"د پاکستان پوهنتونونه د بنسټ پالنې په مرکزونو اوښتي"

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مشال خان په دې تور چې د اسلام خلاف خبرې یې کړې دي، محصلینو وواژه، دا خلک یې د وژونکو اعدامېدل غواړي.
    • Author, سپین تڼی
    • دنده, بي بي سي لندن

د پاکستان چاپ ایکسپرېس تریبیون ورځپاڼه لیکي: د دغه هېواد پوهنتونونه د بنسټ پالنې په مرکزونو اوښتي دي.

د ورځپاڼې په باور، هغه برید چې د سیند په پارلماني غړي خواجه اظهارالحق حسن وشو یو ځل یې بیا داسې اندېښنې راپورته کړې چې په پاکستان کې پوهنتونونه د بنسټ پالو په روزنتونونو اوړي.

د برید یو شکمن چې له پولیسو سره په ډزو کې ووژل شو احسان اسرار ښوول شوی او په کراچي پوهنتون کې د انجینرۍ ډاکټر و.

بل شکمن چې عبدالکریم سروش صدیقي بلل شوی د هغې نوې اورپکې ډلې قوماندان و چې د پاکستان د انصار الشریعه ډله ده.

پولیس وايي چې صدیقي د کراچۍ پوهنتون د فزیک څانګه کې زدکړه کوله. صدیقي وایي د هغه اورپکي ملګری و چې په انصارالحسن د برید پر مهال وژل شوی و.

د ترهګرۍ ضد یوه لوړ پوړي افسر ویلي دا د اندېښنې وړ ده چې په ترهګرو بریدونو کې د لوړو زدکړو کسان ښکلېږي.

ځکه خو پولیس اوس د داسې بریدونو د مخنیوي لپاره له پوهنتونونو سره همغږي کوي.

د سیند اعلی وزیر سید مراد شا وایي دا دردوونکې ده چې د لوړو زدکړو لرونکي کسان په ترهګرۍ کې ښکېل دي او زیاته یې کړه چې باید د زدکړې ټول سیستم وارزول شي.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د برېکس سرمشریزه کې پاکستان ته ګوته نیول شوې چې ترهګرې ډلې پکې پټنځي لري.

همدې ایکسپرېس ټریبیون د برېکس سر مشریزې اندېښنو ته د پاکستان رسمي غبرګون را اخسیتی دی.

بریکس د برازیل، روسیې، هندوستان، چین او جنوبي افریقا ګډه ټولنه ده.

دې سرمشریزې په جنوبي اسیا کې د ترهګرۍ پر ګواښونو اندېښنه ښوولې وه او دا چې په پاکستان کې هم ځینې ترهګرې ډلې فعالې دي.

دوی د طالبانو، القاعده، داعش، حقاني شبکې، لشکر طیبه، جیش محمد، تحریک طالبان پاکستان او حزب تحریر پر فعالیتونو اندېښنه وښوده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، پاکستان هم د ترهګرو پر ګواښونو سخت اندېښمن دی او زیاتوي د تحریک طالبان پاکستان په ګډون ځینې ډلې په افغانستان کې فعالې دي او پاکستانیان وژني.

د پاکستان د دفاع وزیر خرم دستګیر خان هم ویلي و په پاکستان کې هېڅ ډله ازدا فعالیت نشي کولی او د ده په وینا پاکستان د دغو پاتې شونو په پاکولو بوخت دی.

ډان:

ر

د عکس سرچینه، APP

د عکس تشریح، د پاکستان دفاع وزیر خرم دستګیر وايي، پاکستان کې د وسلوالو پټنځي نشته، خو پاتې شوني یې شته.

بلې پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د دې هېواد د اتومي پروګرام په اړه لیکلي چې د شمالي کوریا اتومي پروګرام له پاکستانه ډېر ښه دی.

د پاکستان مشهور ساینس پوه عبدالقدیرخان له خولې دا خبره را اخیستل شوې خو هغه وايي په دې اړه اسلام اباد له پیونګ یانګ سره مرسته نه ده کړې.

ښاغلي خان له بي بي سي سره په مرکه کې ټینګار کړی چې شمالي کوریا د اتومي پروګرام په اړه پر ځان متکي ده ځکه چې د ساینس پوهانو تکړه ډله لري.

قدیر خان چې د پاکستان د اتومي پروګرام پلار بلل کېږي دوه ځله د توغندیز پروګرام په موخه شمالي کوریا ته تللی دی.

د ده په وینا د دوی پروګرام ښه کیفیت لري او ساینس پوهانو یې په روسیه کې زدکړې کړې دي.

قدیر خان دا هم ویلی چې چین او روسیه به هېڅکله شمالي کوریا یوازې پرې نه ږدي.

نوموړی له امریکا سره د ویتنام د شل کلنې جګړې یادونه کوي.

د ۲۰۰۴م کال په مارچ کې قدیر خان ومنله چې شمالي کوریا، ایران او لیبیا ته یې اتومي تکنالوجي او زدکړه ورکړې ده.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، قدیر خان وايي، د شمالي کوریا اټومي پروګرام له پاکستان ځواکمن دی.