پاکستان: هغه بهرنۍ کورنۍ مو ژغورلې چې طالبانو برمته کړې وه

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان پوځ وايي هغه امريکايۍ کورنۍ يې ژغورلې چې افغان طالبانو برمته کړې وه.
د پوځ د سرچينو په وينا دغه کورنۍ افغان پولې ته نژدې په کورمه اېجنسۍ کې ساتل کېده.
کاناډايى "جوشوا بويل" او امريکايۍ مېرمنه يې "کتلان کولمن" ٢٠١٢ م کال کې، هغه مهال برمته شول چې افغانستان ته د سيل لپاره تللي و.
په بند کې د دوى دوه ماشومان هم زېږېدلي دي.
پاکستاني پوځ لا رسما" د دوى نومونه نه دي تاييد کړي، خو د پوځ له لوري خپرې شوې يوې وينا پاڼه کې راغلي چې يو کاناډايي تبعه، د هغه امريکايۍ مېرمن او درې ماشومان يې د ترهگرو له بنده آزاد کړي دي.
وړاندې يوه ويډيو حقاني شبکې پورې اړوندې يو ډلې لخواه خپره شوې وه، چې دغه جوړه او دوه زامن يې په کې ليدل کېدل.
اورپکو د دوى د پرېښودو په بدل کې د خپلو دريو ملگرو خوشي کېدل غوښتل.
په ويډيو کې جوشوا او آغلې کولمن پر خپلو هېوادونو غږ کاوه چې دوى د دغه حالت چې ډاروونکې خپسکه يې بلله په ختمولو کې مرسته وکړي.
خپلواک خبريال طاهرخان وايي د رپوټونو پر بنسټ دا عمليات وروسته له هغه تر سره شول چې امريکايي استخباراتي چارواکو له خپلو پاکستاني انډولو سره د برمته شويو په تړاو مالومات شريک کړل. طالبانو لا په دې تړاو کوم غبرگون نه دى ښوولى.









