کندهار ته الوتکه تښتول؛ د الوتکې شاوخوا پر بایسکل سپور ګرځېدونکی څوک و؟

انڈین طیارہ

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, محمد کاظم
    • دنده, بي بي سي، کوټه

د یوې الوتکې له تښتولو وروسته پر تلوېزون د سرتېرو او ګاډو د چټک تګ راتګ منظره تر سترګو کېږي، خو نږدې دوه لسیزې مخکې خبریالانو ته دا هیښوونکې نه وه چې د افغانستان کندهار کې د تښتول شوې الوتکې شاوخوا یې د ګاډو په ځای یو کس پر بایسکل سپور لید.

کیسه د هغې هندۍ الوتکې ده چې له پورته کېدو وروسته وتښتول شوه او دریو هوايي ډګرونو کې له درېدو وروسته کندهار ته ورسول شوه.

تاریخ کې کندهار له کابل کم اهمیت نه لري، خو له ۹۰ مې لسیزې مخکې نړیوالو رسنیو ډېر اهمیت نه ورکاوه، مګر نويیمه لسیزه کې چې طالبان را پورته شول او بیا هندۍ الوتکه ور وتښتول شوه، دې ولایت ته ډېر پام واوښت.

دا پېښه له څو اړخونو مشهوره ده، ځکه تراوسه د هوايي سفر تاریخ کې تر ټولو اوږده تښتونه ده چې اوه ورځې روانه وه.

د ۱۹۹۹ کال ډیسمبر پر ۲۴ د هند هوايي کرښې ۸۱۴ الوتکه د نېپال له پلازمېنې کتمندو د هند لکنو ښار ته پورته شوه.

پر ۱۷۶ سپرلۍ سربېره یې د پیلوټ په ګډون ۱۵ کارمنان یا عمله هم درلوده.

مساپر کور ته د رسېدو په لور خوشال روان وو، خو دا خوښي یې هاله په غم واوښته چې الوتکه د هند هوايي پولو ته ننوته او یو مخپټی پورته شو، د پیلوټ خونې ته لاړ، خبرداری یې ورکړ چې که الوتکه د لکنو په ځای لاهور ته تاو نه کړي نو چاودنه به وکړي.

له ده سره څلور نور مخپټي هم د الوتکې مختلفو ځایونو کې تیارسي ولاړ وو.

له کندهار مخکې الوتکه کوم کوم ځای ته لاړه؟

ہائی جیکنگ

د عکس سرچینه، Getty Images

پیلوټ کپتن ډیوي شرن د لکنو په ځای لاهور ته الوتکه تاو کړه، خو ډېر تېل یې نه لرل، ځکه یې له تښتوونکو سره په مشوره د هندي پنجاب امرتسر هوايي ډګر کې کوزه کړه.

د رسنیو رپوټ وايي، د الوتکې کوزېدو سره هندي پولیس د تښتوونکو ضد عملیاتو ته تیار وو، ښايي تښتوونکو هم دا خطر محسوس کړی وي، ځکه یې پیلوټ له تېلو اچولو پرته لاهور ته په تګ مجبور کړ.

اول پاکستاني چارواکو لاهور کې د کوزېدو اجازه ور نه کړه، ځکه یې د هوايي ډګر څراغونه ګول کړل.

خو د تښتوونکو په دباو پیلوټ د تېل اچولو لپاره بله چاره نه درلوده، ځکه دغه هوايي ډګر کې وروسته د کوزېدو اجازه ترلاسه شوه.

له لاهور وروسته الوتکه دوبۍ هوايي ډګر ته ورسېده، هلته تښتوونکو ۲۷ مساپر کوزېدو ته پرېښودل.

رسنۍ وايي، هندي چارواکو دغه هوايي ډګر کې د تښتوونکو پرضد د عملیاتو لپاره د اماراتو اجازه وغوښته، خو هغوی اجازه ور نه کړه.

