واچوله.

ټیک درې کاله وروسته، ۲۰۱۹م کال کې د هند تر ادارې لاندې د کشمیر په پلوامه کې تر ځانمرګي برید وروسته یو ځل بیا د جیش محمد او مسعود اظهر نومونه یاد شول.

د ترهګرۍ نړیوال نوملړ کې

کال

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا متحدو ایالتونو د هند پر پارلمان له برید وروسته د جیش محمد نوم د بهرنیو ترهګرو سازمانونو (اېف‌ټي‌او) نوملړ کې شامل کړی و. د هند هڅه دا وه چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم جیش محمد او مولانا مسعود اظهر نړیوال ترهګر اعلان کړي، خو چین یې دا هڅې ویټو کولې.

خو بالاخره د پلوامې له برید وروسته ملګرو ملتونو د ۲۰۱۹ کال د می میاشتې په لومړۍ نېټه د دې توندلارې پاکستانۍ ډلې د مشر مولانا مسعود اظهر نوم د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې شامل کړ.

پر جیش محمد تر دې ډېر مخکې ۲۰۰۲ کال کې د پاکستان د پخواني پوځي مشر جنرال پرویز مشرف د واکمنۍ پر مهال بندیز لګېدلی و، خو دا سازمان وروسته د الفرقان په نوم فعال پاتې شو او د 'الرحمت ټرسټ' په نوم یې یو خیریه سازمان هم جوړ کړ.

د پاکستان د وخت حکومت او جیش ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا وروسته د جنرال پرویز مشرف وژنې لپاره په ترسره شویو برید کې هم د جیش محمد نوم مخ ته راغی.

پاکستان کې د څېړنو د وفاقي ادارې (اېف‌ای‌اې) پر بنسټ د جیش محمد اووه تورن غړي پر پرویز مشرف،‌ حربي ښوونځي او د پاکستان هوايي ځواک پر بس د بریدونو په ګډون ګڼو نورو ترهګریزو کړنو کې د ښکېلتیا له کبله مطلوب دي.‌

'مسعود اظهر له بستر هم نشي پورته کېدای'

د یادونې ده چې هندي چارواکو په ۱۹۹۹ کال کې د هند هوايي شرکت د الوتکې د تښتولو قضیه د مسعود اظهر د کشر ورور عبدالرؤف اصغر، یوه نږدې خپلوان یوسف اظهر او نورو پر خلاف ثبت کړې وه.

خبریال سبوخ سید په ۲۰۱۹ کال کې بي‌بي‌سي ته ویلي وو چې مولانا مسعود اظهر څلور وروڼه لري. تر ټولو مشر مولانا ابراهیم دی، په هغه پسې عبدالرؤف اصغر دی، درېیم یې پخپله مسعود اظهر دی، په ده پسې طلحه السیف دی، او تر ټولو کوچنی ورور یې حماد اظهر نومېږي.

کابل

د عکس سرچینه، AFP

د ۲۰۱۸ کال په اکتوبر کې، د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې یو ځوان له هندي پوځ سره په نښته کې ووژل شو. هندي چارواکو د هغه نوم محمد عثمان وباله او ادعا یې وکړه چې نوموړی د مسعود اظهر د مشر ورور ابراهیم زوی دی. تر دې ورمخکې د طلحه رشید په نوم یو ځوان وژل شوی او هغه هم د مولانا مسعود اظهر نږدې خپلوان بلل شوی و، خو کورنۍ یې دا خبره نه ده تایید کړې.

هند په وار وار له پاکستانه د مسعود اظهر او د هغه د ورور عبدالرؤف اصغر د ورسپارلو غوښتنه کړې او دا غوښتنه د پلوامې له برید وروسته بیا تکرار کړه. خو د پاکستان د هغه وخت بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د امریکا له سي‌این‌این تلویزیون سره په خبرو کې ویلي وو، مسعود اظهر دومره ناروغ دی چې ان له بستره نه شي پورته کېدای.

د ژورنالیست مجید نظامي په وینا، چې پاکستان کې د افراطیت څېړنه کوي، د مسعود اظهر نوم هند ته د ډېرو مطلوبو کسانو په نوملړ کې شامل دی. هغه وويل چې پاکستان کې په قانوني ډول کوم ثبت شوی اېف‌ای‌ار کې د مسعود اظهر نوم نه دی شامل شوی.‌ دی که څه هم د پرویز مشرف دوره او بیا د پټانکوټ له برید وروسته په محافظتي ډول توقیف شوی، خو دا ګام د کوم ايف‌ای‌ار پر بنسټ نه و اخیستل شوی.