د برتانیا هوايي ځواک جیټ الوتکو د پاکستان الوتکه کښته کړې

د عکس سرچینه، PA
د برتانیا هوايي ځواک جیټ الوتکو د پاکستان ملي هوايي شرکت پي ای اې یوه الوتکه د لندن سټنسټیډ هوايي ډګر کې کوزه کړې.
د یاد هوايي ډګر چارواکو ویلي، دغه الوتکه له لاهوره د لندن هیترو هوايي ډګر ته پر لاره وه چې له ځايي مهال سره سم د ماسپښین پر څه کم دریېو بجو د بریتانیا هوايي ځواک جیټ الوتکو د لندن بل هوايي ډګر ته بدرګه کړه.
د ځايي پولیسو په وینا د الوتکې لاره له هغه وروسته بدله شوې، چې په یاده الوتکه کې د یوه ورانکاري سپرلۍ د شتون رپوټونه تر لاسه شول.
خو دوی وايي د ترهګرۍ پېښې یا الوتکې تښتول کېدو احتمالي خطر په اړه یې رپوټونه نه دي تر لاسه کړي.
الوتکه د هوايي ډګر یوه ګوټ ته بیول شوې او د سټینسټیډ هوايي ډګر د مساپرو تګ راتګ ټرمینل له معمول سره سم پرانیستی دی.
د پولیسو یوه ویاند ویلي:
''له هغه وروسته، چې هېترو هوايي ډګر ته پر لاره یوه الوتکه کې د یوه ورانکاري کس د شتون رپوټونه تر لاسه شول، نژدې درې بجې مهال د دغې الوتکې لاره د سټېنسټیډ هوايي ډګر پر لور کږه کړل شوه. دغه الوتکه اوس په هوايي ډګر کې ده او افسران یې په اړه پلټنې کوي. دا نه خو د ترهګرۍ کومه پېښه ده او نه هم د الوتکې تښتول کېدو کوم احتمالي خطر دی. د هوايي ډګر چارې له معمول سره سم روانې دي. ''
د هوايي ډګر چارواکو په خبره ډېر احتمال داسې دی، چې له پوښتنو، ګروېږنو وروسته به الوتکې ته د هیترو پر لور د الوت اجازه ورکړل شي.
بل لور ته پي ای اې چارواکو ویلي، چې الوتکه کې ناست کسان خوندي دي او د دوی ځايي عمله یې خدمت کوي.
دا لومړی ځل نه دی، چې برتانیا کې د پاکستان هوايي شرکت الوتکه د جیټ الوتکو په وسیله کښته کېږي.
له دې مخکې ۲۰۱۳ کال کې له لاهوره مانچسټر ته پر لاره یوه الوتکه د جنګي الوتکو په بدرګه کې پر سټینسټډ هوايي ډګر کې کښته کړل شوه او په کې ناست دوه کسان پولیسو نیولي وو.