وروسته الوتکه د افغانستان دویم ستر ښار کندهار هوايي ډګر ته وخوځېده او د دې تښتونې تر پای ته رسېدو هلته ولاړه وه.

کندهار هوايي ډګر ته د نړۍ پام

گروپ فوٹو

د عکس سرچینه، Courtesy Banaras Khan

د عکس تشریح، کندهار کې د خبریالانو ډله

کندهار کې د الوتکې درېدو سره څو ګړیو کې دغه ښار ته خبریالان سر شول.

کندهار هوايي ډګر د بلوچستان مرکز کوټې ته نژدې دی، ځکه د ځايي او نړیوالو رسنیو خبریالان اول کوټې ته تلل.

له کوټې کندهار ته اولنی رسېدلی خبریال هم د بي بي سي پښتو څانګې همکار ایوب ترین و او ورپسې مشر خبریال شهزاده ذوالفقار او د اې اېف پي وتلی عکاس بنارس خان و.

د پېښې دوه لسیزې وتلې، خو بیا هم د دغو کسانو سترګو ته اوس هم هغه منظرې تاوېږي.

ایوب ترین وايي، اوله ورځ یې د کندهار یوه هوټل کې تېره کړه، میاشت هم روژه وه:

"پسېمی چې پاڅېدو هوټل کې د خلکو حیران حیران کتلو دا ښودل چې وايي، دا بې ږیرې مخلوق له کومه راغلی. هوټل کې خلک هم خبر وو چې هندۍ الوتکه تښتول شوې او د دوی ښار کې ولاړه ده".

د بایسکل او موټرسکل ګزمه

اہلکار

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د الوتکې شاوخوا پر بایسکل ګرځېدونی طالب چارواکی

شهزاده ذوالفقار وايي، کندهار هوايي ډګر کې عجیبه او غریبه لېدونکې صحنه دا وه چې یوکس پر بایسکل سپور هوايي ډګر ته راغی او د الوتکې شاوخوا ګرځېده.

بنارس خان وايي، هلته د ګزمې کسانو پر بایسکل یا موټر سیکل ګزمه کوله.

دی وايي، حیران په دې و چې داسې پېښو کې زغرګاډو او نویو امنیتي الو سره دا کار کېږي.

شهزاده ذوالفقار وايي، په پوښتلو سره خبر شو چې کوم کس تر ډېره پر بایسکل چکر واهه، هغه د هوايي ډګر سیمې د پولیسو مشر و.

سخته یخني او کمې اسانتیاوې

شهزاده دوالفقار وايي، د یوې مهمې پېښې خبري پوښښ ته تللي وو، ځکه له هوايي ډګر وتلی نه شو او د شپې کومه مهمه پېښه کېدلی شوه.

دی وايي، هغو شپو ورځو کې سخته یخني وه، خو د استوګنې مناسب سهولت نه و:

"له یخنۍ د بچېدو لپاره یوازې ګاډي وو. څومره خبریالان چې وو، له یخنۍ د بچېدو لپاره یې ګاډو کې ویدېدل".

نوموړی زیاتوي: "کوټه کې مې چې کوم بوټان پښو کړي وو، د سخت یخ او خوب مناسبې اسانتیا د نشوالي له امله مې دوه درې ورځې له پښو ونه باسل."

د هغه په خبره، که له یوې خوا مناسبې اسانتیاوې نه وې له بلې خوا پېښه مهمه وه، ځکه پوره خوب ممکن نه و، همدا وجه وه چې خبریالان په وار څلور څلور ګړۍ ویدېدل.

وسایلو کې بي بي سي ته لومړیتوب

انڈین طیارہ

د عکس سرچینه، Getty Images

د بې پرېتوب له امله پر افغانستان سربېره، د پاکستان بلوچستان، پښتونخوا او سیند کې هم بي بي سي ته ډېر درناوی کېږي.

ښايي همدا وجه وي چې طالب چارواکو چې څه سهولتونه لرل، نو رسنیو کې یې اول د بي بي سي پښتو څانګې استازي ته ورکول.

