راخوشی شوی کاناډایی: طالبانو مې کوچنۍ لور وژلې
پاکستان کې د طالبانو له منګولو راخوشي شوي کاناډایي جاشوا بویل ویلي، برمته کوونکو پنځه کلن بند کې دده پر مېرمنې جنسي تېری کړی او طالبانو یې یو ه کوچنۍ لور وژلې ده.
نوموړي د طالبانو ډله 'احمقه شیطانه' بللې ده.
جاشوا بویل دا څرګندونې له پنځه کلنې برمته او کاناډا ته له رسېدو وروسته له خبریالانو سره کتنه کې کړې دي.
د ټورنټو پیړسون نړیوال هوايي ډګر کې جاشوا خبریالانو ته وویل، دغې جوړې غوښتل، د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د کلیوالو خلکو لاسنیوی وکړي، هغه سیمې چې هلته "نه نادولتي مؤسسې شته، نه مرستندویه کارکوونکي او نه هم حکومت".
دی وايي، هدفي کلي ته په رسېدو کې وو چې د طالبانو منګولو ته ولوېدل.

د عکس سرچینه، Reuters
دغه کورنۍ څنګه وژغول شوه؟
کاناډايی جاشوا بويل او مېرمن یې کېټلان کولمن په ۲۰۱۲ کال کې افغانستان کې د سيلانۍ پر مهال تښتول شوي وو.
بيا يې له طالبانو سره د بند پر مهال درې ماشومان هم زېږېدلي وو. دوی د امريکا له پټو معلوماتو وروسته کورمه اېجنسۍ کې د پاکستان د پوځ له لوري ژغورل شوي دي.
د پاکستان پوځ وايي د هغو عملیاتو پرمهال یې پر هغه ګاډی ډزې وکړې، چې امریکایي - کاناډایي جوړه او د دوی ماشومان یې لېږدول چې پایله یې د دغې کورنۍ په خوشي کولو تمامه شوه.
د امریکا بنګنې (بې پیلوټه) الوتکې هم د شمالي وزیرستان پر هغې سیمې چورلېدې، چې دغه کورنۍ پکې ساتل کېده.
د پاکستان یوې جګپوړې امنیتي سرچینې ویلي، د افغانستان پولې ته د کورمې کوهاټ ښار ته څېرمه یې د شمالي وزیرستان قبایلي سیمه کې هغه موټر تعقیب کړ، چې دغه کورنۍ پکې لېږدول کېده.
د پاکستاني طالبانو د یوه بې نومه قومندان له خولې ویل شوي، کله چې د دوی پر کسانو د پاکستاني پوځ او څارګرو مامورینو له خوا کړۍ راتنګه شوه، د برمته شوې کورنۍ پرېښودو ته اړایستل شول. خوشې شوې کورنۍ ویلي، پر سر یې د امریکا بنګنې الوتکې هم تاوېدې، خو امریکا په دې اړه له کومې تبصرې کولو ډډه کړې ده.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ایا امریکا او پاکستان یوه بل ته اړتیا لري؟
واشنګټن کې د بي بي سي خبریال ګېري ډونهیو
د واشنګټن او اسلام اباد تر منځ له کلونو راهیسې اړیکي خړ پړ دي. واشنګټن پر دې باور دی، چې پاکستان خپله خاوره کې دننه د حقاني شبکې په څېر ډلو ته د پټیدو ځای ورکوي او دا چې د پاکستان څارګرې ادارې په افغانستان کې دننه له طالبانو او نورو اورپکو ډلو سره اړیکي پالي. په اګست کې ولسمشر ټرمپ ویلي و:
(موږ پاکستان ته میلیاردونه ډالر ورکړل او په ورته مهال دوی هغو ترهګرو ته پټنځایونه ورکړي، چې موږ ورسره جګړه کوو، خو دا باید بدل شي او سملاسي به بدل شي.)
پاکستان بیا له خپل لوري پر امریکایانو تور پورې کوي، چې د دوی پر خاوره د ترهګرو بریدونو له کبله د سر اوښتي زیان په برخه کې د دغه هېواد پر قربانیو نه دي پوهېدلي.
خو پر دې هر څه سربېره دواړه لوري یوه بل ته اړتیا لري او له همدې کبله ځینو مسایلو کې د اړیکو پر ځای پاتې کېدل مهم دي.
د کاناډايي کورنۍ راخوشي کېدو پېښه کې له پاکستانه د ښاغلي ټرمپ مننه د هغه له خپلې تګلارې د هغه بهر کېدل ښيي. خو واشنګټن به د وخت په تېرېدو سره د پاکستان له لوري د همکارۍ نورو ثبتونو لیدو ته انتظار کوي، چې له هر څه مخکې د دواړو هېوادونو تر منځ رښتینی باور رامنځته شي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د طالبانو سرچینې دا هم ویلي، چې برمته شوې کورنۍ وروستیو څو کلونو کې پاکستان کې ساتل کېده.
د برمته کېدو پرمهال د اغلې کېټلان کولمن په خېټه درېیم ماشوم هم و. دا اونۍ دوی له هغو درو ماشومانو سره ستانه شول، چې درې واړه برمتځي کې زیږېدلي وو، خو د کوچني ماشومان روغتیايي وضعیت یې ښه نه دی ښودل شوی.

د عکس سرچینه، Getty Images
جوشا وویل، هیله یې دا وه چې څلورم ماشوم هم ولري، خو د برمته کوونکو له خوا یې کوچنۍ لور ووژل شوه.
نوموړي د حقاني شبکې پر اړوندو طالبانو تور لګولی چې پر مېرمنې یې جنسي تېری هم کړی دی.
دی وايي "دوی زما د هغه انکار په غچ اخیستو کې زما پر مېرمنې برید وکړ چې پر مېرمن مې غرض مه لرئ".
ځینې رپوټونه وايي، ښاغلي بویل له پاکستان نه د وتلو پرمهال د امریکا پوځي الوتکه کې له سپرېدا انکار کړی و.

د عکس سرچینه، THE STAR