شهزاده ذوالفقار وايي، کله چې هوايي ډګر ته کمبلې او نور توکي راوړل شول، نو طالب چارواکو اول د بي بي سی پښتو څانګې د ایوب ترین نوم واخیست.

ایوب ترین وايي، هغه ته د کندهار ولایت مقام کې هم استوګنځی ورکړل شوی و او ډېر وخت به نور خبریالان هم ور سره وو.

تر الوتکې لاندې اور

هوايي ډګر په تېره الوتکې ته نږدې له یخنۍ د بچېدو لپاره کوم سهولت نه و او له امله یې د طالبانو امنیتي ځواکونو لرګیو ته اور اچاوه.

که څه هم د الوتکې لاندې اور بلول یو ډول هم مناسب نه دي، خو طالبانو د دې خبرې هېڅ پروا نه کوله او الوتکې ته یې نږدې دا کار کاوه.

د خوراک څښاک ستونزې

شهزاده ذوالفقار وايي، د استوګنې په څېر خبریالانو ته د خوراک څښاک ستونزه هم وه، خو دا ستونزه اولو دوو ورځو کې ډېره وه او وروسته ځکه کمه شوه چې د سرې میاشتې یوه الوتکه کې خواړه ور وړل شول او ځینې خبریالان به د خوراک لپاره ښار ته تلل.

ایوب ترین وايي، طالبانو الوتکه کې مساپرو او نورو کسانو ته خوراک څښاک برابراوه، چې یوه ډوډۍ، یو دمکی( د چرګ ورون) او یوه مالټه پکې وو.

دی وايي، د الوتکې مساپرو پر دې خوړو نیوکه کوله او ویل یې هر وخت دا خواړه نشي خوړلی، ځکه له دې وروسته دا ستونزه حل شوه او اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو دفتر یوه الوتکه کې د پنځه ستوریزو هوټلونو خواړه دوی ته رسول.

د کومانډو عملیاتو تیاری

انڈین طیارہ

د عکس سرچینه، SAEED KHAN

بنارس خان وايي، اولو یو دوو ورځو کې مسله حل نه شوه او د طالبانو د لاس پکارېدو نښې ولیدل شوې:

"د عملیاتو لپاره کوم ځانګړي ځواکونه هم نه وو، خو د هوايي ډګر طالبانو په خپلو کپړو د پاسه هغه درېشي واغوستې چې د هوايي ډګر ځواکونه یې اغوندي، خو طالبانو ښايي د کوم زیان د مخنیوي لپاره څه عمل ونه کړ."

خو شهزاده ذوالفقار وايي، کوم طالبان چې هوايي ډګر کې وو یا هلته نور ورتلل له دې حالت د وتلو لپاره یې څه تجربه نه درلوده.

شهزاده ذوالفقار وايي، طالبانو دا هم ورته وویل چې د هند حکومت د کمانډو عملیاتو غوښتنه کړې خو دوی اجازه ور نه کړه.

طالبانو دا هم وویل چې دوی خپله خاوره کې بهرني ځواک ته د عملیاتو اجازه نه ور کوي.

تخنیکي خرابۍ سره د الوتکې ایرکنډېشن بندېدل

مسعود اظهر او درې نور ملګري یې د الوتکې خوشي کولو بدل کې ازاد شول.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، مسعود اظهر او درې نور ملګري یې د الوتکې خوشي کولو بدل کې ازاد شول.

بنارس خان وايي، د الوتکې تښتولو په دریمه ورځ د الوتکې ایرکنډېشن سیستم بند شو.

د هغه په خبره، یرغملګر مساپرو ته د ښه چاپېریال برابرلو لپاره د ایرکنډېشن په چلولو مجبور و، خو کله چې دا سیتسم خراب شو، نو خپګان هم زیات شو.

دا چې هندي چارواکي پرلپسې کندهار ته راتلل، نو اینجینران هم ور سره راغلل او دا ستونزه یې لرې کړه.

تر دې ستونزې حلولو وروسته خبریالانو دا انجینران اړ کړل چې یو څه وايي.

دوی وویل، تښتوونکو یوازې هغه ځای ته بوتلل چې دا خرابي پکې وه او زیاته یې کړه دا تښتوونکي عادي کسان نه دي بلکې د الوتکې په هکله هم ډېر مالومات لري.

د مساپرو راز ویونکی سپاکار

طیارہ

د عکس سرچینه، Getty Images

شهزاده ذوالفقار وايي، تښتوونکو یوازې سپاکار ته اجازه ورکوله چې الوتکې ته ننوځي.

د هغه په خبره، همدا یو کس د مساپرو د حال ویلو یوازنۍ وسیله وه.

هغه وايي، هر ځل به چې دا کس بهر راغلو ویل به یې مساپر ډېر زیات پرېشان دي.

ده به ویل تښتوونکي اجازه نه ور کوي چې له کوم مساپر سره خبره وکړي، بلکې ورته وايي چې ژر تر ژره کار ختم کړي او ووځي.

هندي چارواکو څه غوښتل؟

شهزاده ذوالفقار وايي، هندي چارواکي بیا بیا له طالب چارواکو سره جرګه شول او هڅه یې دا وه چې د تښتوونکو خبره ونه مني:

"خو پوه شول چې ډنډ کې ایسار دي او داسې ممکنه نه ده، ځکه یې د تښتوونکو په غوښتنه هغه توندلاري خوشي کړل چې د ازادولو لپاره یې دا الوتکه تښتول شوې وه".

دی وايي، د الوتکې تر نژدې پورې طالب او هندي چارواکي تلل را تلل چې پکې مهم کسان د طالبانو د واکمنۍ د افغانستان بهرنیو چارو پخوانی وزیر مولوي وکیل احمد متوکل، د هوايي چلن پخوانی وزیر او د کندهار والي ملا اختر عثمان او د هند د بهرنیو چارو وزیر جسونت سینګ هم دوه ځلې ورغلل:

"جسونت سینګ یوه ځل خبرو ته راغی او دویم ځل هغه مهال راغی چې هند له بند مسعود اظهر، مشتاق زرګر او احمد عمر سعید شیخ ازاد او کندهار هوايي ډګر ته راوړل."

نوموړی زیاتوي د الوتکې د یرغمل ختمېدو په ورځ له هند په دوو الوتکو کې یوه کې جسونت سینګ و او بله کې هم ښايي مولانا مسعود اظهر له نورو دریو توندلارو سره و.

له الوتکې د تښتوونکو وتل

جسونت سنگھ اپنے افغان ہم منصب کے ساتھ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د طالبانو د وخت د بهرنیو چارو وزیر مولوي وکیل احمد متوکل له هندي سیال جسونت سینګ سره

شهزاده ذوالفقار وايي، د الوتک تښتوونې له ختمېدو مخکې دې الوتکې ته نږدې امبولانس ودرېد. د الوتکې له بل لوري پنځه مخ پټي تښتوونکي په پړي یا رسۍ پسې نښتي کوز شول.

د کمانډو په څېر لکه پړک کوز او امبولانس کې کېناستل. مولانا مسعود اظهر او نور خوشي شوي توندلاري مو هم ولیدل، ښايي هغوی هم دې امبولانس کې ناست او تللي وي.

دی نه پوهېږي چې دا کسان له هوايي ډګر تر وتلو وروسته کومې خوا ته لاړل، خو طالب چارواکو دوی ته ویلي وو چې دوو ګړیو کې له افغانستان ووځي.

د مساپرو خوشالي

شهزاده ذوالفقار وايي، خبریالان د تښتول شوې الوتکې سره ډېر نږدې وو، که څه هم مساپر خبریالانو ته نږدې نه شول، خو بلې الوتکې ته ختلو کې داسې ښکارېدل لکه نوی چې ژوند ور نصیب شوی وي.